
لکه څرنګه چی ټولو ته روښانه ده چی زمونږ ګران هیواد افغانستان په علمی، اقتصادی، اجتماعی، کلتوری او داسی نورو برخو کی د ډیرو کلونو څخه راپدی خوا د داخلی او بهرنیو جګرو په واسته ځپل شویدی، او همدارنکه زمونږ ګران اولس د داخلی او خارجی بی ظرفیته او بی کفایته خلکو لخوا ځورول شوی او لاځورول کیږی.
. اوس اکثریت بهرنی بی کفایته او بی ظرفیته کارکونکی چی په خپلو مملکتونو کی څوک ورته کارنه ورکوی او بی کاره ګرځی نو بیا د افغانستان غوندی بی سرپوښه ملکونوته د لوړوامتیازاتو په لاسته راوړلو سره ددوی به ظاهری توګه د کاری ظرفیت د لوړولو په نوم د عالی رتبه آمرینو به حیث په دندو و ګمارل کیږی خو په حقیقت کی د کار وړتیا نلری نو بیا د نورو اهدافو لکه ژبنی مذهبی سمتی کلتوری اختلافاتو لپاره کارکوی، پخوا دملګرو ملتوکارکونکو اوفعالیتونوته خلکو په ډیره درنه سترګه کتل او د بی طرفه او با اهمیته کارونو ستاینه به یی کوله خو متاسفانه زمونږ د ضعیف دولت لخواد نه کنترول او ارزیابی له وجی اوس ملګری ملتونه هم خپله بی طرفی نه ساتی بلکی ډیر خپل سری کارونه یی پیل کړیدی او د افغانا نو په منځ کی په پټه ژبنی کلتوری او سیاسی اختلافاتو ته لمن وهی ددی په تایید سره کولی شی چی په ټول افغان، بینوا ویب پاڼو کی هم یوه لیکنه د (د ملګرو ملتونو اداره خپله بې پریتوب ته زیان رسوي)تر عنوان لاندی خپور شوی و.
دملګرو ملتونو ځینی بهرنی کارکونکی کلتوری، ژبنی، قومی، مذهبی او سمتی تعصبونو ته لمن وهی او بعضی متعصب افغان همکاران ددوی ملاتړ کوی. ددی خبرو په تاید غواړم چی ملکروملتونو دفتر کی د یو افغان کار کونکی سترګو لیدلی حال داسی بیان کړم هغی داسی وویل چی د ملکرو ملتونوپراختیایی اداری په یوه پروژه کی ځینی بهرنی کارکوونکی چی هغوی په خپلو مجالسو کی په پښتنو پسی سپکی سپوری وایی او وایی چی پښتانه د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندی کوی. چی ګواکی پښتانه یو بی کلتوره، وروسته پاتی او سخت دریزه مسلمان قوم دی اوزیاتوی چی زما په نظر داچی پښتانه یوتغيیر نه منونکی قوم دی نو باید د اقتصادی، فرهنګی او سیاسی ډګرڅخه ویستل شی. دا کارکونکی نه تنها چی په پښتنو پسی بد وایی بلکه داسلام سپیڅلی دین ته هم په بده سترګه ګوری ، یو ځل یوه بهرنی کارکونکی یوه افغان کار کونکی ته په ډیره متکبرانه لهجی سره وویل چی خپل کارونه د په خپل وخت اجرا کړه هغی ورته ځواب ورکړ ښه ده زه به خپل کارونه په خپل وخت سره خلاص کړم ( انشاالله) نوهغه بهرنی کارکونکی په ځواب که وویل دا کار وکړه لکن (انشاالله) به نه وایی زما دا کلمه نه خوښیږی، او همیشه کوشش وکړ ه چی ما سره وی دا کلمه به نه تکراروی.
همداشان بهرنی کارکونکی د پښتنو دود او کلتور ته هم په ډیره بده سترګه ګوری دوی وایی تاسی افغانان ټول کارونه انشا الله ته سپاری او پخپله عمل نکویی، همدارنګه وایی پښتانه ثقافت نه لری او داسی کوشش کوی چی پښتانه د نورو تر نظره وحشی وښی. داسی نور ډیر کارونه کوی چی د افغان کارونکو تر منځبی اتفاقی جوړه کړی خو الحمد الله هغه با ایمانه او دینداره افغانان ددوی په ټولو بدو اعمالو پوهیږی او کوشش کوی چی مخه یی ونیسی خو متآسفانه بعضی متعصب او بهر طلبه افغانان دبهرنیانو په لمسون چی تر څو خپل بهرنی آمرین خوښ وساتیځینی ناوړه کارونه ترسره کوی چی هغه د ټول افغان ملت په ضرر باندی وی.
همدارنګه ځینی دا هم وایی چی پښتانه یو شریر او تروریست قوم دی چی نه یواځی په افغانستان کی تروریزم زیږونکی دی بلکه ټولی نړی ته د تروریزم صادرونکی دی.
