عبدالرشید وزيري
په پاکستان کې د واکمن ائتلاف مشرانو اصف علی زرداری (PPP) او نواز شريف PM(N) دوو ورځو خبرواترو وروسته د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۷مه نېټه ۲۰۰۸زکال په اسلام آباد کې یوې مطبوعاتې غونډې ته د وینا پر مهال یو پریکړه لیک صادر کړ، چې له امله یې باید د پاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف د مرکز پارلمان په عمومي غونډه کې تر پوښتنې لاندې ونیول.
د مرکزي پارلمان ټولې چوکۍ ۴۴۲ «۱۰۰مشرانو جرګه + ۳۴۲ولسي جرګه» دی. واکمن ائتلاف ډاډ لري چې له دې جملې نه یې ۳۵۰رایې په واک کې دي د پاکستان د اساسي قانون د ۴۷مادې له مخې د پارلمان د ټولو غړو نیمايي برخه باید د پارلمان ویاند ته «یا دواړو جرګو مشرانو ته» لیکلي درخواست وکړي چې په کې د ولسمشر د استیضاح مسئله مطرح وي. د پارلمان ویاند باید د ۷ورځو په موده کې او زیات نه زیات د ۱۴ورځو په موده کې ددغه لیکلي درخواست یوه کاپي ولسمشر ته ولېږي او د پارلمان غونډه رابلل کېږي. د پارلمان په غونډه کې چارچ شیټ (charge sheet) یا اتهام نامه لوستل کېږي او ولسمشر یې په مقابل کې د خپل ځان په دفاع پیل کوي. په اخیر کې رایې اخیستل کېږي، په داسې حال کې د پاکستان د قوانینو له مخې د ۴۴۲تنو وکیلانو له جملې نه باید ۲/۳ اکثریت یعنې «۲۹۵» رایې د ولسمشر په مخالفت کې پریوځي بیا به نو دی له وظیفې نه ګوښه کړای شي.
د ولسمشر د ټاکنې (Electoral college) ټول ۱۱۷۰تنه غړي لري چې ۴۴۲یې د مرکزي پارلمان دی او ۷۲۸تنه یې د څلورو ایالتي پارلمانو غړي دي. په لاندې ډول :
سنا یا د مشرانو جرګه
شمېره |
ایالتونه |
سیټونه |
ښځې |
علما او تکنوکراتان |
ټول |
۱ |
پلازمینه اسلام آباد |
۲ |
۱ |
۱ |
۴ |
۲ |
پنجاب |
۱۴ |
۴ |
۴ |
۲۲ |
۳ |
سندهـ |
۱۴ |
۴ |
۴ |
۲۲ |
۴ |
پښتونخوا |
۱۴ |
۴ |
۴ |
۲۲ |
۵ |
فاټا |
۸ |
۰ |
۰ |
۸ |
۶ |
بلوچستان |
۱۴ |
۱۴ |
۱۴ |
۱۴ |
|
|
۶۶ |
۱۷ |
۱۷ |
۱۰۰ |
ولسي جرګه :
شمېره |
ایالتونه |
عمومي سیټونه |
غیر مسلم |
ښځې |
ټول |
۱ |
پلازمینه اسلام آباد |
۲ |
۰ |
۰ |
۲ |
۲ |
پنجاب |
۱۴۸ |
|
۳۵ |
۱۸۳ |
۳ |
سندهـ |
۶۱ |
|
۱۴ |
۷۵ |
۴ |
سرحد |
۳۵ |
۱۰ |
۸ |
۴۳ |
۵ |
فاټا |
۱۲ |
|
|
۱۲ |
۶ |
بلوچستان |
۱۴ |
|
۳ |
۱۷ |
|
|
۲۷۲ |
۱۰ |
۶۰ |
۳۴۲ |
Pakistan Electoral College
Vote June1, 2004
۱ـ مشرانو جرګه ۱۰۰غړي
۲ـ قومي اسمبلۍ ۳۴۲غړي
۳ـ د پنجاب ایالتي اسمبلۍ ۳۷۱غړي
۴ـ د سندهـ ایالتي اسمبلۍ ۱۶۸غړي
۵ـ د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ۱۲۴ غړي
۶ـ بلوچستان ایالتي اسمبلۍ ۶۵غړي
ټول ۱۱۷۰
ایالتي پارلمانونه
شمېره |
ایالتونه |
عمومي سیټونه |
غیر مسلم |
ښځې |
ټول |
۱ |
پنجاب |
۲۹۷ |
۸ |
۶۶ |
۳۷۱ |
۲ |
سندهـ |
۱۳۰ |
۹ |
۲۹ |
۱۶۸ |
۳ |
پښتونخوا |
۹۹ |
۳ |
۲۲ |
۱۲۴ |
۴ |
بلوچستان |
۵۱ |
۳ |
۱۱ |
۶۵ |
|
|
۵۷۷ |
۲۳ |
۱۲۸ |
۷۲۸ |
د مشرف ضد اتهامات یا (Charge sheet) چې واکمن ګوندونه یې ادعا کوي :
۱ـ په ۱۲اکتوبر ۱۹۹۹ز کال د کودتا غیر قانوني عمل چې یو منتخب قانوني حکومت یې ړنګ کړ او بیړنۍ حالت یې اعلان او اساسي قانون یې وځنډولو.
