
م.هلمندي
(دهلمند داوبو دبې انصافه،سرناخلاصه او پټوسترگو تړون له پارس اويااوسني جعلي ايران سره، دڅلوېښتم کال په ياد)
ټول درانه هيوادوال په دې پوهيږي چي افغان ولس او دولت دخپل گاونډي ايران سره تل په ښه نيت پاته سوى اودانيت يې په رښتيني ډول دوى ته ورښودلى( چي يوله هغو څخه بېله بديله دهلمند سيند داوبو ورکړه ده.)
ليري نه ځو ؛ له هلمند سيند څخه ايران ته داوبو ورکولود تړون پوره څلويښت کاله وسوه چي دافغانستان اوايران ترمنځ په کال (١٣٥١.ش) دحوت په مياشت کي د دواړو غاړو دنمايندگانو په استازيتوب نوموړى تړون لاسليک سو. په دې تړون کي د افغان لوري پلاوى( موسى شفيق) اودهغه ايرانى سيال اميرعباس هويدا وو.
هغه پيمانه اوبه چي دهلمندسيند څخه دافغانستان د وخت دواکمني ادارې له خوا د ايران د دولت سره ژمنه سوي دي په يو ثانيه کي د(٢٢) دوويشت متره مکعبه څخه عبارت دي .
دا پرېکړه په (١٩٥٠.م) کي دبې پرې کمېسون له لوري سوې وه ، پر دې پيمانه سربېره د هغه وخت د پاچاه محمد ظاهر شاه په غوښتنه او دښه نيت په پار(خاطر) په ثانيه کي نوري (٤)متره مکعبه اوبه هم پر ور زياتي سوې چي ټول ټال په يو ثانيه کي (٢٦)شپږ ويشت متره مکعبه او بايد ايران ته ورکړل سي.
د سرسري شمېر له مخي کېداى سي معلومه کړو چي افغانستان په کال کي (١٢٦١٤٤٠٠٠) متره مکعبه اوبه دگاونډيتوب دښه نيت په پار(خاطر) ايران ته ورکوي ، که داشمېره په څلويښتو کلونو کي ضرب کړو شمېر به يې مليارډونو متره مکعبه اوبو ته ورسېږي چي افغانستان يې مفتي ايران ته ورکوي.
يادي سوي اوبه اضافه پر هغو اوبو دي چي دايران له خوا دڅلويښتو اينچو په اندازه پيپ د دوه سوه پنځوس کيلومتره په فاصله دهلمند سيند څخه داستان بلوچستان ترمرکز زاهدان پوري په کال کي څلوېښت ميليونه متره مکعبه اوبه دزاهدان شاوخوا يو ميليون وگړي په حرام ډول څيښي . دا په داسي حال کي ده چي ددې اندازې اوبوسره افغانستان هيڅ ډول ليکلى او ياناليکلى سند نه لري او دافغانستان بيله اجازې يې ايران کاروي.
ديادولو وړده چي دزاهدان وگړو ته دهلمند سيندڅخه اوبه ور ورکول اودهلمند سيند له اوبو څخه زخيرې نيول د هغه تړون خلاف دى چي په(١٣٥١.ش) کي دافغانستان اويران ترمنځ لاسليک سوى ؤ.
ځکه دهغه تړون په هيڅ يوماده کي نه دي راغلي چي پر بنسټ دي يې داړتيا وړ اوبه داستان سيستان مرکز اوبلوچستان په ځانګړې توگه دزاهدان ښاريان دي دهلمند اوبه وڅښي.
اوس چي ايران داگام دافغانستان د دولت بيله اجازې اخيستى دى دافغانستان دولت بشپړ حق لري ترڅو دايران څخه (٣٧ ميليونه متره مکعبه) اوبه چي دزاهدان ښار لپاره ايرانيانو ځانگړي کړي دي دايراني برخي له سيستان څخه راوگرځوي اويايې په پوره بيه ورباندي وپلوري .
په داسي حال کي چي دايران دسيستان دبرخي دشاوخوا(يوميليون) وګړو ژوند ،ځمکي،پټي،اوباغونه دهلمند سيند له اوبو سره تړلي دي .
