د ښځې مقام په اسلام کې

حقايق
دا حقيقت دی چې د تاريخ په اوږدو کې ښځو تل سترې ستونزې ګاللي بلکې تل د نظامونو قرباني ،د زمانې انديښنې ، دمحروميت پاڼې ، دغمونو سرچنې او مظلوميت سمبولونه بلل  شوي .
د شرم پاڼې
د بشر  دتاريخ په پاڼو کې تر ټولو ستر عار او شرم دادی چې ښځو ته په کې  د بشر په سترګه نه دي کتل شوي په ټولو تيرو تمدنونو کې ښځو  په خپل وار د خپل ډول تر ټولو ناروا او نادوده ظلمونه ګاللي
اغريقينو به ويلې : ښځه مسمومه ونه ده ، ښځې  شيطاني چټلتيا ده او ښځه د بل هر توکي په څير د پير او پلور وړ ده .
روميانو به ويلې : ښځه روح نه دی دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کې پردوی تيل اړول او سوځولې به يې همدارنګه به يې په اسونو پورې تړلې کشکولې به يې ترڅو چې مړې به شوې .
چينايانو به ويلې : ښځه هغه دردونکې اوبه دي چې نيکمرغي پريمنځي ، يو چينايي نارينه حق لري چې خپله ميرمن ژوندۍ ښخه کړي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يې هم دنورې پاتې شونو په  څير  وارث ته په ميراث کې پاتې کيږي .
هندوانو د ښځو په اړه ويلې : مرګ ، دوزخ ، زهر ، مار او اور دا ټول  له يوې ښځې بد نه دي بلکې که د ښځې خاوند مري نو ښځه يې بايد ورسره سمه وسوځول شي
فارسيانو به ويلې : چې يو فارسي نارينه  ته جايز دي چې له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته  نکاح وکړي همدارنګه  يو فارسي حق لري چې په خپله ميرمن د مرګ حکم وکړي.
يهودو به ويلې :  ښځه يو ملعون موجود دی ځکه چې د سرکشۍ لامل کيږي همدارنګه ښځه دحيض په ورځو کې پليته ده ، او دانجلۍ پلار حق لري چې هغه وپلوري.
نصرانيان  خو  په ۵۸۶م په فرانسه کې په دې سره راټول شوي وو، چې ايا ښځه انسان دی که نه ؟ايا روح لري او که نه ؟ که روح لري نو روح يې انساني دی او که حيواني ؟ که انساني روح لري نو ايا د يو نارينه په څير روح دی که نه ؟ په پای کې  دوی پريکړه وکړه چې ښځه انسان دی خو د نارينه د خدمت په موخه پيدا شوې ده .
د انګريز پارلمان د اتم هنري په پير کې يو پريکړه ليک  صادر کړ چې  په کې را غلي و ، ښځه حق نه لري چې انجيل (العهد الجديد ) ولولي ځکه چې پليته ده .
عربانو د اسلام نه مخکې خپلې ښځې ژوندۍ ښخه ولې او يا به يې په چټلو کوهيانو کې غورځولې .د ښځې ازادي
کله چې اسلام د ستر پيغمبر محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم په راتګ سره په نړۍ کې خپلې وړانګې وغځولې نو دتاريخ دا چټله پاڼه يې  په بل مخ واړوله او ښځې ته يې نوی ژوند ورکړ.
اسلام راغی او د ښځو پر وړاندې يې خپل دريځ په دې توګه څر ګند کړ.
الله جل جلاله فرمايي: ( ولهن مثل الذي عليهن باالمعروف (
ژباړه: د شريعت له مخې ښځه پر خاوند هومره حق لري څومره چې خاوند پر خپله ښځه لري
الله جل جلاله فرمايي : ( وعاشروهن باالمعروف )
ژباړه :له خپلو ميرمنو سره ښه سلوک وکړۍ
الله جل جلاله فرمايي : ( فلا تعضلوهن )
ژباړه : کله که يو ميرمن غواړي په خپله خوښه خپل خاوند انتخاب کړي نو تاسې يې پر وړاندې خنډ مه جوړيږۍ
الله جل جلاله فرمايي : ومتعوهن علی الموسع قدره وعلی المقتر قده)
کله چې د نزديکت او مهر ټاکلو دمخه طلاق واقع کيږي نو نارينه اړ دی چې د خپل وس مطابق خپلې طلاقې شوې ميرمن ته څه ورکړي  
الله جل جلاله فرمايي : ( اسکنوهن من حيث سکنتم)
ژباړه: چيرته چې تاسې اوسۍ خپلو ميرمنو ته مو  هملته د استوګنې زمينه برابره کړئ .
