بی خونده خبری(۵۵): کاشکی په هیڅ نه پوهیدای! (۱)

مارچ۲۰۱۲،۲۵
اوس هم دومره د کار نه یم! خو د تورو او سپینو ترمینځ توپیر لکه چې کولای شم! خر پیژنم!
ځان پیژنم نو ځکه له خدای(ج) سره هم څه نا څه اشنا یم! ما څخه حسن غم کش جوړ شوی! په لاندی کلی کی کوټی زیږیدلی لکۍ نه لري؛ که بند شي نو نه پوهیږم چی څنګه به یی له خټو راوباسو!
کم پوهیدل هم غم دی؛ او ډیر هم! له ډیر هغه څخه شیطان جوړیږي! او ټیټ هغه بیا تخنیکی معین!!!
\"چی علم چا کی ډیر شي
                                       یا شیطان شي یا فقیر شي\"
په دی هیواد کی باید سړی نه مسلمان وي او نه هم بی ایمان!!! نه باید حزبي وی او نه هم جمعیتي!!! خوکه په کوم تنظیم کی هم نه وی نو بیا دی هم خیر نشته! باید سړی یو میړه ولري!!!
په دی وطن کی بی وسه انسان،هډو شی نه دی! او که پښتون وي بیا خو له حیوان هم بد تر دی! د حیوان سره د ظلم په سر محاکمه دایریدی شي! قاضی او وکیل یی فیصلی او دفاع ته را دانګي! خو د پښتون وژل روا؛ ځورول یی مشروع؛ له منځه وړل یی د دنیا اجماع!!!
توهین یی حتمي؛ رټلو کی یی ثواب؛ ویشتلو کی یی جزا یی خیر!
د پښتنو ذلالت ته د نړی کایناتو اتفاق کړی! په بار،بار د دوی د جرات، او صبر ازموینه اخیستل کیږي!!! پښتون هغه قوم دی چی ګټي یی خو خوړی یی نه شي!!! کوي یی خو په پری پوهیږي نه!!!
هغه قوم چی خپل یی وژني؛ خپل یی ورکوي؛ خپل یی برباده وي!!!
ددی قوم تحصیل یافته بچی دومره پست دی چی لوړ پوړی شي بیا یی په ژبه خبری نه کوي؛ پيژني یی نه!!!
زمونږ د استاد نیک محمد مولوی همصنفي صابر پلار له کلي ښار ته راغلی وو؛ بیا ددوی مکتب ته یی سر ور ښکاره کړی وو؛ د خپل ځوی صابر پوښتنه یی وکړه؛ د لیسی مدیر چپړاسي په صابر پسی ولیږه. صابر له خپلو ټولګیوالو سره یو ځای راغی؛ ګوري چی پلار یی له مدیر سره ناست دی! هو کلیوال پلار؛ شکیدلی جامی! زړه لونګی! د بوټ په ځای څپلی؛ خولی کی نصوار؛ زیړه ږیره!!!
صابر جان نه غوښتل چی ټولګیوالو ته کم راشي!!! له پلار سره یی ستړی مشي و نه کړه!!! هلکانو ته یی مخ واړه وه او په خپل لوفري او کبری اندازی یی وویل چی نوکر مو دی! په کلي کی مو دهقان دی! زمونږ مزدوري کوي! پټي مو کري!!!
پلار حیران وو چی دا څه حال دی؟!!! له څه سره مخامخ یم! دا څه اورم؟ څه ګورم؟!!! بابا هلکانو ته وایی چی سیی ده؛ زه ددوی نوکر یم خو مور می ورته کړی ده!
کله، کله خو فکر کوم چی هسی د خره سر ته یاسین تلاوتوم:
\"بی توکه دی خبری،  بی مطلبه دی نشی
دا سر دی د سنډا دی ، نه سودی پیژنی نه ریان\"
ټولو ټيټ پوړو(لوړ پوړي خو نه وایم ځکه هغوی خو د تره زامن دي نه دوی) پوی شی! که مونږ پیژنی او نه پیژنی؛ که زمونږ په ژبه غږیږی او یا هم نه خو په یاد ولری چی مور مو پښتون کړی!!! لاریب فیه!!!
 
-------------------------------------------------
ګاز ۵۵ وو؛ ناڅاپه ۸۰ او سلو ته ورسید؛ دلیل یی هم معلوم نه وو؛ وزارت په خپل څو کیلومیتری کی په غرفو کنترول نه درلود! خو همدغه دیموکرات او تکنوکرات وزیر به په طالب په دی انتقاد کاوه چی مدیریت یی نه درلود؛ وړتیا یی نه درلوده!!! خو خبر نه وو چی په فیلډ کی حالات بیا بل ډول وي! په فیلډ کی بیا کتاب کار نه کوي! دلته لږ عقل او هنر په کار وي چی له دوی سره نشته! د مدیریت پوه هیڅکله نشي ویلی چی کوم سټایل یی ښه دی او کوم یی بد؛ کوم یی اغیز من دی او کوم یو یی بیکاره! مهمه دا ده چی د حالاتو او خلکو مطابق تعین شي!!!
