بی خونده خبری(۴۶): سور خط نه پيژنو!!!


وسيم سجاد،کابل
فروري۲۰۱۲،۰۲


\"\"
پرده اول:
طالب جان چی په ایس،ایس ار(سیسار) ډاټسن کی ناست وو نو نه یی بم لیده او نه یی هم غم پیژانده. په هرڅه ورختل. ځکه چی دوی په مرګ او ژوند دواړو کی بریا لیدله. دوی ته چړاهی(چړایی) او اوترایی یوه وه. دوی هر هغه څه کول چی ټوپکیانو ته د پای ټکی کیږدي.
له اسلامه ورته د مشر مولا خبری اړینی او وړینی وی. اسلام هم هغه څه وو چی دوی د مشر مولا له خولی اوریدلی وو. د افغانستان رنګین بیراغ یی په سپین هغه ور واړوه. په اسلامی نړی کی لومړنی هغه وو چی د ږیری لپاره یی د اندازه ګیری واحد معرفی کړ.
\"\"
د بودا بوتان یی مات کړل. ډاکټر یی په ډانګو کی ځوړند کړ؛ د خپلی خوښی سیاسي سیستم یی معرفي کړ؛ د لادن له ځوی سره یی ترپایه وپالل؛ حکومت یی له لاسه ورکړ او خَلَاص!!!
..............
پرده دوم:
\"\"
 زما تره هم کله،کله یو چاته دومره په غوصه شي چی\"در څخه خط تاووم او نه دی پریږدم؛ پیسی به همدلته اچوی؛ نور را څخه نشی خلاصیدی.\"
خط او حلقه!!! او هغه هم سور!!!
دغه سور رنګ د خطر علامه ده. دغه ړانده(عاشقان) خفه نشي ځکه دوی هم وینه کی مینه ګوري.
ګلاب هم سور وي؛ شونډان که سره وو نو باید وزبیښل شي؛ غمبوري که سره وو نو یا د ساړه او یا هم د قوت او یا هم احساسات ښيي. سترګی که سری وی، نو ډار په کار دی. د نه سړي سترګی –چی په مثلُتُ کی یی  د ولسمشر سترګی اخیستلی شو—هم سری وي.
سور رنګ د ازموینو د پارچو د اصلاح لپاره هم استعمالیږي. خو فکر مو وي چیری پری لاسلیک ونه کړی. قضافی شین کتاب لیکلی وو خو نه پوهیږم چی دعلامه تره کی کتاب رنګ به څه ډول وو؟
کمونیستانو هم سور رنګ خپل ځان لپاره سمبولیکه نښه ګرځولی وو. خو دوی په رښتینی مانا \"سره\" وو. داسی خطرات او مشکلات یی وطن ته راوړل چی ۳۲ کاله وروسته هم، حل یی معما ده.
 زمونږ بیراغ هم سور رنګ لري چی په دواړو لاسو ورته سلوټ کوم. وطن کی مو هم سره دومره وبهوله چی تنده مو لا تراوسه هم ماته نه ده. سره مڼه،هندواڼه،ګجره؛ سور پتینګړ هم خپل کش لري. سره پِزه هم غم پاره وي؛
دلته په چورستان کی ددغه سره رنګ او خط په نامه خلک کم او یا هیڅ هم نه پوهیږي. او یا کیدای شي زه غلط وم. دوی به ډیر پوهیږي ځکه دلته کی خو د سرک لپاره ترافیکی رنګ هم سور او سپین دی. اور او اوبه یی سره یوځای کړیدي.
 ښځمنی دلته کی سره بخملان ډیر اغوندي. قالینی سری اچوي بل رنګ سره پوره دښمني ښیي. سره توشکان(دوشکان)،سره بالښتونه،سره مڼه، سره هندواڼه او...
او سره خو له الماسو هم ډیر خوښوي.
