په مومندايجنسۍكې پرسلالې پوستې د ناټوبريد د دې لامل شو چې د افغانانوپركورونو د توغنديو باران ودريږي.


څه موده وړاندې هره ورځ او ياهم هره شپه له ډيورنډ پولې بلې غاړې د كنړ او ننګرهار ولايتونو په سرحدي ولسواليوكې د عاموخلكو كورونه په توغنديو ويشتل كيدل دا بريدونه يوه شپه ياورځ نه وو، بلكې هرسهاربه د يادو ولايتونو د سرحدي سيمو  اوسيدونكو شكايتونه كول چې دومره توغندي راغلل او دومره كسانوته يې مرګ ژوبله واړوله، داستونزې او شكايتونه دومره زيات شول چې د سرحدي پوليسو ځنيو قوماندانانوله دې امله دندې پريښوې چې افغان دولت د دې بريدونو په ځواب كې سوړ غبرګون ښكاره كوي، كه څه هم د توغنديوله لاسه په سلګونو كورنۍ له خپلوكورونو كډې كولو ته اړې شوې اوتوغنديو د ګڼوښځواو ماشومانوپه ګډون د سلګونو افغانانو يا ژوند واخيستو او يايې هم د بل لاس ته كينول او د ځينو خو تردې چې د درز او دروز له امله د غوږونو پردې وشليدې خو افسوس چې د توپونو دا ډزې افغان مېشتوبهرنيوځواكونو ونه وريدې.
كه څه هم افغان دولت څوځلې سيمې ته د پلاوي په نوم لوړ پوړي كسان هم وليږل خو هغوى غريبانو نه د توغنديو علت معلوم كړ او نه هم دا ورته ثابته شوه چې توغندي له پولې بلې غاړې د كومې سيمې نه راشړل كيږي، هغوى يواځي دومره وكړى شول چې د ننګرهار او كنړ ولايتونو د هغو خلكو فريادونه ولسمشركرزي ته ورسوي چې د توغنديو له امله يې د كورنيو غړي له لاسه وركړي وو او يايي كورونه ړنګ شوى وو او ياهم د سرزيان له ويرې اړشوي ووچې ډك كورنه پريږدي او نورو سيموته كډه شي، اوبل يې دا وكړى شول چې ولسمشريې په دې قانع كړچې په ريښتياسره له پولې بلې غاړې نه توغندي راځي، په همدې وخت كې ځينوافغان قوماندانانو پر ولسمشر كرزي زور اچولوچې  د پاكستاني پوځيانو لخوا د توغنديو شړلوځواب دوى هم بايدپه توغنديو وركړي، خو افغان ولسمشرحامدكرزي هغه مهال د سرحدي پوليسو خپلو قوماندانانوته وويل چې كه موږ هم د توغنديوځواب په توغنديو وركړو نو زيان به يې يواځې او يوآځې د كوزې پښتونخوا پښتانوته رسيږي، چې هغوى هم له هره پلوه راګيرشوي، كرزي ويلي وو چې نه غواړي د پاكستاني پوځيانو د ډزو په ځواب كې د د پولې بلې غاړې وروڼه پښتانه زيانمن شي.
دلته يوه بله خبره داوه چې څوك د كوم دولت لخوا د ګاونډي هيوادسره په پوله كې د دفاع په موخه واچول شي نو بيابه څه اړتيا وي چې د ولسمشر امر ته په اونيو،  اونيو انتظار باسي په داسې حال كې چې د هغه قوماندان ترڅنګ په خوارو غريبانو توغندي وريږي او هغه ته هم معلوميږي چې توغندي له كومې او د چالخوا راشړل كيږي.
