
ماردسترڅښتن
(ج)د ابداع اورنګین تخلیق هغه بې پښوولاسونمونه ده چي په سمه و غر، بحروبر، شینګیا و بیدیا، ونو او سوړو کي اوسي .دمرغانوبچیان ،موږکان او.....په یوه
ساه له ستوني تېروي آن دتوروخاروپه خوړلوهم صرفه نه کوي
.دمارانو ټبرهم دنوروپه څېرډیري پښې اوریښې لري :کپچه ،تور، پاچاه ،دوه سره ،اپي
اوښامار. دوی هره ورځ په زرهاوو مرغان ، موږکان اوډول ډول حشرات دخیټي ترزندانه
رسوي ، ورسره لس وشل بني ادمان هم چیچي
.دماروژل نسبتا ښه مهارت اوکلک مقاومت غواړي ترڅوچي پرسریې کاري ګوزارونشي دلکۍ له
خواکه تر ډیره حده قلم – قلم هم شي نه مري .
خواستعمار(ښکېلاک
)بیا هغه نړیواله بلاده چي ترمارډیره خطرناکه ده ! ځکه درې او جزیرې ، هیوادونه
اوبراعظمونه ترخیټي لاندي کوي .دقومونو، ولسونو او ملتونو دمادي پرمختګ مخه ډب کوي ،په ډله ییزه توګه یې قتلوي ،معنویات
یې ژوبلوي او دغلامۍ زنځیرونه وراچوي .
هو!مار،که
انسانان اوحیوانان چیچي، مرغان خوري اوپر موږکانو شخوندوهي ، مګرنه اخلاقي فسادخپروي
،نه عقیدوي انحراف ته ملاتړي ،نه دخلکو ازادي سلبوي اونه یې هم سره وسپین غلاکوي
، خوداستعمار همدا جرمونه عادت اوخصلت دی . منلې ده چي : «دمارنیوونکي ،مرګ له
ماره وي ». کټ مټ ثابته شوې ده چا چي
داستعمار سره یارانه کړې اخریې دهمدې یار (استعمار) له خوا څخه نه
جبرانیدونکي زیانونه لیدلي اوګاللي دي. داستعمارسره همکاري لکه څوک چي په لستوڼي
کي مارساتي، هغوی چي همداسي عمل کوي په عامه محاوره کي احمقان بلل کیږي ،خوپه
تأسف سره چي په نننۍ نړۍ کي همدا ډول احمقان دپوهانو او حاکمانو په رول کي پرټولنه مسلط دي. دوی په دې انددي چي داستعمارسره دوستي
به یې داغیارو له شره وژغوري، ولي وینوچي
همدې ډول دوستۍ نه یوازي دنوروله شره نجات
نه د ی ورکړی ،بلکي خپله همدې ساتونکي
دوست !!(استعمار)ی ې هم په سینه
منګولي ورښخي کړي دي .
ځورونکې
ده مار چي نسبتاکم ضرره دی ټول یې ددښمن په
صفت پېژني ، خواستعمارچي ټول وجودیې ضرر-
ضرردی پردښمنۍ یې ځیني خلګ پرده غوړوي
او بده لا دا چي دوستۍ ته یې دمشروعیت دلایل تراشي .تاریخ اوتجربو ښوولې ده چي
داستعمارڅخه دخلاصون اغیزمنه لار في سبیل الله جهاددی ،لکه دمارڅخه نجات چي دهغه
پرسرګوزاردی .