الله جل جلاله فرمايي : ( ولاتضاروهن لتضيقو عليهن)
ژباړه : دوی  (خپلو ميرمنو ته )  د زيان رسولو هڅه مه کوئ  چې ستاسې پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړي
الله جل جلاله فرمايي : (فاتوهن اجورهن فريضه )
د نکاح په صورت کې خپلو ميرمنو ته  د يوې فريضې په توګه خپل مهر اداکړئ
الله جل جلاله فرمايي : ( وللنساء نصيب مما ترک الوالدان والاقربون)
ژباړه :هغه څه چې دمور ، پلار او خپلوانو  څخه په ميراث پاتې کيږي ميرمنې په کې خپله ځانګړې حصه لري




الله جل جلاله فرمايي : ( وللنساء نصيب ممااکتسبن )
ژباړه : درې تفسيره دي ، ښځې چې د الله جل جلاله عبادت کوي نو د نارينه په څير يو شان ثواب ورته حاصليږي ، دويم تفسير که دوی کوم تجارتي کار کوي نو خپل حق يې د سړي په څير خوندي دی ، د شرعي اصولو مطابق په ميراث کې د ښځو لپاره خپل حقوق خوندي دي .
الله جل جلاله فرمايي : (ولا تکره فتياکم علی البغاء ان اردن تحصنا )
ژباړه : خپلې وينځې فحشا ته مه مجبوره وئ ځکه دوی پاک لمني او عفت غواړي . البته دا يات هغه مهال نازل شو کله چې عبدالله بن ابي ابن سلول (منافق) غوښتل خپله وينخه فحشا ته مجبوره کړي
الله جل جلاله فرمايي ( وانتم لباس لهن)
ژباړه : څرنګه چې ښځه د نارينه لپاره جامه ده  همداسې نارينه دښخې لپاره جامه ده
الله جل جلاله فرمايي : ( هولاء بناتي هن اطهرلکم )
ژباړه : لوط عليه السلام خپل قوم ته وايي دا زما لوڼې دي له دوی سره نکاح وکړئ دوی دتاسې لپاره ډير پآکې او سپيڅلې دي
الله جل جلاله فرمايي : ( فلاتبغو عليهن سبيلا)
ژباړه : کله چې خپله ميرمن له تاسې سره ستونزه نه لري نو تاسې هم  ورته د زيان رسولو لارې چارې مه لټوئ
الله جل جلاله فرمايي : ( لايحل لکم ان ترثو النساء کرها)
ژباړه: ای مومنانو دا درته روانه ده چې د زور له لارې خپل ځانونه د ښځو وارثان ثابت کړئ
الله جل جلاله فرمايي : ( ولاتعضلوهن لتذهبو ببعض ما اتيتموهن )
ژباړه : دا هم روانه ده چې تاسې خپلې ميرمنې په دې موخه ځوروۍ چې اړ شي د خپل مهر ځينې اندازه تاسې ته واپس درکړي
الله جل جلاله فرمايي : ( فاامساک بمعروف او تسريح بااحسان)
ژباړه : له رجعي طلاق وروسته تاسې يا هغوی له ځان سره په نيکه طريقه وساتئ او يا يې په نيکه طريقه له ځانه جلا کړئ
دخداي پيغمبر د ښځو په  اړه خپل دريځ په دې توګه څرګنده وي :
يوه ورځ له نبي عليه السلام څخه پوښتنه وشوه څوک درته ډير نږدې دی ؟ هغه وويلې عايشه !
