طالبان او جنګسالاران



                       

د اوسني رژيم  ډيموكراسي نږدې ده، پر هغې ملكوالطوايفۍ بدله  شي،  چې د ډاكتر نجيب الله د حكومت تر ماتې وروسته  رامنځته شوه . دا ملکوالطوايفي هغو جهادي مشرانو رامنځته كړې  وه چې  ځانونه يې له افغانستان څخه د روسانو د ويستنې او كمونيستي انقلاب د ماتې اتلان   بلل . دوى ته اوس څوک نه شي ويلاى چې پر مخ دې مچ دى ، كه دا يې ورته وويل  نو ځان يې په بلا ککړ کړ. ځكه چې په حكومت کې د ولس پر ځاى د دوى ونډه زياته ده . دوى د همداسې ګډوډۍ او همداسې  بېنظمۍ  شېبې، خپلو ګټو او واك ته د رسېدو  يوازينۍ لار بولي . د مخدره توكو په پيسو مست جنګسالاران اوس نه غواړي هېواد هومره پرمختګ وكړي چې قانون دوى بيا د خپلو تېرو عملونو د پوښتلو لپاره محاكمې ته وروغواړي. په هغو كلونو كې چې طالبان د لومړي ځل لپاره د يو سياسي او پوځي ځواك په توګه راڅرګند شول، د جهادي تنظيمونو خپل منځي جګړو خلك تر پوزې رارسولي وو.
هره ورځ په لسګونو خلك وژل كېدل ، توكموژنې په پراخ ډول روانې وې ،لكه اوس چې هم ټول د يوه توكم وژلو ته راپورته شوي او د يوې سپګې لپاره ټول پوستين ته اور ورته كوي .
د شيعه ګوندونو جنګسالارانو د كابل په ختيځ كې د سنيانو او پښتنو په نامه د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهل او په زرګونو بېګناه خلك يې ددې لپاره ووژل چې ددوى پوځي سيالانو (اسلامي اتحاد) او (اسلامي جميعت) سره يې مذهبي نسبت درلود. خو نن له همغو ډلو سره چې دوى يې د ملاتړ په تور په زرګونو خلك ووژل، څنګ په څنګ په پارلمان كې ناست دي او د هغو خلكو پر برخليك غږيږي چې دوى يې زامن او پلرونه ،ميندې او خوندې وژلي ، لوټلي او سپكاوى يې كړى دى.
نه استاد سياف او نه هم استاد رباني د پښتنو او تاجکو استازى وو، خو دوى د پښتنو عاموژنه او د سني مذهبه تاجکانو مخالفت د همدې لپاره كاوه چې ددوى پوځي سيالانو قومي نسبت دې قومونو ته وو. (اسلامي اتحاد) او (اسلامي جميعت) بيا هزارګان ددې لپاره وټکول چې ددوى پوځي سيالانو (شيعه ګوندونو) د دوى پوځي او سياسي دريځ هماغه وخت (( نولس سوه نويمو ))كلونو  كې تر پوښتنې لاندې رواستى و.
نظار شورا هغه سيمې په نښه كولې چې هلته د اسلامي ګوند (( حكمتيار)) ملاتړي وو او له دې سره سره چې حكومت يې په خيرخانه کې راغونډ وو، د خلكو عام وژنه يې ونه دروله.
اسلامي حزب دكابل د واك د تر لاسه كولو لپاره هڅې كولې چې د  رباني اداره له منځه يوسي، ددوى توغنديو هم ډېر ملكي خلك په نښه كړل او ويې وژل. په دغو كلونو كې افغانستان يوازې پاتې و، همدې جهادي مشرانو د افغانستان د برخليك پر سر پرېكړې كولې، خو له دې سره سره چې نن نړيواله ټولنه په افغانستان كې راټوله ده ،بيا هم همدا قومندانان او د كابل د خلكو وژونكي پر ولس خپلې ناوړه ارادې تپي.
د سپټمبر د يولسمې تر بريد وروسته  چې د امريكا د متحدو ايالاتو د هوايي بريدونو په نتيجه كې د طالبانو حكومت له منځه لاړ، افغانستان ته دامريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې پوځونه راخواره شول . دېته ځينې کتونکي ددې لپاره اشغال وايي چې هغه وخت په افغانستان كې د واك تشه وه او طالبانو نورې د افغانستان د واك پرېكړې نه شوې كولاى. ددوى حكومت ړنګ شوى و او بل قانوني حكومت نه و چې بهرنيو ځواكونو راوستلو  ته يې قانوني بڼه وركړې واى.
