په خوست کې به ځوانانو ته دټوپک پرځاى قلم ورکړل شي

باتور
په خوست ولايت کې يو شمېر ځوانان ددې پرځاى چې ښوونځي ته لاړ شي او زده کړې وکړي د ځينو قومي مشرانو له خوا د ځمکو پر سر په شخړو کې راګير او ټوپک ورکړل شوي و.
يو شمېر قومي مشرانو چې د ځمکو پر سر يې له نورو قومونو سره وسلوالې شخړې درلودې ، له لسګونو کلونو راهيسې يو شمېر ځوانان هم ددې قومي شخړو په لومو کې راګير کړي و او له کتاب او قلم څخه يې لرې ساتلي و او ديوبل وينو ته يې تږي کېښنولي و.
دځمکو پر سر دغه اوږدې شخړې چې له کلونو کلونو په دې ولايت کې روانې وې او د حل کومه لار نه وه ورته موندل شوې په دې وروستيو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي ددغې ستونزې د حل لپاره يې مټې رابډوهلې او هوډ يې وکړ ، نوره به دغه وژونکې د پرديو له خوا تپل شوې دسيسه له منځه وړي او د قومونو ترمنځ د حمکو پر سر شخړې به د قانون په رڼا کې حلوي او هغه ځوانان چې ددغو جګړو ښکار کيږي نور به له دغه شره خلاص او د ټوپک پر ځاى به ورته قلم او کتاب په لاس کې ورکړل شي .
همغه و، چې په خوست کې هغه ځوانان چې د يوشمېر قومونو له خوا د قومي شخړو په موخه د اربکيو په توګه کارول کېدل ، د خوست ولايت د مقام په لارښوونه د يوه کمېسيون له خوا ناقانونه اعلان او وسلې ترې راټولې شوې .
د خوست والي ددې ولايت قومي مشرانو ته وويل چې که له دې وروسته څوک د ځمکو په سر ځوانان جګړې ته وهڅوي او يا وسله ورکړي ، نو له هغو مشرانو سره قانوني چلند وشي او د خپلو کړنو سزا به وويني .
هغه زياته چې ځوانان ، زده کړې ، تعليم او تربيه ته اړتيا لري ، دا وخت د تعليم او ټکنالوژۍ دى ، قلم او کتاب د ځوانانو د نجات او پرمختګ وسيله ده او ټوپک د تباهۍ ، وژنې او بربادۍ وسيله ده ، وسله ، ولسونه سره لرې کوي ، نفرت او نفاق رامنځته کوي ، نو په همدې موخه زموږ هوډ دا دى چې په دې ولايت کې ټول ځوانان زده کړې ته سوق کړو ، قلم او کتاب په لاس کې ورکړو او خپل راتلوونکي ته يې ځېر کړو .
خوست يو سرحدي ولايت دى چې له پاکستان سره نږدې دوه سوه کيلومتره اوږده پوله لري او په دې سيمه کې هم يو زيات شمېر خلک يې د ټوپک له ساتلو ، ګرځولو او کارولو سره مينه لري ، چې دغه شوق يې په ځوانانو کې هم ريښې ځغلوې دي او له همدې امله د ځمکو او په نورو وړو دښمنيو کې يو شمېر هغه ځونان چې ان د ښوونځيو زده کوونکي هم و، په دې بديو کې راګير شول .
تېرو حکومتونو دغو قومي شخړو ته داسې کومه د حل لار نه وه لټولې ، چې دغه ولس او په ځانګړي توګه ځوانان يې له دې بدبختيو څخه خلاص ، خو په دې وروستيو کې د خوست والي له اتو مياشتو پر له پسې هڅو او منډو ترړو وروسته په دې وتوانېد چې په خوست کې هغه قومونه چې د ځمکو په سر يې د شخړو له امله يو زيات شمېر ځوانان وسلوال کړي و او يودبل د وژلو لپاره يې ماشه په لاس په مورچو کې کېنولي و، هغه له مورچو راښکته او ددوى ترمنځ يې د لسګونو کلونو دښمني په دوستۍ بدله او ددوى ترمنځ د دايمي روغې مراندې ټينګې شوې .
له هغې ورځې چې په خوست کې د ځمکو پر سر دغو قومي شخړو ته د پاى ټکى کېښودل شوى ، له يوې خوا د خپلمنځي وژنې مخه نيول شوې او له بلې خوا ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې امنيت ټينګ شوى .
دغه راز هغه ځوانان چې په دې شخړو کې راګيرو و، يو شمېر يې زده کړو ته مخې کړې ، ځينې يې په ورځينو کارونو بوخت شوي او يو شمېر نورو ته به يې هم د زده کړې او کارکولو چانس برابر شي .
د خوست ولس د ياد ولايت د والي دغه اقدام ستايلى او هغه يې د قومونو ترمنځ د يوالي نښه بللې ده .