
له کله راهيسې چې نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلي، دوى په ټينګه دا ژمنه کړې وه، چې موږ به په افغانستان کې سولې، سوکالۍ او ولسواکۍ ته کار کوو او د روسانو کړې تجربې به نه تکرارو، بې گناه وگړي به نه نيسو، نه ځورو او نه وژنو، خو له بده مرغه نړيوال ځواکونه په وار وار په بۍ پروايې سره پر بې گناه ولسي وگړو بمباري کوي او په پرله پسې ډول همدا تېروتنې کوي، چې تر ټولو غټه يې د ننگرهار ولايت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې له (ورا) سره پر تلونکو خلکو، ښځو او ماشومانو بمباري وه، چې په لسگونو بې گناه او معصوم افغانان چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو، ووژل. په دغې بمبارۍ کې د دولت د مخالفينو هېڅ علايم ښکاره نه شول، د امريکايانو هره پلمه بې اساسه وه، ځکه چې ټولو نړيوالو اژانسونو په يوه خوله په دې بمبارۍ کې د دولت مخالفينو ته زيان رد کړ او ټولو دغه بمباري پر بې گناه ښځو او ماشومانو بمباري وبلله.
په دولت کې او تر دولته بهر ټولو روښنفکرانو په وار وار په مرکو او ليکنو کې نړيوالې ټولنې ته توصيه کړې، چې پر بې گناه وگړو د بمبارۍ د مخنيوي لپاره بايد خپل ټول عمليات له دولتي امنيتې ارگانونو سره په همغږۍ تر سره کړي، خو له بده مرغه لکه چې نه همغږي اوس د دوى د پاليسۍ يوه برخه وي او پر افغان ځواکونو هېڅ باور نه لري. د دغه راز پېښو تکرار د غومبسو په ځاله کې د گوتو وهلو په مانا دي، چې په دې سره به ولس د دوى پر ضد راوپارېږي او ولسي پاڅون ته به لاره اواره شي، د دولت مخالفينو لپاره به دا يو ښه چانس وي، اوس نړيوالې ټولنې ته پکار دي چې افغان ولس نور له ترهگرو سره د مبارزې په نوم ونه ځوروي، ځکه چې په ولسي پاڅون سره به د نړيوالو ځواکونو حال تر روسانو هم بدتر شي.