همدغه جناب د ټولنیز عدالت لپاره جګړه هم کوي؛ ګوند هم لري؛ سبا بیا له مونږ څخه په همدی خبرو رایه هم اخلي! خو په خپله نه پوهیږي چی څه یی کړي او څومره ښه یی کړي!!!
--------------------------------------------------
بانکونه ورځ په ورځ سقوط کوي! اول نومره د افغانستان انکشافی بانک وو؛  ADBباختر بانک شو(د عزیزی بانک سبسیډی شوه)! میوند د کابل بانک سبسیډی ده! او کابل بانک له منځه لاړ!
افغان یونایټیډ بانک خرڅ شو! او عزیزی مشکوک دی! برک لیلام شو او د بنګالیانو د لاس نښه مو له لاسه ورکړه!!!  
فکس د طالب صرف و میر دی! طالب څخه چا پوښتلي وو چی هلکه میر دی یاد دی! ده فرمایلي ول چی هیر می هم کړ! فکس سیستم له رایجیدو سره سم له منځه لاړ!!!
بانکونو له پيله په دی بازار کی بدنام وو؛ خو کابل بانک په نطفی کی خنثی کړل!!! د بانک د ایمیج(حیثیت) بیا احیا بلا عمر ته اړتیا لري!!!
پښتني بانک هم ښه ورځ نه لري!!! دا به هم ډیر زر د کابل بانک په پله، پل واخلي!!! افغان ملی بانک په دوعاوو او نفلونو ولاړ دی! هغه لومړنی مشر یی مولا وو او دغه دویم یی IT دی! له نیټ ورک څخه پرته بانک ته کوم ښه نشي ورکولی!
په اقتصادی بهیر کی دغه بانکونه فعلاَ کوم فعال رول نه لري! یوازی او یوازی معاشونه پروسس کوي او ځینی چوټا موټا کارونه کوي چی دومره د توجه وړ نه دي!!!
بانکی سکتور ته تر ټولو قوی ضربه هندوانو ورکړه!!! چیری چی هندو او پاکستانی وي، مطمین اوسه چی هوری نه مدیریت شته او نه هم سیستم!!! د پاکستانی او هندي خدای او بګوان باس دی!!! څه چی باس وایی هغه تل سیی وي!!! باس خپله سیستم دی او هم په خپله قانون!!! ځکه پاکستانی هیڅکله نه غواړي چی دنده له لاسه ورکړي!!!
په افغانستان کی پاکستاني پوهنتونونه او هندی بانکونه نیولي!!! بانکونه ذلیل شول او پوهنتونونه به ډیر زر خپل انجام وګوري!!! کله، کله د خوار ملا په اذان هم روژه ماتوی ګرانو!!!
-----------------------------------------------
کانکور کی چا له کوم وردګ سره ګپ لګولی په دویم پُشت کی یی په خره تاوان کړی! دا خبره می نن په فیسبوک کی د عزت الله شمسزي په سټټیس کی ولوستله! که خبره د Typo وي نو له دی نورو سره ولی نه کیده؟ ولی کوم یو سرګین بای نه لیکل کیده؟ ولی کوم یو هزاره کورت علی نه لیکل کیده؟ ښه ځه وردګ سره یی دا ګپه کړی! اوس حل څه دی؟ څه باید وشي؟ وزیر د پوهنی وردګ صاب دی چی وینا په لِله الحمد پیله وي او په اقول قولِ هذا انِ الحمدو لِله ختموي!!! د ټینکونو او جازونو خاوند وردګ دی! پهلوان خُرم هم شته! قلموال او د پوهنی خادم هغه ګل آغا احمدي چی اوس وردګ شوی!!! هم تشریف لري؟ چهار ګل نثار حزبی هم وردګ دی! ملی امنیت کی نبیل هم لري!!!
پنجشیر= وردګ؛ په افغانستان کی د قدرت ویش له دی دوو ولایتونو نشي وتلی! دغه ټول که کوم وردګي غیرت لري اوس دی ګام پورته کړي!
خو په یاد ولری دوی هیڅ هم نشي کولی!!! دوی وردګي غیرت نه لري!!! هغه پوره پښتني غیرت خو بیخي لری دی! څومره پست؟ څومره ذلیل دي دغه چارواکي؟ ځکه چی:
\"ته رور شوی د خره، پری دی ښوه روری د ازمري
تا غر د موسی(ص) ورکړو په کوڅه د سامری
تالی د یزید وینی، وینی نه مرګ د حسین(رض)\"
که فکر کوی له لوږی به مړه شی خو باور وکړی چی د استعداد او لیاقت مطابق معاش مو زه له خپل جیبه حواله کولی شم ان شاالله!!! د خپل قوم بد غوښتل به مو په اوبو کی وچ کړي!!!