علاوه پردې دايران دولت د وچکالۍ څخه دژغورلو په بهانه اومنظور څلور مصنوعي ډنډونه د(چاه نيمه هاى زابل)په نامه ، چي ژور والى يې دڅلورو مترو په اندازه او پراخوالۍ يې (لس زره په لس زرمتره) کي په پراخوالي سره توانېدلي چي سلگونه ميليونه متره مکعبه دهلمند سيند اوبه په دې څاه گانو کي ذخيره کړي ترڅو داوبو دکمبود په وخت کي ورڅخه گټه واخلي.
په کال (١٣٨٣ .ش) کي دايران دولت بل څلورم څاه هم دمخکنيو څاه گانو په څنگ کي د اتيا ميليونو ډالرو په لگښت وکيښ اوجوړ کړ چي داوبو دځايولو وړتيا يې (اته سوه ميليونه متره مکعبه) ته رسيږي.
وحيد مژده چي کله دطالبانو درژيم په وخت کي دايران سره دسياسي اړيکو مسؤل ؤ ځيني مطالب دهلمند سيند په اړه راغونډ کړي دي او وايي:
دهلمند داوبو ترتړون وروسته اړينه وه چي دافغانستان دنيمروز د (بندکمال خان) ترجوړېدو ورسته د ځينو تاسيساتو په جوړېدو لاس پوري کړى واى او هغه اندازه اوبه چي دايران سره په تړون کي يادي سوي وې په هم هغه ټاکلي اندازه هغه هيواد ته ورکړل سوي واى او پاته اضافه يې راگرځېدلي واى ،خو په افغانستان کي گډوډيو او تاوتريخوالي دې کارته لاره هواره نه کړه ترڅو ددې تشي څخه په گټه اخيستني سره ايران چي زړه يې غوښته هغومره يې په خلاص مټ د هلمند له اوبو څخه گټه پورته کړه لکه څنگه چي يې تر تړون مخکي يې بې حسابه دهلمند سيند اوبه کارولې.
په دې هکله ځيني شکايتونه تر تړون مخکي هم دزرنج (نيمروز) خلکو مرکزي دولت کابل ته د اېران له خوا دهلمند سيند داوبو دبې انصافه لگولو په موخه کړي وه او کوم پلاوى چي دافغانستان ددولت لخوا گمارل سوى ؤ ترڅودسيمي څخه ليدنه وکړي هم دې ته ورته شکايتونه اوگزارشونه اړوندو مسؤلينو ته وړاندي کړي دي ، دبېلگي په توگه په کال (١٣٤٧.ش) دکتور محمد طيب بقايي چي دخپل وخت دکرهڼي دوزارت داوبو رسوني اوانجينرۍ رئيس ؤ يو راپور په دې توگه چمتو کړى ؤ : (( کله چي مي په خپله د جروکي داوبو له بند څخه دکار دليدو په موخه هغه چي زرنج او دهغه شاوخوا ته يې اوبه ورکولې ليدنه کول ، دگلمير په نوم دسربند نهر مي پام دځان په لور واړاوه هغه چي دايران په خواکي شتون لري ،په دې توگه چي ايرانيانو دنهر خوله (٥٠٠) پنځه سوه متره دشمال په لور گرځولې وه د بند خوله چي مخکي پنځه متره وه اوس له (١٠ – ١٥ ) مترو پوري پراخ او ژور کړى دى.
دځينو راپورونو له مخي کيداى سي ياد بند په پاخه ډول ورغوي چي دايران په دې کار سره په پايله کي دزرنج ښار د اوبو له کمبود سره مخ سي ...
ددې راپورونو له ټولگي چي په کال (١٣٦٣ .ش) چمتو سوى ؤ ښيي چي د هلمند داوبو له تړون څخه دايران په سرغړونه سره افغان ولس ډېر زيانونه ليدلي ، په ياد راپور کي راغلي دي چي : دهلمند اونيمروز دولايتونو په( هايدروژيکي) څېړنو پر بنسټ د هلمند داوبو دبهېدو اندازه دتېرو (٢٧) کالو په اوږدو کي دکجکي بند له ذخيرې څخه چي پر هلمند سيند جوړ سوى دى د دهراوت داوبو دکچي په معلومولو په دستگاه کي په منځنۍ کچه د او بو اندازه په يو ثانيه کي (١٧٦٠) متره مکعبه لوړ داغنداب دبند له ذخيرې څخه (٤١٦) متره مکعبه په يو ثانيه کي وه چي په دې موده کي داوبود بهېدني کچه دافغانستان او ايران پرپوله په (خوابګاه) سيمه کي (١٤٠٠) متره مکعبه په يوثانيه کي او همداډول د (چرخ په شېله) کي (٧٦٢) متره مکعبه په يوثانيه کي وه.