کله به چې نبي عليه  السلام غوښتل چاته هديه يا تحفه ورکړي نو ويلې چې فلانۍ ته يې ورکړئ ځکه چې هغه د خديجې ملګرې وه
نبي عليه السلام فرمايي   : (( استوصوابالنساء خيراً )
ژباړه: خپل ترمنځ يو بل ته دښخو پر وړاندې دنيک سلوک توصيه وکړئ
نبي عليه السلام فرمايي   : (( لا يفرك مؤمن مؤمنه إن كره منها خلقا رضى منها آخـر )
ژباړه : يو مومن بايد خپل ميرمن په يوه تيروتنه پړه ونه ګڼي ، ځکه که يو خوی يې  تاسې خفه کوي نو بل خوی به يې تاسې خوشاله کړي
نبي عليه السلام فرمايي   :(( إنما النـساء شقـائق الرجـال )
ژباړه : ښځې په طبعيتونو او خويونو کې د نارينه و په څير دي
نبي عليه السلام فرمايي   : (( خيركم خيركم لأهله وأنا خيركم لأهلي )
ژباړه : هر څوک د خپل اهل لپاره غوره دی او زه دخپل اهل لپاره
نبي عليه السلام فرمايي   : (( ولهن عليكم رزقهن وكسوتهـن بالمعروف
ژباړه : ميرمنې پر تاسې حق لري چې رزق او جامې ورته په نيکه طريقه برابرې کړئ
نبي عليه السلام فرمايي   : (( أعظمها أجرا الدينـار الذي تنفقه على أهـلك )
ژباړه : تر ټولو غوره دينار هغه دی چې په خپل اولاد يې مصرف کړې
نبي عليه السلام فرمايي   : (( من سعادة بن آدم المرأة الصـالحـة )
ژباړه : د ادم د اولاد تر ټولو ستره نيکمرغي نيکه ميرمن ده
((عن عائشة قالت كنت أغتسل أنا ورسول الله صلى الله عليه وسلم من إناء واحد )
ژباړه : عايشه رضي الله تعالی عنها فرمايي : ما او دخدای رسول به د غسل پرمهال له يو لوښي اوبه راخستلې
نبي عليه السلام فرمايي   : (( وإنك مهما أنفقت من نفقة فإنها صدقة حتى اللقمة التي ترفعها إلى في امرأتك )
ژباړه : که په خپلو او لادونو څومره نفقه کوي دا صدقه ده تر دې چې هغه لقمه چې دخپلې ميرمنې خولې ته يې پورته کوې دا هم صدقه ده .
د مشکاة مرفوع حديث دی  : (( أن امرأة قالت يا رسول الله صل علي وعلى زوجي فقال صلى الله عليه وسلم صلى الله عليك وعلى زوجك)
ژباړه : وايې چې يو ښځه نبي عليه السلام ته ر اغله او ورنه يې وغوښتل چې پر ما او خاوند مې درود ووايه نو پيغمبر دخداي پيِغمبر  ورته وويلې پر تا اوستا پر خاوند دې درود دخداي وي .
نور هم داسې ډير موارد شته چې په ازبات رسوي چې اسلام د ښځو دحقوقو او عبوديت څخه دخلاصون يوازني دين دی ، دا چې نوره هم دا موضوع واضحه شي غواړم ووايم چې د ښځې حقوق په اسلام کې له هغه مهاله پيل کيږي کله چې د مور په خيټه کې وي او ترهغې دوام کوي کله چې په قبر کې کيښودل شي
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : که يوه مور د حمل پر مهال د طلاق سره مخامخ کيږي  نو نفقه يې تر هغې پر نارينه حق ده تر څو چې ماشوم  وزيږوي که د مور په خيټه کې ماشوم هلک او يا هم انجلۍ وي  کوم توپير نه لری ، خدای جل جلاله فرمايي ( وان کن اولات حمل فانفقو عليهم حتی يضعن حملهن ) .ژباړه : کله چې دوی حاملې وې او د طلاق سره مخامخ کيږي نو ترهغې يې د نفقي غم وخورئ چې ماشوم وزيږوي .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : که يوه حامله مور ګناه وکړي نو ترهغې ورباندې حد نه جاري کيږي تر څو چې اولاد وزيږوي بيا هم اولاد که هلک وي يا انجلۍ کوم توپير نه کوي . حديث شريف دی وايي چې د غامديه په نامه يوه ميرمن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله او  ورته يي وويل يا دخدای رسوله ما پاکه کړه ( يعنې ما ګناه کړې پرما حد جاري  کړه ) نو پيغمبر د خدای ورته وايي تر هغې به حد درباندې جاري نه شي ترڅو هغه ماشوم چې ستا په نس کې دی هغه ونه زيږوې.