---------
پرده سوم:
ولایتي چی اوس مهال په ایران کی د مشر رهبر لپاره په باندنیو چارو کی مستشار دی یو ځل دغه لډران راغونډ کړي وو او د خپل وطن د مخالفتونو په اړه یی ورسره د زړه خوله درلوده. په عالمانه وینا کی یوه خبره دا وه چی \"اغایون ما خط قرمز داریم!، شمایان چیزی مثل شی را نمی شناسید!!!\"
له ستر امیره تر پکولي امره هیڅوک په دی ونه توانیدل چی ملی کرښه!!! سور خط!!! او تیږی تعریف کړي!!!
د طالب-کرزي+امریکا ترمنځ چی د جنګی فیلم کلایمیکس رانږدی کیدونکی ښکاري، پخواني وژونکي چی امریکی دیموکراتان کړل داسی ښکاري چی بیا به خپل اصلیت ښکاره کوي. له همدی کبله په برلین کی له امریکایی لابیستانو سره د خبرو میز ته کیناستل. محقق ناولي خو په طلوع کی هم پوره ناپړیتی وکړی.
\"\"
پرون چی حنا بی بی دلته کی وه نو محقق،قانوني او هغه بل یی ولی ورسره لیدل رد نه کړل؟ دوی ولی خپل احتجاج ونه کړ؟ ځکه چی دلته ددوی له ویناوو اوچت نور څه ډیر زیات د اهمیت وړ وو؟
---------------
پرده چهارم:


\"\"
پاکستانۍ پولیس که پوی شو سړی هندۍ دی نو پریښودل یی پری د مور شیدی کړی. تاسو به د پاکستاني پولیسو د حرامیتوب په اړه ډیر اوریدلی وي. تیره اونی یی په ۲۰ روپی افغان چلوونکی هم له پښو وغورځاوه. دوی خو زیاتره مهال د پيسو په مقابل کی خپل دوستان هم اِن کاونټر کوي. بنګله دیش هم پاکستان ته ورته واخلی.  پولیس خو دلته کی هم خپل دِښنه تل د اِن کاونټر په پلمه له ښپو(پښو) غورځوي.
\"\"
 خو په همدی پاکستان کی څوک شته چی بیا دغه سور خط پیژني او له ډیر مهم نړیوال ایوارډه تیریږي. دغه کس صمد خُرم دی. ۲۰۰۸ ز کال د جون۱۸ مه وه. روټز کالج انټرنیشنل لخوا هغو محصلینو ته چی د امریکی د نړیوال هارورډ پوهنتون د بورس ویاړ یی ترلاسه کړی وو، په ویاړ یی غونډه جوړه شوی وه. د پرویز مشرف میرمن او د وخت امریکایی سفیره ان ډبلیو پیټرسن د غونډی مشری میلمنی وی. کله چی صمد خُرم دریځ ته وغوښتل شو ترڅو په اسلام اباد کی د وخت له امریکی سفیری ان ډبلیو پیټرسن ایوارډ ترلاسه کړي نو خُرم په نیغه مایکروفون ته وړاندی شو؛ لومړی یی په مهمندو ایجنسی کی چی قبایلی سیمه بلل کیږي د امریکی لخوا د شوی بمباری غندنه وکړه او وروسته یی امریکا په دی تورنه کړه چی له یو داسی کس (پرویز مشرف—د پاکستان دوخت ولسمشر) څخه چی هم دیکتاتور دی او هم یی  قضایه قوه تر پښو لاندی کړی ملاتړ کوي.
د خُرم دی کار په پیټرسن او د مشرف په میرمن چی په دریځ ولاړی وی یو ډول خوله راوسته،رنګونه یی ژیړ شول؛ خولی یی جینګي او تالار له چکچکو او شوره ډک شو ځکه چی خلکو په دریځ د خپلی خولی خبری اوریدی.