زه نه پو هیژم چی دا خلک ولی داسی کارونه کوی. خو فکر کوم چی د کاسی لاندی نیم کاسه شته. همدا دوی دی چی زمونږ په مینځ کی تو پیرونه پیدا کوی او دی ته مو هڅوی چی یو له بل سره لاس په ګریوان شو، اوس خبره داده چی که ددغسی کسانو مخه ونه نیول شی کیدی شی چی د ټولو افغانانو د لا بربادی سبب شی ، بله خبره داده چی څوک باید ددغسی کسانو مخه ونیسی؟
زه فکر کوم چی دا کار په فردی شکل څوک نشی کولی بلکه دا د دولت وظیفه ده چی دغسی بی کفایته او بی ظرفیته بهرنیان پرینږدی چی افغانستان ته راشی، ددی په پلمه افغانستان ته راځی چی ګواکی افغانانو ته ترینیګونه ورکوی او د کاری ظرفیتونو په لوړلوکی مرسته کوی، مګر عملآ دوی داسی کسان راولی او په دندو یی ګماری چی دوی خپله هیڅ ظرفیت نلری او برعکس افغانان ددوی د ظرفیت په لوړوالی کی لویه ونډه لری، بله داچی که ددوی هدف دکاری ظرفیت دلوړولو څخه داوی چی د افغانانو په منځ کی بی اتفاقی ته لمن ووهی ، نو افغانان له دغسی کاری ظرفیت د لوړوالی څخه توبه ګاردی، ښه به داوی چی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو کارکونکو د راتګ په اړوند اصول او قوانین وضعه کړی، هغه کسان چی افغانستان ته راځی باید د هغه خلص سوانح ولوستل شی که واقعآ دا ملک ورته ضرورت لری اجازه ورکړل شی او که ضرورت نه وی نو ښه به داوی چی هیڅ اجازه ورنکړل شی کله هم که بهرنیو کارکونکو ته د ضرورت په اساس په افغانستان کی د کارکولو اجازه ورکړل شی نوښه به داوی چی وخت په وخت د هغی نظارت وکړی، په خاصه توګه د بهرنیو چارو وزارت باید دا خپله دنده و بولی ، اوریدلی می دی چی په سودان هم د افغانستان په څیر د ملل متحد بهرنی کارکونکی په پراخه پیمانه کارکوی.خو هغوی د بهرنیو کارکونکو لپاره ځانکړی قوانین او مقررات وضعه کړیدی ، هرکله چی دملکرو ملتونو کومه اداره وغواړی چی کوم بهرنی کارکونکی په دنده و ګماری نو پس له مصاحبی د هغی بشپړ سوانح د سودان د مملکت د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږی او د هغوی موافقه اخیستلو وروسته نو موړی اداره کولی شی چی هغه کس په سودان کی په کار وګوماری او همدا راز هغه کارکونکی د استخباراتی کړیو په واسطه څارل کیږی، او د بهرنیو چارو وزارت د هر بهرنی کارکونکی د کار ارزیابی په هرو شپږو میاشتوکییو ځل صورت مومی. که چیری یو سودانی عادی وګړی له کوم بهرنی څخه شکایت وکړی سم دلاسه د بهرنیو چارو وزارت د هغه کارکونکی په نیو لو کی اقدام کوی او ویزه یی ورته ختموی او له ملک څخه یی شړی او دلیل یی دادی چی بهرنیان باید زمونږ کران هیواد ته په واقعی ډول خدمت وکړی نه داچی یوازی زمونږ په خلکو امریت وکړی او ډیر امتیازات واخلی او په بدل کی یی زمونږ د ملک او خلکو سره خیانت وکړی. خو متآسفانه چی مونږ په افغانستان کی د بهرنیو چارو وزارت دارنګه اوصول او قواعد ندی وضع کړی چی دداسی نا کاره خلکو مخه ونسی بلکه زمونږ د بهرنیو چارو وزارت ورته په پراخه ټنډه ویزه ورکوی نه یی کار ګوری او نه یی ارزیابی کوی.
زما په اند که څوک په افغانستان کې پایداره، عادله، او شامله سوله، استقرار او دهغه په نتیجه او پایله کې په افغانستان او سیمی کې سوکالی، پیشرفت، آرامی او ترقی غواړی نو پکار ده چې د هیواد په سیاسی برخو کې د خلکو ریښتینو استازو ونډه ورکړل شی ترڅو ریښتینی زمینی برابری کړای شی او د خلکو د حاکمیت پر اصولو د نظام جوړولو بنسټ کیښودل شی او دی پروسی ته صادقانه کاروکړی شي او په بی کفایته او بی ظرفیته شر اچونکو بهرنیانو باندی تکیه و نکړی بلکه اول په الله او بیا په خپلو مسلمانو، بایمانه، باظرفیته، او با استعداده افغانانوتکیه وکړی.
په اخر کی د د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو نه هیله کوم چی دداسی خلکو مخه ونیسی او پرینږدی چی دا ډول کسان زمونږ ګران هیواد افغانستان ته راشی چی زمونږ د مظلوم ملت بی اتفاقی او بد بختی جوړی کړی او وینی یی و څکی او بیرته ولاړ شی . دا دبهرنیو چارو وزارت یوه ایمانی وظیفه ده چی د نااهله او بد کاره ملکی او غیر ملکی بهرنیانو مخه ونیسی کوم چی نه یواځی ملت ته یی فایده نه رسیږی بلکه نقصان یی رسیږی او دین وطن او کلتور ته مو سپکاوی هم کوی.