
_ نن ورځ د اوبو سرچينو نړيواله ورځ ده ؛
_ په 1772 زکال کې په انګلستان کې غلام ساتل ناقانونه اعلان شول ؛
_ په 1882 زکال کې د امريکا کانګرس دڅو ښځو په درلودلو بنديز لګوي ؛
_ په 1904 زکال کې دلومړي ځل لپاره په انګلستان کې د (( الوسټرايټېډ مېرر )) په ورځپاڼه کې ، رنګه عکس (انځور) خپريږي ؛
_ په 1935 زکال کې دفارس (پارس ) نوم په رسمي توګه پر ايران واړول شو ، چې دا يو ناقانونه کار و او بايد د افغانستان حکومت اوملګرو ملتونو په دې باندې نيوکه کړې وای . د تاريخپوهانو له نظره دا د ايران د پراختيا غوښتنی سياست لپاره لومړنۍ ډبره وه ، چې کېښودل شوه او اوسمهال يې د سه کشورفارسي زبان !؟ (ايران ، افغانستان ، تاجکستان ) ډنډوره غږول يې يوه ښه بېلګه ده ؛
_ په 1945 زکال کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو ليګ بنسټ کېښودل شو ، چې په لومړي سرکې يې مصر ، سوريه ، لبنان ، عراق ، ترانس اردن (ننی اردن ) ، سعودي عربستان او يمن يې غړيتوب درلود ؛
_ په 2004 زکال کې الشيخ أحمد اسماعيل ياسين ، د حـماس ډلې روحاني مشر او يو له بنسټ ايښودنکو څخه ، د اسرائيلو په يوه پلان شوي بريد کې په داسې مهال ووژل شو ، چې له جومات نه روان شوی و ، له ده سره درې تنه نور هم ووژل شول .