په پاکستان او نوری نړی کی دی ته ورته نوری خبری هم شته خو زه به د پَکِستان مثال بیا ورکړم او هغه به بیا د یو خبریال عامر میر کیسه وي. میر په ۱۹۸۸ز کال کی له فرنټیر پوست سره کار پیل کړ. وروسته،وروسته سړی د خپلو څیړنیزو لیکنو له املا بلا مشهور شو.
 له بیلابیلو رسنیو سره یی دندی ترسری کړی. تر دی چی په دی وروستیو کی د هغو څیړنیزو لیکنو له امله چی په القاعده،طالب او ورسره تړلو ایجنسیو،جهادي ډلو ټپلو، فرقو او له دوی سره د سیاسي ډلو په تړاو یی کړي، شهرت یی تر اسمان ورسید. په ۲۰۰۵ز کال کی نوموړی د\" ټول پاکستان د اخبارونو ټولنی\" لخوا د غوره ژورنالیست ایوارډ لپاره کاندید شو خو ده رد کړ؛میر یی له اخیستلو تیر شو ځکه دغه ایوارډ به د وخت ولسمشر پرویز مشرف لخوا اهدا کیده.
 ده حتی د\" ټول پاکستان د اخبارونو په ټولنی\" انتقاد وکړ چی ولی یی پرویز مشرف دعوت کړی ځکه چی نوموړی فوځی دیکتاتور دی او هغه څوک دی چی بیان ازادي ته هیڅ ډول درناوی نه لري.
نوری کیسی هم شته خو په ما اوس مهال یو انتقاد دا هم دی چی اوږدی لیکنی کوم!!! خو څه وکړم؟ زما په فکر هیڅ لیکنه اوږده نه ده خو که خوندوره وي.
 زما د بی خونده خبری لړی (۴۵) کړی چی کله له روهی پاڼی وویستل شوه نو ما هم باید دوی ته لیکنی بندی کړی وای ځکه دوی هم د بیان ازادی ته هومره چی فکر کیږي،باور پری نه لري.
 
دا څو واری می څو ځلی په دی پښتني پاڼو کی ولوستل چی د میدان-وردګ والی صاب فدایی صاب چی دولتپال او وطنپال دواړه دی په دی وروستیو کی د کوم نوموتی استاد کتاب چاپ کړی. په کابل سټار کی یی پری غونډه نیولی، فدایی صاب د لا نورو غونډو تابیا او د لانورو کتابونو چاپول او خپرول خپله دنده او ذمه واري ګڼلی. ده دا ناپړیته هم ویشتلی چی له خپل شخصي جیبه یی ۳۱ کتابونه د چاپ پر ګاڼه سمبال کړي!!!
خبره داده چی والی صاب له ولایت نه په کابل کی ډیر لاندی باندی ښکاري. سوالونه پیدا کیږي چی والی د کابل دی او که د میدان-وردګ؟
 او بله یی دا چی پښتنو لیکوالو کی ولی دومره تریخی نشته چی په بوټ یی وولي. له پيسو یی تیر شي. پریږده چی کتاب یی بی چاپه پاتی شي.
ولی دوی ونشو کولای له ده وپوښتی چی که ستا د شخصي جیب خوله دومره خلاصه او پراخه ده نو ولی دی دغه کار هغه مهال چی په یوی باندنی موسیسی کی په ماموریت بوخت وی نه پیرزو کوله؟
د کتاب چاپول او خپرول صدقه جاریه ده خو باید سیی منزلونو ته د غلطو لارو څخه ځان ونه رسوو.
همدغه قلموال دي چی په دی سیاستوالو پسی غږيږي،لیکل پری کوي خو چی کتاب یی ورته چاپ کړي نو بیا همدا ناولي چارواکي د غلامی،فساد او بچه بازی له قید ازاد او ملتپال،پښتنون پال،فرهنګ پال او انسان پال شي. دا ولی؟
دلته سړی په دی کی لږ کنفیوز په دی وي چی ددوی لیکل هم تر هغه وي چی دوی له کوم چارواکي سره په دنده نه وي فایز شوي.