۲ـ په ۲۰۰۲کې یې جعلې ریفرنډم ترسره کړ او ځان ته یې د جمهور رئیس په حیث مشروعیت ورکړ.
۳ـ په ۲۰۰۴زکال په اول جنوري یې د پارلمان نه رایه واخیسته او د پنځو کلونو لپاره یې د ولسمشر په حیث مشروعیت ترلاسه کړ خو د واکمن ائتلاف دعوی داده چې دغه د څلور ستورو برحاله پوځي جنرال د وسله وال پوځ برحال لوی درستیز او د ټولو وسله والو پوځونو عمومي سر قوماندان په حیث ده د پاکستان د اساسي قانون له مخې حق نه درلود چې په پوځي یونیفورم کې ټول ټاکنو ته ودرېږي د پارلمان نه د ( Electoral college) نه رایه واخلي او یا ریفرنډم ته ودرېږي.
۴ـ نوموړي په پاکستان کې د سیاسي او اقتصادي بحران عامل دی، ده د حکومت اداره تباه کړې، د پارلمان ، حکومت او اقتصاد کارونه یې د خپلې ارادې تابع ګرځولي وو.
۵ـ په ۲۰۰۷ کال د مارچ په ۱۴مه نېټه یې د سترې محکمې قاضيان برطرفه کړل، ددې کار لپاره ده کوم موجه دلیلونه، نه درلودل.
۶ـ په لال جومات یې حمله وکړه، په سلګونو شاګردان یې مړه کړل دا یوه سازمان یافته لوبه وه ترڅو وضع بحراني کړي او د هېواد د ملکي حکومت د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي .
۷ـ مشرف دموکراسي تر پښو لاندې کړه او ټول مدني او دموکراتیک موسسات یې زیانمن کړل.
۸ـ په داسې حال کې چې دده د ولسمشرۍ موده د ۲۰۰۸زکال په ډیسمبر کې پای ته رسیدله خو ده په زوره له زاړه پارلمان نه رایه واخیسته او ځان یې ولسمشر کړو.
۹ـ په ۳نومبر ۲۰۰۷کې یې د سترې محکمې مشر قاضي او ۸۰ تنه نور قاضیان برطرفه کړل. د بیان آزادي یې تر بندیز لاندې راوسته اساسي قانون یې معطل کړ او په ځای یې خود ساخته (PCO) اعلان کړ.
۱۰ـ د بې نظیرې په مرګ کې د مشرف لاس و.
۱۱ـ په بلوچستان کې یې پرابلمونه وزېږول د اکبر خان بګټي په شمول یې په سوونو بلوڅان ووژل.
۱۲ـ په قبایلي سیمو کې یې مسایل پیدا کړل، ده د ترهګرو مخه آزاده کړه عام ولس ته یې ګواښ متوجه کړ او بې شمېره بې ګناه عام قبایل یې ووژل.
۱۳ـ د پوځي مرستو په نوم یې سالانه یو ملیارډ ډالر له امریکا نه اخیستي له دې جملې نه یوازې ۳۰۰ملیونه پوځ ته ورکړ شوي نور یې د القاعده او طالبانو د لیکو په تقویه کې لګولي او یا یې په خپله غبن کړي دي.