ددې دوو استېشنو نو توپير (٧٦٢- ١٤٠٦٣) متره مکعبه په يوثانيه کي دى چي په روښانه توگه د هلمند له اوبو څخه دايران د له خوا دلگول سوو اوبو لگښت راښيي .
داشمېره ايران ته دورکړل سوو اوبو درې برابره ده او ايران په تېرو (٢٧) کالو کي ترخپل وعده سوو اوبو درې برابره ډيري اوبه په (حرام) ډول څښلي دي .
نور راپورنه هم سته چي پکښي دايران ستري سرغړوني دهلمند په اوبو کي څرگنديږي ، دبيلگي په توگه :
١: دگلمير په نوم دنوي نهر کښل،دگلمير په سويل اودنادعلي ( دنيمروز نادعلي) په لوېدځه څنډه دمنشي تهاڼې مخامخ .
٢:دکهک بند ته نږدې ديوه بل نوي نهرکښل او دسيستان په نوم رود چي دهلمند سيند څخه سرچينه اخلي دهغه مخه دنيمه څاگانو په لور گرځول.
٣: دپريانو په نوم دشمالي رېگو په څنډه کي دبل نوي نهر کښل.
٤: د کمال خان اولخشک بند منځ ته څېرمه دنورو څلوروگونو څاه گانو کښل.
٥: دگلمير دنهر دخولې پراخول اودهغه گرځول اونښلول له هلمند سيند سره.
٦: دپريانو د ويجاړ بند څخه گټه اخيستل ،چي لسګونه کاله تړلى او له گټي اخيستي څخه لوېدلى او بيا دهغه مخه راگرځول اود مشترک له رود سره نښلول.
دافغانستان دخاوري يو شمېر برخي لاندي کول ،لکه دلکه دسيخسر دپخواني نهرسيمه،دلخشک سيمه ،دپريانوريگ اويوشمېرنوري سيمي دهلمند سيند په چپه اړخ کي .
ديادوني وړده چي نوموړي سيمي دهلمند سيند دښويدو اوډېردو په نتيجه کي دسيند په راسته اړخ کي يعني دايران په خوا کي پاته سوې چي په نتيجه کي يې افغاني ځمکوالوته دخپلو ځمکو دکرلو اوخړوبولو اجازه دايران له خوا نه ورکول کيږي او ايران په ډيري سپين سترگۍ سره زموږ دهيواد دا برخي دخپل لور سره تړلي دي.
دفزيکي اونورو طبيعي شرايطو له مخي اودهلمند سيند دبستر دتغيراو بدلون چي دافغانستان لور ته متوجه دى ښايي نوري ځمکي هم دايران په خواکي پاته سي او ايران يې په خپل خوا گډي کړي.
٧:دايران په لور داوبو ډېره بهېدنه د (نيمه څاگانو) له لاري ددې باعث گرځېدلي چي د کهک بند (دسيستان په رود کي شتون لري) ديادسوي نهر داوبو گرځولو او بند په ډول پاته سي چي په همدې ترتيب دسيلابونو اوخوړ اوبه دمشترک رود په لور وبهيږي چي دنادعلي دکوچني رود بستر ديوه لوى سيند دبسترپه بڼه اوښتى او دچخانسورپه سلگونوهکتاره دکرهڼيزي ځمکي يې دسيلابونو دگواښ سره مخ کړى دي.
پورتنيو کړنو ته په کتو سره چي دايران له خوا ترسره سوي دي دسيلابي اوبو سطحه د (کنګ) په سيمه کي پورته سوې او نوموړى ښارټول تراوبو لاندي سوى دى چي دې گواښ دولسوالۍ نوري برخي هم دگواښ سره مخ کړي دي .
٨: دنيمه څاگانو په لوى نهر کي داوبو ډېرښت دسيستان رود او (کهک بند) کي په دې دوو ځايونو کي رېگ اوشگي راډيروي چي په نتيجه کي دمشترک رود نس له رېگو اوشيگو څخه ډکيږي ،داکار ددې سبب کيږي تر څو په نوموړي رود کي داوبو دتېرېدو دډېروالي مخه ونيسي چي ددې کار مفهوم دزرنج ښار ته د اوبو (نه) رسېدل دي.