وحدت اخبار ته یو اوږد ږیري پیر چی حیدری باندی مشهور وو لیکنی کولی؛ دی هم وطنپال،فرهنګ پال او په هر هغه څه چی تاسو ته ښه ښکاریږي یاد به یی کړو.
 دی می یو وخت ولید چی قدیر بچي سره باډی ګارډ شوی وو. نو دلته می په ږیره خندا راغله، په ارزښتونو می لاړی توکړی لیکوالو ته چی زه یی  د پښو خاوری یم سپک ولیدل.
عبدالظاهر قدیر وو چی رڼا کلتوري ټولنه یی منځ ته راوړه او بلا پښتانه لیکوالان یی په پښو ور ولویدل. څوک په کی مدیر مسول شو او بیا څوک نور په کی د هیت تحریر غړي.
کله چی دی حالاتو ته ګورم نو ځان را ته بیخي او بیخي پوهاند ښکاره شي او خپل هغه مضمون چی لیکلي می وو سوداګر+لوفر= سیاستوال بیا،بیا ولولم.
یو بل .... بیا د ولسمشر .. سلاکار دی او ده به هم دغه ارزو لرله چی ولسمشر به اصلاح کوي؟
دلته څو نور استادان هم والیان او منشیان تیر شول. دوی هرڅه ترلاسه کړل هغه هم د حق السکوت په مقابل کی!!!
نوره به د خپلی دعا الفاظ بدلوم او وایم به چی ما وبخښی،مور او پلار او طالب چی په هر صورت کی بیا هم د امریکی د هرڅومره او هر څنګه فشار تر ولکی لاندی را نغلل.
کله چی پښتنو لیکوالو ته ګورم نو دومره را ته لویدلی او ټيټ ښکاره شي چی په دی و ډار شم چی که سبا ورته فهیم او یا هم جنرال صاب دوستم کوم کتاب چاپ کړ نو حتماً به یی په اړه قصیدی ولیکي.
لاهوري اقبال ته برطانیی د\"سر\" لقب پیشنهاد کړ خو ده ځکه رد کړ او له اخیستلو یی تیر شو چی انګریز په جلیانواله باغ کی دده په وطنوالو باندی باړونه چلولي وو. او په همدی باړونو باندی کلونه وروسته د شاهی خاندان د زړه ټوټی شاهزاده چارلس له هندوستانه په لیدنه کی بخښنه وغوښتله.
نو خبره دلته دا ده چی که اقبال دغه لقب نه وای رد کړی نو د خلکو په زړونو کی به یی درنښت او احترام څومره وو؟
او بله خوا بیا سړی د سیاستوالو حرامی توب ته حیران شي چی څومره ښه د خپلو حریفانو په نبض پوهیږي چی څنګه د مولا، قلموال خوله ور بنده کړي. کله،کله خو دوی شوټینګ هم کوي خو زمونږ هغه په دی پوهیږي چی پښتانه لیکوالان او استادان د ویشتلو نه دي ځکه چی د شپیتو شوي نه دي!!!
نه پوهیږم چی پښتون لیکوال او قلموال به غلام او غلامي څه ډول تعریفوي؟ د همدی قلموال او وطنپال تر حکومتداری لاندی په میدان-وردګ کی د وینو سیلاوونه جاری دي.
دده تر حکومتداری لاندی کوچیان و هزاره ګانو چور کړل؛ د همدی فرهنګ پال د فرهنګ پالنی لاندی وردګ بی پته شول؛ بی علمه شول او مهمه دا چی بی ژونده شول!!!
پښتانه لیکوال ددی پرځای چی په دی څیړنه وکړي چی \"دغه فرهنګ پال څنګه وکولای شول له یو عادي اِنجوي پوست څخه د ولایت مقام ته ورسیږي\" خو سرچپه دده د خپل تاثیر او اغیز لاندی راغلل!!!