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : د ماشوم پر مور که ګناه يې کړي وي تر هغې حد نه جاري کيږي تر څو چې خپل ماشوم ته شيدې ورکوي . همغه پورتنې حديث دی وايي چې غامديه پيغبر د خدای ته د ماشوم له زيږيدو وروسته بيا  راغله او خپله غوښتنه يې تکرار کړه نو پيغمبر ورته وويلې چې خپل ماشوم ته شيدې ورکړه تر څو چې هغه د ډوډۍ دخوراک شي
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : د  ميراث په اخستلو  کې په عامه توګه ، که وړه وي او که پيغله او يا هم مشره ښځه  سره برابر دي .  الله جل جلاله فرمايي : ( فان کن نساء فوق الثنتين فلهن ثلثا ماترک وان کانت واحده فلها النصف )
ژباړه : که چيرې يو څوک مري او له دوه و زياتې لوڼې ورڅخه پاتې کيږي   نو دلوڼو برخه دريمه ده او که يوه لور ولري نو بيا نيمه برخه د لور کيږي البته دا په هغه صورت کې چې نارينه اولاد نه وي .موضوع د شاهد دلته دا دی چې دا نجونو عمر شرط نه دی بلکې په هر حالت کې دوی خپل حق اخستلای شي .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : يو کوڼده  حق لري چې ځان ته  په خپله خوښه خاوند خوښ کړي همدارنګه  او که دا کار بل څوک کوي نو ښځه حق لري چې يايې ومني او يا يې هم رد کړي . پيغبر دخدای وايې تاسې کونډې ښځې د دوی له مشورو پرته چا ته مه په نکاح کوئ
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : پيغلې ته د خاوند د خوښولو حق خوندي دی اسلام وايې چې کله تاسې پيغله چاته په نکاح ورکوئ نو اجازه ورځينې واخلئ ، پيغبر د خدای وايي : لاتنکح البکر حتی تستاذن ) ژباړه پيغله ترهغې چاته په نکاح مه ورکوئ تر څو مو چې ورڅخه اجازه نه وي اخستي .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : ښځې لپاره د مهر حق په خپل ذات کې خوندي دی  الله جل جلاله فرمايي : ( فما استمعتم به منهن  فاتوهن اوجورهن فريضه ) ژباړه : کله چې تاسې غواړې نکاح وکړۍ نو مهر يې بايد ديوې فريضې په توګه ادا کړئ .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : په اسلام کې ښځه حق لري کله  چې نور نه غواړي  د شرعي دلايل په  درلودلو له خاوند سره ژوند وکړي د خلع لارې د فداء په مقابل کې خپل ځان له خاوند څخه خلاصولی شي .  پيغمبر د خداي وايي: ( اقبل الحديقه وطلقها ) ژباړه يو صاحبيې غوښتل چې له خپل خاوند څخه خلع واخلي يعنې ځان ورڅخه جلا کړي ،  نو دنومړې مهر يو باغيچه وه نو پيغمبر د خدای دې صحابي ته وويلې چې باغيچه ورځينې قبوله کړه او دی ته طلاق ورکړه .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : کله چې ښځه طلاقه شي حق لري چې خپل اړوندتوکي په نيکه طريقه له خاوند څخه ترلاسه کړي .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : يوه کونډه د خپل مړ خاوند په ميراث کې څلورمه برخه لري په هغه صورت کې چې نارينه زوی ونه لري او که زوی ولري نو بيا اتمه برخه حق لري.
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : کله چې طلاق له دخول د مخه واقع شي نو بيا د ښځې لپاره د عدت موده نه شته کولای شي له طلاق وروسته سمدستي له بل چا سره نکاح وکړي الله جل جلاله فرمايي :( ياايهاالذين امنو اذا نکحتم المومنات ثم طلقتموهن من قبل ان تمسوهن فمالکم عليهن من عده ..)
ژباړه يا مومنانو کله چې تاسې له مومنو ښځو  سره نکاح وکړه  او له لمس کولو دمخه مو هغوی ته بيرته طلاق ورکړ نو پر دوی بيا دعدت موده نه شته .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : که يوه انجلۍ يتيمه پاتې کيږي نو په غنيمت کې خپله حصه ورته اسلام بيله کړې ده . الله جل جلاله فرمايي ( واعلمو انما غنمتم من شئ فان لله خمسه وللرسول ولذی القربی والليتامی ..)
ژباړه :يامومنانو کله چې تاسې يو څه په غنيمت کې ترلاسه کوئ په دې پوه شئ چې په دې کې پنځمه برخه د خدای ، دهغه د رسول دخپلوانو او يتيمانو ده چې نر او ښځه دواړه په کې شامل دی .
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي :  په ټولنيز ژوند کې اسلام ښځو ته حق  ورکړی  چې خپل غښتلی شتون ثابت کړی اسلام  د يونارينه لپاره د دوه خورګانو او نورو محرماتو نکاح په يوځای کول حرام کړي دي.
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : اسلام ښځې محفوظې ګرځولي او مومنانو ته يې امر کړی چې  پرديو پاک لمنو ته په بدنظر ونه ګوري
اسلام د ښځو حقوق په دې توګه خوندي کړي : کله که يو يوڅوک په پاک لمنو ميرمنو تور پورې کړي او شواهد ونه لري نو اسلام  د يوې پاک لمنې د عزت د ستانې په موخه تور لګونکي لپاره اتيا دورې جزا ټاکلې ده .