
بارک اوباما د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى سړى دى، چې تر خپلمنځي ګوندي سياليو وروسته د جمهوري رياست سر خېلو کانديدانو کې راځي، د بارک اوباما، فزيکي او فکري ځواکمنۍ، ژبنى مهارت، فصاحت، ځواني او د امريکايي ټولنې د ذهني بدلون اړتيا، د ډېرو خلکو په ذهن کې دا احتمال قوي کړى، چې بارک اوباما د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد (جان مکن) څخه څو ګامه دمخه دى. دا چې د سپينې ماڼۍ تر درشله به دا واټن کوم کانديد څومره او په څه ډول ووهي؟ دا به راتلونکې ټولټاکنې معلوموي، خو کوم خبر او پېښه چې افغانانو ته مهم دي، دادى چې په دې کانديدانو کې که هر يو بريالى شي، د افغانانو پر سياسي ژوند به يې اغېزه څه وي؟ که چېرې د جمهوري غوښتونکو کانديد جان مکن بريالى شي، نو څرګنده خبره ده چې په افغانستان کې به د جورج بوش او جمهوري غوښتونکو پخوانۍ پاليسي تعقيبوي او کېدى شي د وخت له اړتياوو سره سم لږ و ډېر بدلون په کې راشي. سره له دې چې د افغانستان په اړه د بوش د ادارې د پاليسۍ په اړه ځينې نيوکې وې، خو دا چې بوش د افغانستان په اړه پرېکنده تصميم درلود، دا برخه ډېره مهمه وه. د بوش د ادارې پرمهال د افغانستان د روانې جګړې پر سياسي بديل فکر و نه شو او له محلي جنګسالارانو سره د تفاهم له لارې په حکومت کې د عدالت د تامين عنصر کمزورى شو، ولس په يوه او زورواکي په بله ليکه کې ودرېدل. په دې دوره کې تر عدالت او انصاف، سياسي تفاهم، معاملې او پوځي ثبات ته ډېره پاملرنه وشوه او زورواکي د ناعادلانه امتياز په بدل کې ونازول شول. همدې حالت په افغانستان کې نورې ستونزې راوټوکولې، د جنګسالارانو د اشتها جام ډک نه شو، خو د ولس د صبر کاسه تر مورګو ډکه شوه. خو په دې دوره کې افغانستان ته د امريکا او نړيوالو بې درېغه مرستې څه ناڅه د سياسي عدالت د نشتوالي له امله په راپيداشويو زخمونو موقتي پټۍ کېښودلې، په دغسې يو نا مطمين حالت کې که د ديموکراتانو کانديد بارک اوباما د واک پر ګدۍ کېني نو په افغاني سياست کې به د بدلون کومې نښې څرګندې شي؟ يو شمېر څېړونکي اوباما ته ددې لپاره هيله من دي، چې دى ديموکرات دى او ديموکراتان طبيعتاً له زورواکانو سره جوړ نه دي، نو په افغانستان کې به طبعاً د جنګسالارانو بازار سوړ شي؛ تېر او نور امتيازات به يې سلب شي، د حکومت ولسي بېز به قوي او د زورواکو واک به کمزورى شي. پاکستان چې د افغانستان دلانجې يو اصلي لامل دى، د اوباما په راتګ سره به د افغانستان په اړه خپله پاليسي نرمه کړي او که نه کېدى شي اوباما يې سابه په مالګه کړي، ځکه اوباما د هغه د تېرو څرګندونو له مخې په دې حقيت پوهېدلى چې اصلي مشکل په پاکستان کې دى، نو که اوباما پاکستان ته د خپلو الوتکو او توغنديو زور وروښيي، پاکستان به د عوامو په اصطلاح يخ شي.
افغانستان ته د اوباما راتګ او دلته په ننګرهار او کابل کې له دولتي چارواکو سره کتنه د افغانستان پر حالاتو او مشکلاتو د لا ځان خبرونې په مانا ده. افغانستان ته د امريکا د جمهوري رياست تر ټاکنو دمخه د اوباما دا سفر ددې ښکارندويي کوي، چې افغانستان به د اوباما د احتمالي برياليتوب په حالت کې د هغه د بهرني سياست يوه مهمه برخه وي.
له ( قلموال ) څخه په مننه
د افغانستان د شخړې بل عامل ايران دى، چې په ډېر ماهرانه او هر اړخيز ډول په افغانستان کې خپلې توطيې پرمخبيايي، اوباما له ايران سره هم په حساب و کتاب ښه پوهېږي، نو که د اوباما په راتګ سره د ايران او پاکستان د مداخلو لاسونه وتړل شي، د افغانستان د جګړې بهرنى اړخ به تقريباً مهار شي او د کورني امنيت او جوړ جاړي د تامين لپاره بيا افغانان خپل فورمولونه لري چې کېدى شي ژر تفاهم ته سره ورسېږي. ديموکراتان غواړي په يو نه يو ډول په عراق کې له خپلې پوځي ښکېلتيا څخه ځان خوندي کړي، نو که دوى په خوندي ډول له هغه ځايه ځان راوکاږي، نو افغانستان ته به يې پاملرنه زياته شي، افغانستان به ددوى د پاملرنې د ثقل مرکز شي، په دې ډول به دلته د سولې او ثبات او هر اړخيزې رغونې لپاره زمينه برابره شي. ددې ترڅنګ ديموکراتان کېدى شي د افغانستان د شخړې د پوځي حل ترڅنګ پر سياسي بديل هم غور وکړي، که په دې ټولو لارو کې هر يوه عملي او بريالۍ شي افغانستان ته يې ګټه زياته ده. پورتنۍ څرګندونې احتمالات دي، ددې احتمالاتو تطبيق او يا نه تطبيق د وخت او زمان او د بريالي کانديد پر فکر او عمل، جرئت او دقت پوره اړه پيدا کوي.