دوی باید په دی څیړنه کړی وای چی په دی فرهنګ پال کی کوم خارق العاده لیاقت وو چی د ولایت په مقام فایز شو؟ دلته خو له علمی او اکاډیمیکو ارزښتونو څخه جاسوسي هغه ډیر درانده تلل کیږي!!!
د پښتنو لیکوالو اصول او معیار لکه مالوم نه وي دوی هم لکه سیاستوال له هر چا چی یی ترلاسه کولای شي معامله کوي. کویی شک؟
که خبره داسی نه وي نو کوم ژورنالیست د امریکی سفر رد کړ؟ هغه چی تاسو یی پیر او د کار سړی بولی استاد یی بولی—ازمون  د چا په غوښتنه او بلنه او ولی امریکی ته لاړ؟ بی له یونلیکه ده نور څه له دغه سفره ترلاسه کړل؟
که ده دا سفر رد کړی وای نو مقام به یی چیری وو؟
که له همدی اشرف المخلوقاتو سره د وخت خلیفه اوباما!!! د لیدو غوښتنه وکړي نو تاسو به ددوی د لبیک  غږ له هر چا اوچت اوری او کیدای شي ددوی ځواب به هم دا وي چی مونږ تور تره!!! ته د وطن فریاد رساوه!!!
محبوب خان به خبر وي چی امیتاب بچن له کلنټن سره لیدل رد کړل ځکه هغه خپل ارزښتونه درلودل!!!
مولانا ویل چی استاد هویدا چی په مفکر العربی هم شهرت لري  هغه مهال چی اوباما له قاهری څخه دید و بازدید درلود نو ده ورسره ونه لیدل ځکه چی په سکیجول کی له اوباما سره کوم یهودي هم وو. د هویدا ملاقات به په خلکو دغه اغیز ښنده چی استاد ګنی اسراییل تسلیم کړیدي. څومره ژور فکر او سوچ!!!
دغه فکر تاسو دلته کی د چا په مغز کی ګوری!!! دلته خو دوی له یو بله وړاندی کیږي ترڅو د خلیفه د لاس بوسه کولو چانس له هغه بل څخه زر خپل کړي!!!
احمدي اغا اوس مهال له فاروقي سره دی. او دده تر نوښت لاندی لا تراوسه هوری پښتو خپل ځای ځایګی پیدا نکړ؛ پښتو اوس هم ددوی تر چتر لاندی بیا هم د لیکلو او خبرو جوګه نشوه. سبا به سړی ولسمشری ته هم دریږي او له پښتنو به هم رایه اخلي.
 مشعل \"ټلوال\"هوري په ملي امنیت کی اړولي خو په همدی اداره کی پښتنون له نورو هغو څخه ډیر کړیږي او ربړیږي.
پښتانه لیکوالان چی نن سبا له ملی امنیته نیولی تر ارګه په کارونو او دندو مصروف دي ولی یی په داسی یو میکانیزم لاس پوری نه کړ چی هم یی نن او هم یی سبا داسی یو چمبر درولی وای چی د کتاب په چاپ یی د ټوپکوال سیوری نه وی غورځیدلی؟
دوی ولی دا ډول چوپړ لا تراوسه رامنځ ته نه کړ چی لیکوال نور له ګدایی او خولی جینګیدو بچ شي؟ که چوپړ دی خو همدا دی چی دوی یی لا تراوسه په ترسره کیدو ونه توانیدل!!!
خبری می لږی ګډی وډی دي خو فکر کوم غلطی به نه وي. که وي نو پړ می کړی،مړ می کړی!!!
یار زنده صحبت باقی!!! اوس مهال همدومره بس بیا به مو څه وخت وتخنوم!!!!
leekwal@yahoo.com