۱۴ـ اتمي اسرار او اتمي ټکنالوژي دده په وخت کې خرڅه شوې، هېواد ته یې د بدنامې داغ راوړ.
۱۵ـ مشرف له ۱۲اکتوبر ۱۹۹۹زکال نه بیا تر نن ورځې پورې په هېواد کې د دموکراسۍ د اعاده کیدو مخې ته رټ خفه شو مشرف د فروري د میاشتې د ۱۸مې نېټې ټاکلی پارلمان ته شو حاضر او د ولسمشر په حیث یې د پارلمان غونډې ته وینا نه ده کړې.
وروستې خبرې :
په پاکستان کې اکثره شنونکي په دې عقیده دي چې مشرف باید استعفا ورکړي او د اساسي قانون د ۵۸مادي له B -2 څخه استفاده ونه کړي دا ماده د اساسي قانون له مخې مشرف ته واک ورکوي چې پارلمان ړنګ او اضطراري حالت اعلان کړي. خو اکثر کتونکي په دې عقیده دي چې مشرف د داسې څه کولو وس نه لري.
۱ـ ددې کار لپاره د امریکا ملاتړ اود پوځ ملاتړ ته اړتیا ده.
۲ـ که پارلمان ړنګ کړي د لویدیځ له سخت غبرګون سره به مخ شي.
۳ـ د پاکستان خلک، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې به په یوه آواز سرکونو ته را ووځي او په هېواد کې به بحران هغې کچې ته ورسیږي چې بیا یې کنټرول ناممکن دی او شاید چې دا بحران د پاکستان بقا ته د پای ټکی کیږدي.
د مشرف او د ده پلویانو مسلم لیګ «ق» او(MQM) او یو شمېر انفرادي کسان په دې ټینګ دي چې مشرف دې په پارلمان کې استیضاح ته حاضر شي او وارد شوي اتهامات دې په کلکه رد کړي.
خو واکمن ائتلاف پوره ډاډمن دی چې د استیضاح لوبه به وګټي ددې سره سره داسې اندیښنې شته چې پوځ «د ښې اړخ کړۍ» ISI، فاسده دولتي بیوکراسۍ او مذهبي سخت دریځه کړۍ به په هغه صورت کې چې واکمن ائتلاف د استیضاح محاکمه وګټي، په هېواد کې به د کړکیچ د هڅولو ټولې غوږۍ تاو کړي، تر څو واکمن ائتلاف په بې کفایتي او فساد تورن شي، د پوځي مارشل لا راتګ ته لاره هواره کړي او په دولتي قدرت کې جګ لاس پیدا کړي. ځکه چې هم دا اوس په پاکستان کې مذهبي کړۍ، القاعده او طالبان د مشرف محاکمه او له واک نه غوزځیدل د خپل بری په توګه ارزوي، په دې اړه د ایمن الظواهري وروستۍ څرګندونې چې په یوه غږیز پیغام کې یې ثبت کړی دغه لور ته اشاره ده چې ګویا د مشرف په له منځه تګ سره به نور دوی د پاکستان په دولتي قدرت کې بر لاسۍ پیدا کړي. یعنې چې مشرف ایسته شي نو دولتي واک به ددوی په منګلو کې پریوزي حال دا چې داسې نه ده دا ډول برداشتونه او انګېرنې ۹۰٪ کاذب اړخ لري ځکه چې په پاکستان کې عام خلک او دموکراسۍ پلوي ځواکونه د قدرت اصلی سرچینه ده. هغوی دومره، کمزوري او بی وسه نه دی چې د دموکراسۍ او آزادي لپاره د ۶۰کلونو د مبارزې حاصل په مفته په سیند لاهو کړي اوترهګرو او بنیاد ګرو ته د اطاعت سرټیټ کړي زما په اند له ترهګرو بنسټپالو او سخت دریځه مذهبي کړیو سره حقیقي جګړه شاید له همدې بریده پیل شي او نړیواله ټولنه به یې هم ننګې ته را ودانګې موږ به انتظار وباسو چې د حوادثو اوښ په کومه ډډه چو کېږي.