ماته دا بهانې هغه پخوانۍ كسه رايادوي چې زموږله مشرانومې اوريدلې، هغوى وايي چې د ظاهرشاه د پاچاهۍپه دوره كې يوځل له ډيورنډپولې بلې غاړې نه خوست ولايت ته د پاكستان پوځي جيټ الوتكه راغله او د خوست په فضاء كې يې الوتنې كولې، هغه مهال افغان سرتيرو د مخابرې له لارې له كابل نه په عاجله توګه د دې عمل په غبرګون كې هديات وغوښـتل، بالاخره يوه مياشت ورسته له كابل نه خوست ته مكتوب راغى چې دا جيټ الوته بايد وويشتل شي.
كه چېرې زموږ ځواكونو په ريښتياهم له خاورې دفاع كوله نو بايد هغه څه يې كړې وى چې دوى ته پرې تنخوا او معاش وركول كيږي.
خو بيا هم افغان دولت د ناچارۍ له امله په هيوادكې مېشتو بهرنيوځواكونوته مراجعه وكړه چې په دې برخه كې دې يا ورسره مرسته وكړي او يادې هم بهرني ځواكونه د افغانستان له خاورې ننګه او دفاع وكړي كه څه هم افغان چارواكو د ناټو او امريكا لكۍ ډېره تاوه كړه خو پېښې يې خرلې وې او له ځايه نه پورته كيدل.
اخريوه شپه د ناټوځواكونو لخوا په مومندايجنسۍ كې پرسلالې پوستې بريد وشو او له امله يې څلرويشت پاكستاني سرتيري ووژل شول، دا عمل ياكړنه د دې لامل شوه چې پاكستاني پلاوي د جرمني هيواد د بن په هغه كنفرانس كې چې يواځې د افغانستان د راتلونكي په اړه وو، ګډون ونه كړخو بهتره خبره داده چې له هغې ورځې چې دا پوسته بهرنيوځواكونو بمبار كړه د افغانانو بچي هم ارام شول او له دې وروسته د ژمي په دې سړه هوا كې كډه كولو ته اړ نه شول او ځيني يې بېرته خپلو كورونو ته هم راغلل، بيا په كونړ او ننګرهار ولايتونوكې چا ونه ويل چې توغندي راغلي دي.
اوس دا په ثبوت ورسيده چې ټول چل په تسمه كې وو، ځكه په پوسته كې د سرتيرو په نوم د افغان خاورې او بچيانو د ښمنان ناست وو او دا سيمه يې د توغنديو هدف ګرځولې وه.
اوس افغان چارواكي هم څه نه وايي چې څنګه او  ولې موږ له توغنديو نه بي غمه شوو او زموږ د بهرنيوچارو وزارت اوس هم نه دى خبرشوى چې توغندي له كله پيل وو او كله هم ودريدل.
دوى دې له ناټو مننه هم نه كوي ځكه چې شايد ناټودا كار وروسته له هغې كړى وي چې په كنړ يا ننګرهار ولايتونو كې كوم توغندى د هغوى اډې ته ورخطا شوى وي او كومه مرګ ژوبله يې وراړولې وي او ځكه يې د سلالې پوسته په نښه كړې وي.
 كنه امريكايي اوناټوځواكونو خو نه د يادو توغنديو غږونه اوريدل او نه هم ترې خبر وو، ځكه چې عام ولس او خلك پرې ويشتل كيدل.
كه د پاكستان نېت د افغانستان په برخه كې ښه وى نو بيايې ولې د جرمني په بن كنفرانس كې چې يواځې د افغان په اړه وو ګډون ونه كړ، كه د بمباري مسئله وه هغه ښكاره او واضحه وه چې امريكايانوكړې وه د پاكستان ستونزه معلومه او مدعي معلوم خو بيايي هم خپل نېت په دې ډول ښكاره كړچې دوى د افغانستان ارامۍ سره حساسيت لري، نه داچې د هغوى سرتيري چاوژلي او لامل يې څه وو.
بس ابۍ مړه شوه او تبه يې پرې شوه؟
صايمه خوستۍد محمدصديق روهي ليسې زده كوونكې.