
عندلیب
زه د اوښکو ځلولو قایل نه یم
خپلې اوښکې په خپل ځان جرګه کوومه
چې مې رحم په ځپلي وجود وکړي
اسویلي مې په ګریوان جرګه کوومه
************************
زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه
په کوشته د روایت مې علاج نه شي
شعورونه د جمود کوهي ته لویږي
چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي
************************
یو ګمان به مې یقین نه شي هیڅکله
چې اقرار دې د توبې په خوا کې پروت دی
نه به زړونه کړي ټکور نه سترګې یخې
چې ادب دې د باجې په خوا کې پروت دی
****************************
ما دې غم او تا مې غم نه دي ژړلی
تا په ما او ما په تا پورې خندلې
زه او زړه ورته حیران حیران ولاړ وو
اسویلي مې په خندا پورې خندلې
************************
دا په سر چې مې د ستورو قافله ده
تماشبینه د بلا جګو شملو وه
دې کوڅو بلا لښکرې تمبولي
دې کورونو کې به مینه په دلو وه
*********************
داسې نه ده چې پریوتی له کیسې یم
خو چې کینم د جهان قیصه کوومه
زه به کله عندلیبه ځان راټول کړم
زه به کله د خپل ځان کیسه کوومه