
د غرزی خواخوږی لیکنه
نیټه: ۲۷/۱۲/۱۳۹۰ – ۱۷/۳/۲۰۱۲
کابل - افغانستان
لس کاله کیږی چی د امریکا د متحدو ایالاتو پوځی ځواکونه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د میاشتی د ۱۱ نیټی د نیویارک د سوداګری مرکز د خونړیزی پیښی په پلمه چی ګواکی د دغه ترهګری پیښی جوړونکی د القاعده ډله په افغانستان کی د طالبانو د اسلامی اماراتو تر سیوری لاندی ژوند کوی او پلانونه جوړوی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړی پر اساس چی د سولی ساتنی قوا (ایساف) افغانستان ته ولیږدول سی خو د ایساف د قوا د راتګ څخه مخکی د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړی پوځونه (Special Forces) افغانستان ته راغلی او د مخکنی اړیکو پر اساس چی د طالبانو د اماراتو د مخالفینو (شمالی تلوالی) سره درلوده هغه فراری جنګسالاران ئی د B52 الوتکو په قوت او برکت د شمالی ولایاتو په ځینیو سیمو کی ځای پر ځای کړل او د شمال د ازبکو د ملیشی قوماندان رشید دوستم سره ئی مرسته وکړل چی د مزارشریف نظامی قرارګاه ونیسی او بیا د ملا فاضل، ملا داد الله او ملا نورالله نوری ته چی په کندز کی ځای په ځای وه تماس ونیسی او هغوی ته د امریکایانو پیغام چی تاسو د جنګ څخه لاس وباسی او موږ تاسو و کندهار ته په الوتکو کی انتقال کوو، خو ملا داد الله اخند د ملا فاضل سره ونه منل چی دوستم په خپل خبرو کی صادق وی نو د خپلو ځینو ملګرو سره د مرکزی آسیا له طریقه پاکستان او بیا کندهار ته ځانونه ورسول.
ملا فاضل او ملا نوری تړون لاسلیک کړ او بیا اسیران او د دوستم لخوا امریکایانو ته وسپارل سول. د هغوی سره ملګری طالبان څه د پاسه (1000) نفر بندیان او په کانتینرونو کی ډلئیز ووژل سول.
د شمالی ولایاتو د عملیاتو سره جوخت په کندهار، کابل، جلال آباد او ځینی نورو ښارونو باندی د طالبانو پر خلاف عملیاتو د امریکا د متحده ایالاتو د کماندو ځواکونو او هوائی پوځونو د کروز راکتونو په ملتیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتی د ۷-۸ شپی تر منځ پیل سوه چی د پاسه ۲۰۰۰ کروز راکتونه پر افغانستان و توغول سول، دF16 او B52 الوتکو په بمبارد کولو سره پر افغانستان امریکائی غمیزه پیل سوه چی د روسی غمیزی څخه اوږد او څو چنده خونړیزه ده.
د امریکایانو د B52 الوتکو تر سیوری شمالی تلوالی د کابل او ډیرو نورو ولایاتو مرکزونه ونیول او خپل پلوه جنګسالاران او د بشری حقوقو ناقصین ئی د کابل ټول دولتی اداراتو باندی حاکم کړل او د وسلوالو پوځونو (اردو، پولیس او ملی امنیت) ارګانو بشپړ چاری ئی په خپل لاس کی ونیولی، په جنوب، جنوب شرق او شرقی ولایاتو کی ډیر ولس منلی شخصیتونه د طالب او القاعده په نامه شهیدان، بندیان او یا و تِښتی ته مجبور سول. د بلی خوا د بن کنفرانس چی د امریکا د متحده ایالاتو تر نظارت د ډاکټر ځلمی خلیلزاد او لخضر براهیمی ترمشری لاندی جوړ سوی ؤ په هغه کی د افغانستان د ستونزی یو اړخ چی طالبان وه هغوی ته په ناسته کی بلنه نه وه ورکړل سوی نو د مؤقت، انتقالی او انتخابی حکومتونو ته د غم لوی پیټی کښیښودل سو او طالبان و هڅه ول سول چی پاکستان ته ولاړسی، هلته تنظیم، سمبال او ملاتړ سی تر څو چی د بهرنیو پوځونو سره وجنګیږی بل خوا د امریکائی پوځیانو لخوا د راتک سره پیل افغان ولس باندی د بمبارد، د شپی لخوا د کورونو تلاشی او اسلامی او ملی ارزښتونو ته په توهین سره مجبور سول چی د افغانستان د حکومت پرخلاف توپک واخلی او د طالبانو په ملاتړ وجنګیږی او د اسلامی جهاد روحیه پیاوړی سی د جنوب او شرق څخه و مرکزی او شمالی ولایاتو ته هم د طالبانو په ملاتړ فعالیت پراخ سی.
