طنز څرنګه منځ ته راغی (۳  )


پوهنمل محمود نظری


په مصر او عراق کي
د ژووله خولې انساني کیسې( فابل) د عاموخلکو دګړنی ادبیاتو یو  ډیر لرغونی ډول دی چې د ټولو هیوادونو په ادبیاتوکې یې  نښې لیدل کیږي   او  خلک يي لکه  متلونه  کاروي
 په سمیریانی ( هغه ژبه چې څلور پيرۍ مخکې له میلاده په عراق کې ویل کیدل )او اکادیانی ( هغه  ژبه چې په میزوپوتیا یا برونز عصر کې د اکاد دښار ژبه وه )کې   راغلي دي ،  چې « اریش یبلنګ»  فابلونه لویدیځ ته ورپيژندلي دي.
 د مصر د منځینو پیړیو دځنګل د پاچا نکل   د هبرو د ځنګل کتاب سره یوشی دی
 او د ایزوپ د (ځوز او د سدر ونه) نکل  د دویم کینګ له نکل سره یو شی دی
 
په افغانستان او ایران کې
په شپږمه  هجري پيړۍ کې  کلیله او دمنه  په فارسي  چاپ سوه او هم   د« اسوریک ونه  « چې  دیوې ونې او وزې مناظره ده  په پهلوی ژبه چاپ سوه
 مرزبان نامۀ  دمرزبان بن رستم بن شروین (۳۰۲ ق ) چې په طبری ژبه وه د «سعدالدین وراوینی» لخوا په فارسی وژباړل  سوه .همداسې  دسنایي غز نوي حدیقه الحقیقۀ  ، دسعدی د بوستان  ځینې  داستانونه (۶۵۵ ق )  او دایرج میرزا (۱۳۴۴-۱۲۹۱ق) د ګیدړې او کارغه قطعه  د هغه وخت  ډیر مشهور فابلونه دي .
.
برو شیر درنده باش ای دغل
میندازد خود را چون روباه شل
 ولاړ سه ډاړون زمری سه اې دغله
ځان مه اچوه لکه ګیډره  شله
په مثنوی  مولوی کي د طوطي او تجار کیسه داسې پای ته رسیږي
معنی مردن ز طوطی  بدُ  نیاز
در نیازو فقر خود را مرده ساز
 دمړ کیدو مانا طوطی ته وه په کار
دهغه په غوښته يي کړخپل ځان زار
بیا د  عبید زاکانی(۷۷۲ق)د ژوو  افسانی  چې ټولنیزي  ، سیاسي او فرهنګي نادودو یادونه یې کوله لکه د موږک او پیشو مثنوی خپره سوه
 
په یورپ کې د ژووله خولې انساني کیسې د رنسانس په دور کې د انګریز شاعر ادموند اسپنسر (۱۵۹۹-۱۵۵۲م) د «هابرد د مور» په نامه ټولګه ډیره مشهوره ده له هغه وروسته «جان درایدن »انګریز شاعر (۱۷۰۰-۱۶۳۱م)  له منځه تللي فابلونه  راژوندي کړي دي
همد اسې فرانسوي فرانسوس(۱۶۹۵-۱۶۲۱م)د فابل ټولګه چاپ سوې ده
د لافوتین فابلونه لکه کارغه او ګیډره ، لیوه او وری، مشهور دی بیا د« پیر دو لاریوه» فرانسوی لیکوال(  ۱۵۶۰-۱۶۱۹م) د فدروس ځینې فابلونه په شعر اړولي دي .د آلکسی میخاییلوویچ رمیزوف بیزوګانی  او انګریز جورج اورول د ژوو کلا دهغه وخت  نورمشهور فابلونه دي.
 لافوتین داروپا د منځنی پيړۍ یو مشهور فابل لیکونکی  دی دهغه فابلونه اخلاقی  دی
هغه په محاکمو ، کلیساو او بورژوازی نظام فابلونه  لیکلي دي
 بل مشهور فابل لیکونکی ایوان کریلوف۱۷۶۹-۱۸۴۴ روسی مشهور  فابل لیکونکی  دی
  هغه په روسی لافوتین مشهور دی  ، دهغه مشهور فابلونه شرمښ د سپي په کوډله کې ،  شرمښ او پسه، کارغه اوچرګ، طاوس اومار، د وحشانو مړینه او داسی نور دی  
 بل مشهور فابل لیکونکی روسی سالتیکوف شچدرین(۱۸۲۶ ) دی
  هغه دايزوپ  تر اغیز لاندې فابلونه لیکلي  دي د هغه مشهور نکلونه د یږانو حکومت، اوداسی نور  دی
 د هغه یو فابل افسانه د کپور کب په نامه داسې ده
کپورکب په سیند کې د شارب له ویری د یوې ډبرې لاندې وږی اوبې حرکته پټ و یوازې یې هغه چنجیان اوخزندې چې هغه ته  نژدې راتلې  خوړلې او ان له ویرې له ښځوکبانو سره نه یوځای کیدی . هغه اوږد عمر لري سل کاله ژوند کوي مګر دمړینې په ورځ یې ارمان کوی ځکه د ژوند تر کمیت یې  د ژوند کیفیت جار کړ ی  و.