٩: علاوه پردې ايران د(شېردل) کلي ته نږدې دکانال څخه دگټه اخيستنه دذهک کانال ،دگلميرکانال(دمنشي تهاڼې شمال ته څېرمه)،دنوي ګلميرکانال اوکهک بند څخه دايران خواکي ترلسو کانالونو پوري چي په دې ورستيو کي ايستل سوي دي ،گټه اخيستنه .
٩: لکه په پوتنيو کرښوکي چي يې يادونه وسوه ايرانيانو په دې ورستيو کي دهلمند سيند داوبو لپاره په خپله خواکي (١٢)شپاړس اينچه واټرپمپونه ،(٢)واټرپمپونه (١٣) اينچه ،او (٣٦) واټرپمپونه اته اينچه ايښي دي چي له دې لاري هم دهلمند سيند له اوبوڅخه ناروا گټه پورته کوي.
افغان لوري په بيلابيلو وختونوکي له ايراني غاړي سره خبري کړي دي ،خپلي ستونزي اوخوشينۍ يې ور وړاندي کړي دي خو ايرانيانو دوخت څخه په گټه اخيستني ؛ کله چي پرافغانستان د روسانو يرغل ،دثور کودتا،کورنۍ جګړې او په افغانستانن دننه کي ديوې غښتلي اوبرلاسي ادارې نه شتون دافغان لوري خبرو ته هيڅ ارزښت نه دى ورکړى .
افغان کارپوهانو څوڅو ځلي افغان دولت يادي ستونزي ته هڅولى تر څونور تم نه سي او په ټينگه دايران دسرغړونو مخه ونيسي اوپرې نږدي چي ايران په داسي اړوشرايطو کي دسوي معاهدې خلاف کړني تر سره کړي.
دافغانستان دولت دي ويښ او پاڅي او پرځاى دي يې په دې سيمه کي دتاسيساتو او بندونوپه جوړولو لاس پوري کړي ترڅو دايران دخپل سريو مخه ونيول سي .
په اوسنيو شرايطو کي هلمنديان او نيمروزيان ډېرسخت اوبو ته اړدي خو پر ځاى يې ، دهلمند سيند څخه ګټه هوښيار دښمن(ايران) پورته کوي.
افغان بزګرو ته دومره اوبه نه پاته کيږي چي بسنه يې وکړي دسيند داوبو پرځاى بزګرانو له کجکي څخه ترنيمروز پوري په زرهاوو باوړۍ اوبرمې کښلي دي .
دافغانستان په خواکي داوبو ډېرښت يوازي په پسرلي کي وي چي هغه وخت يې ترگټه تاوان ډېر وي.
يوبله ستونزه دايران سره په دې سيمه کي دپولي دى لکه څنگه چي مخکي ورته ايشاره وسوه دهلمند سيند تغير دافغانستان په لور دکال په پسرلي کي ،هغه ځمکي چي دايران په خواکي پاته سوي دي سمدستي يې خېټه پر اچولې ده .
دځمکو څښتنان کلونه کلونه کيږي چي دخپلي ځمکي قبالې له ځان سره گرځوي او دافغان دولت څخه غواړي چي ځمکي يې دايران ځمک خورو څخه را وگرځوي چي په دې ترڅ کي څوڅو ځله د افغاني ځمکوالو او ايران پوله ساتونکو ترمنځ نښتي هم سوي دي خوپه افغانستان کي د دريو لسيزو جگړو او خپل سريو زموږ دحقونو ددې ناورين دحل مخه ډب کړې ده .
همدا اوس دافغانستان او ايران اره (اصلي) کرښه دسرحدي نښو دخرابېدو په سبب ناڅرگنده پاته ده که د دواړو غاړو ترمنځ يوځل بيا هغه زړه کرښه تازه او و رغول سي معلومه به سي چي ايران زموږ پر ځمکو څومره تېرى کړى دى ؟! او
داچي اوس هلمند سيند په ځينو برخو کي زموږ او د دوى تر منځ پوله جوړه کړ دا به ددواړو هيوادو گډه پوله ونه گرځي بلکه ډېر به ها غاړي ته زموږ د حقه ځمکي څرگندونه وکړي.
پاى