د امریکا متحده ایالات چی په سیمه کی ځانګړی اوږد مهاله اهداف لری چی د روسیی، چین او ایران د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی او:
-
د ازربایجان د نفتی زیرمو خوندی ساتل
-
د بلوچستان د ګوادرو څخه د چین بیرته شاته کول
-
د منځنی آسیا د هیوادونو د روسیی څخه جلا کول
-
د چین د تیبت په سیمه کی د بودائی مذهبی ډلی او په شینجیانګ سیمه کی د مسلمانانو مذهبی ډلی تقویه او پراختیا څخه ملاتړ
-
د افغانستان د طبعی زیرمو څخه ګټه پورته کول
-
په افغانستان کی د خپل نظامی قوتونو بی مسؤلیته او دایم لپاره ساتل
امریکایانو په دغه لسو کلونو کی د دهراود، شین ډنډ، خوست، پکتیا، نجراب، تکاب، پنجوائی، ترینکوت، ژړی، ارغنداب، خیرخانی مینی، لوګر، سروبی څخه د زنګاوات تر نجیبانو او الکوزی کلیو پوری په سلهاو بی وزلی ملکی خلک د څو میاشتنی کوچنی څخه تر ۸۰ کلن سپین ږرو او سپین سرو، د ناوی څخه تر زوم، امیدوار میرمنی څخه تر کوچنی معصومو نجونو پوری په قصدی توګه ډلییز وژل سوی تر څو چی ولس د افغانستان د اسلامی دولت پرخلاف ولاړ، د شهیدانو د کورنیو څخه پاته ځوانان او نارینه نور نو توپک اخلی، ځان وژنی ته هڅول کیږی او جنګ ته مجبور کیږی.
ولسمشر کرزی که څه هم د بهرنیو پوځونو په خاصه ډول د امریکائی پوځونو لخوا ملکی وژنی په کراتو کراتو غندلی دی او هڅه ئی کړی ده چی مخنوی ئی وکړی.
خو د MTA تړون چی ډاکټر عبدالله د وخت د بهرنیو چارو وزیر او یونس قانونی د وخت د کورنیو چارو وزیر لخوا لاسلیک سوی ؤ، بهرنیو پوځیانو ته د خپل سری عملیاتو اجازی ترڅنګ پوځی مجرمینو ته د هغوی د قوانینو پر اساس د چلند واک ورکړی دی، چی ولس لا تر اوسه پوری د تړون ستونزی ګالی.
ولسمشر کرزی د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیکی تړون، جوړښت، همږغی او د توافق څخه وروسته د لاسلیک لپاره هلی ځلی وکړی چی امریکائی لورئ هم موافق سو او بیا د امریکا حکومت ځینی هغه مواد چی د افغانستان د ملی ګټو او د ولس د خوندی کیدو ضمانت کاوه، ندی منلی چی پکښی:
-
زندانو او توقیفخونی سپارل افغان حکومت ته
-
امریکائی پوځونه د شپی خپل سری عملیاتو ته د پای ټکی کښیږدی
-
د هغه تاسیساتو (پوځی بیسونه) چی امریکائی پوځونه ور څخه ګټه پورته کوی، کرایه باید افغانستان حکومت ته ورکړی
-
د افغانستان اردو ځواکونو ته ثقیله اسلحه (توپچی، تانک او راکت) او هوائی قواه ته جنګی او ترانسپورتی الوتکی اکمالات د امریکا د حکومت له لور صورت ونیسی
ځینی امریکا پلو ګوډاګیانو او په دولت کی د دولت واکمن آپوزسیون پر ولسمشر باندی فشار راوست چی باید د امریکا په خوښه تړون لاسلیک کړی.