زه مطمین یم چی میدان-وردګ به بلا حقوقی وکیلان ولري! نو که کوم وکیل غواړي ځان مشهور کړي همدا وخت دی! فرصت خلکو ته یو ځل دروازه ټکوي نه هر وار!!! هم به نوم وباسي او هم به موضوع مطرح کړي!!!
-------------------------------------------------
یفتلی غلا کړی؛ بسم الله چی محمدی هم دی ورسره شریک پاتی شوی!ٔ!! مُربی داری مُربا نوشک جانت! د لته دغه شفیق هم له فساد سره د مقابلی لپاره منډی ترړي پیل کړي؛ تیره جمعه یی له علاوالدین تر بابر بڼه خلک وځغولول؛ شاروال هم په کی غ...،غ... کیده؛ ته وا چی سپین چرګ دی!!! که شاهد نه لری دغه سرکونه هم ورباندی اشهدو وایي!!!
د ښځو څخه د دفاع نهاد، له فساد سره مبارزه نوي، نوي عناوین دی چی د بسپنی په موندلو کی درسره سخته مرسته کولای شي!!!
زه غواړم کومه اداره جوړه کړم چی په افغانستان کی د Gays له حقوقو دفاع وکړي؛ تاسو په کی څه وایاست؟ ښه نظر نه دی؟ له مولا نیولی تر عامي او هر پښتون می په دی برخه کی مرسته کولای شي؛ زه غواړم دوی ته هویت وموم!!! له دوی سره د کیدونکو ظلمونو مخه ونیسم او یوه ستراتیژي ورته جوړه کړم!!! زمونږ اداره به پالیسی سازه اداره وي؛ افغانستان کی زیاتره پروژی زمونږ د اړتیاوو مطابق نه دی ډیزاین شوي او نه هم زمونږ اړتیاوو ته پاملرنه شوی؛ دغه زما پروژه د اړتیاوو سره اړخ لګوي؛ او ښه نغد یی لګوي!!!
حکمتیار به لومړنی هغه وي چی عریضه راوړي؛ په اپوزیشن کی به ښاغلی عبدالله دویم هغه وي؛ ده سره به مسعود قهرمان څومره پهلواني کړی وي خو ډبل عبدالله زنده خوش است!!! بیا به داسی نور عریضه وال د قدیر زامن وي؛ دوی سره به زه هر ډول مرسته وکړم د خالص کمپ خوړونه ما هم لیدلي!
زه مطمین یم چی زمونږ اداره به په ژبنی او مذهبی تعصباتو ولاړه اداره نه وي او دغه مونږ خپل اصل ګڼو!!! مونږ به جارو الله منصوری او وحید عمر ته یو ډول خدمات وړاندی کوو؛
افغان شاعرانو سره په دی برخه کی ما وار د مخه په فدایی صاب(والی صاب چی خراب مو نه کړی؛ زه ګپ لګوم) او له مولایانو سره د تخنیکی مرستی په خاطر می په آصف ننګ صاب ګوته ایښی!!! او هڅه به وکړم چی دوی وهڅوم چی په دی رفاهی کار کی له ماسره همکار وخیژی او د متخصصینو په حیث زمونږ له اداری سره دنده ترسره کړي او خپل تجارب فراوان پر مونږ ولوروي!!!
جینکی که هم پُشتی وي مونږ یی په خدمت کی یو!!! په دی کار سره به مونږ جِنډر مراعت کړی وي او ځوانانو او بوډاګانو ته به مو Equal Opportunity(ایکول اپرټیونیټي) پر بنیاد خارج ته د تګ اسانتیا برابره کړی وي!!!
نور تلویزون د ربانی اعلانات تیره وي چی په آخر کی یی راځي\"راهت ادامه دارد\"!!! د غلا، چور او له یفتلی د ملاتړ لاره!!!
ربانی ددین ستنه وه؛ خو حرامی له یفتلی په دوسیه کی کرزي ته واسطه شوی وو؛ اوس به یی سختی ډنډی پری منډلی وي؛
ربانی چی له کابله تښتیدلی وو؛ پيښور کی حکمتیار ورپسی لکه ادم خان ورلیږلی وو چی تیر یی کړي؛ ربانی چی ادم خان لیدلی وو نو پوی شوی وو چی لکه کونج ته کوي می نو ورته په ژړا شوی وو! وایی ښځه ۹۹ مکرونه لري چی ووړ هغه یی ژړا ده!!! هر بلا به ګردان راوي!!!
نور بیا...
leekwal@yahoo.com