د ايران په اړه پټ راز حتما يې ولولئ

 دا مهال د نړۍ په رسنيو کې د ايران په اړه خبره ډېره ګرمه روانه ده، امريکا غواړي پر ايران نوي بنديزونه ولګوي او بل خوا د امريکا د دفاع وزير ويلې چې اوباما په ايران د حملې ګواښ نه دي رد کړي. خو زه به د افغانستان سره د ايران کړو وړو او د پټو او ښکارو  يرغلونو پر بنسټ د ښاغلي بابرزي دا يو بيت ووايم چې:
نن پر ما ده خدای د ې هم پر تا راولي               چې ماشومان دې خړ تورخم (هرات) ته په ژړا راولي خبره راڅخه اوږده نشي، د خبرې سر او اخر کې ايران سره د اسلام  جمهوريت ټکې تړل کيږي زه ډېره موده پدې سوچ کې وم چې د ايران مشران احمدي نژاد او رفسنجاني خو يهودان راوختل  نو ... بلاخره پدې اخرو کې يو بله خبره مې د يو ايراني څخه ( د خلق مجاهدين ايران غړی دی) واورېده چې خميني  ايرانی نه دی بلکې يو کډوال دي چې درک خرک يې مالوم نه دي څوک وايي د کشمير دي څوک وايي د انګريز او پخوا څخه په هند کې پاتې شوي دي. دې ايراني دا خبره د قسم سره يوه ځای وکړه چې خميني سک (هندو) دی ما يې دا خبره ونه منله ځکه ما فکر کاوه چې دوی ورسره سياسي ستونزه لري.  خو د هاغه خبره مې په ذهن کې وه او ددې پسې ګرځېدم چې دا خبره حتما شا ته يو څه انګېزه لري او ددې پسې ګرځېدم بلاخره د نوموړي ايراني خبره سپينه شوه. که موږ د ايران بېرغ ته وګورو نو موږ دا خبره جوتيږي چې د ايران بېرغ يو اسلامي بيرغ نه بلکې داسې بيرغ دي چې د سکېزم (سک مذهب ) ښکاروندوۍ دی. د ايران په بېرغ کې چې کوم سمبول دي دا د سک مذهب سمبول دی. دواړه اړخ ته شمشېرونه دي او  دا شمشېرونه د سک مذهب سمبول يا نښه ده.
  د ايران بله مشهوره ډله چې د هر ډول کارونو اجازه لري او د روحانيونو مرتبه لري او دا مهال يې ۴۰ مرشد ته سلسله رسيږي هم د ايراني سک مذهب اخندانو يوه ډله او د هغوۍ سمبول هم د سک مذهب څخه جوړ دی.  چې تبر د سک مذهب دوديز سمبول او نښه ده
    د لا زياتو مالوماتو لپاره لاندې کتاب هم ولولئ خاندان امام خمينی پژوهشی ژرف در گوشه ای از تاريکي های تاريخ  ليکوال: مهدي شمشيري چاپځای او چاپکال:  خپله ليکوال، ۲۰۰۲ز  امريکا