آیا دغه ښاغلو د خدای په حضور ځواب، د تاریخ قضاوت او د افغانستان ملی ګټی هیری کړی دی؟
امریکایان په دغه وروستی میاشت کی ډول ډول ستونزی او پارونکی پیښی د افغان ولس پر مخ شینی کړی کله د بګرام په پوځی هډه کی د قرآن عظیم الشان سوزل او بیا د پارولو لپاره افغان ولس ته سپارل.
د مارچ پر ۱۱ د کندهار د پنجوائی د ولسوالی د زنګاوات د سیمی د نجیبانو او الکوزیو د کلیو پر کورنو باندی د شپی برید د ۱۶ کسانو چی کوچنیان، میرمنی او نارینه پکښی شامل وه شهیدان او تر شلو پوری نور ټپیان سول چی امریکایانو دا پیښه ومنل او وئی ویل چی دغه پیښه د یو پوځی لخوا تر سره سوی ده.
د کندهار نابکاره والی توریالی ویسا اول خو چوپه خوله ناست ؤ او بیا ئی مطبوعاتو ته د پیښی قربانیان دری یاد کړل او بیا ئی پنځه، د پیښی عامل ئی یو تن امریکائی عسکر یادکړ او وی ویل چی: "عسکر روحی تکلیف درلودی" ویسا زیاته کړه "دا کار ئی قصدی نه دی کړی!" افسوس دی پر دغه کانادائی امریکا پلو والی چی د افغانستان د اسلامی دولت تر بیرغ لاندی ناست دی خو ګټه د بهرنیانو خوندی کوی د پیښی وروسته کله چی د قبائیلو او سرحداتو وزیر او په جنوب کی د ولسمشر خاص استاذی اسدالله خالد، د کندهار د امنیی سرپرست قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولایتی شورا غړی حاجی آغا لالی دستګیری و سیمی ته ولاړل او د خوږمندو او غم ځپلو کورنیو سره ئی خواخوږی وکړه او د ولسمشر کرزی سره ئی وږغول، والی صاحب ویسا چیری ؤ؟
په هغه کنسرت کی بوخت وو چی د تاج محل هوټل کی د ملی راډیو ټلویزیون لخوا جوړ سوی او ۳ ساعته دوام درلود بیا افسوس او افسوس...
په افغانستان کی د امریکایان او پلویان ئی هلی ځلی کوی چی د دولت او ولس ترمنځ واټن ډیرسی او ولس د طالبانو و تقویت ته وهڅول سی ترڅو چی اوږد مهال جنګ په سیمه کی د امریکایانو د دایمی شتون سبب سی.
د دغو ستونزو څخه د وتلو یواځنی لاره د سولی لپاره هلی ځلی او د ټولو افغانان پخلاینه ده.
افغانانو راځی:
که طالبان یو که د حزب اسلامی افغانستان غړی، که روڼ آند یو که قومی مشران، که پښتون یو که تاجک، هزاره یو که بلوڅ، ازبک یو که پشئی، نورستانی که ترکمن یوبل ته د وروری لاس ورکړو او د افغان ولس د یووالی او یومټی کیدو سره هر بهرنی کرغیړن پلانونه شند کړو او پری نږدو چی زموږ د مقدسی خاوری څخه په ګټه اخیستو سره افغانان شهیدان او برباد کړی.
د افـغـــــانــســـــتان د ملـــی ګـټــــو او کــالـــخـواهـــی د ژغــورنــی بـه هیـــله
آزاد پیــدا یـــــو پـــه هیـــڅ وخــــت کـــــــی اســـــارت نـــه مـنـــــو
ســـــــر او مـــال دواړه جـــاره ؤ ژونـــــــــــــد د ذلــــــــــت نـــه مـنـــــو
مــــــــوږ خـــپلی ویــــــنی تـــــویــوؤ د نـــــــنـګ نـــامـوس پـه لاره
پر پت مو مرګ هر آن دی خوښ خو پست همت نه منو
(ارواښاد استاد خواخوږی)