خو افغانانو، چې دطالبانو له سخت دريځه كړو وړو څخه تر پوزې راغلي وو ، دخپل افسانوي غرور پر خلاف يې د بهرنيو ځواكونو دې ډول اشغال ته په دې تمه ښه راغلاست ووايه چې كه په هېواد كې د سولې له راوستلو سره مرسته وكړي. هغه جنګسالاران چې پر بشري حقونو يې تېرى كړى و پرته له دې چې محاكمې ته وړاندې شي، د حكومت پر لوړو څوكيو وګمارل شول، په داسې حال كې چې خلكو لا ددوى هغه تېري نه وو هير كړي، چې دډاكټر نجيب الله د حكومت تر ړنګېدو وروسته يې ترسره كړي وو. که دې پوښتنې ته چې طالبان ولې يوځل بيا پياوړي كېږي؟ ځواب ووايو، نو يو ځواب به يې دا وي چې دا د هغو كړو وړو پايله ده چې په  حكومت  كې ددغو جنګسالارانو  په مټ ترسره كېږي. زما هغه ورځې هم په ياد دي چې د افغانستان په شمال كې د طالبانو تر ماتې وروسته د جنرال رشيد دوستم د ځواكونو له خوا پښتنو زغملي. يو پښتون مخور راته بوږنوونكې كيسې وكړې او دا يې وويل چې څه ډول د جنرال دوستم ملېشو د طالبانو د ملاتړ په تور ددوى له ښځمنو سره ناوړه چلند وكړ. خو هغه وخت چې طالبان په واك كې وو، د اسلامي شريعت له قوانينو پرته چې پر ډېرى خلكو يې په زوره پلي كړي وو ، د چا پت ته يې سپكاوى نه و كړى.
د چا مېرمن، خور، لور او نور چاته نه وو درېدلي چې له تېري يې شكايت كړى وي.
هماغه طالبان وو، چې د مجاهدينو او مجاهد نماوو  تېريو ته يې د پاى ټكى كېښود او خلكو ته يې داسې شرايط برابر كړل، چې له يو ښار څخه بل ته پرته له كوم بنديزه سفر وكړي .اوس خو زما په څېر لوستي خلك دخپل كار دفتر ته هم په ويره ځي. زه نه وايم چې طالبان ددې جګړه ځپلي هېواد د مشرتابه لپاره وړ خلك وو،  هغوى هم  وړ خلك نه وو ، هغوى د ښځو پر زده كړو بنديز ولګاوه ، ښځې يې له كوره بهر ه  له كاره ګوښه كړې. د خلكو په شخصي عادتونو كې يې مداخله كوله او د امر باالمعروف په نامه  ادارې يې د وخت له قانون څخه هم پورته كارونه كول او په لسګونو نور مرضونه هم ورسره مل وو. خو دا ټول يو سخت غبرګون وو، د هغه څه پر وړاندې چې جنګسالارانو ددې جګړه ځپلي او خوار ولس پر وړاندې ترسره کړي وو. اوس ولې طالبان بيا پياوړي کېږي، دا ډېر اوږد بحث دى خو يو اړخ يې دادى چې د خلكو وژونكي ددې پر ځاى چې محاكمه شي د واك پر ګدۍ ناست دي. دې زورورو تېري كوونكو چې د نويمو كلونو په اوږدو كې يې د خلكو زامن ، لوڼې ،پلرونه ، وروڼه په ډله ييز او انفرادي ډول وژلي وو. ايا دا انسانان نه وو؟ ايا دوى د چا زامن ، خويندې ، وروڼه ، پلرونه او يا خپلوان نه وو؟ هغه وخت چې د متحدو ايالاتو جنګي الوتكو د طالبانو حكومت نسكور كړ، ډېرى طالبان نهيلي شول او بيرته هغو مدرسو ته وګرځېدل چې پخوا يې په كې زده كړې كولې . دوى دېته پام نه وو، چې دا خلک به يوه ورځ بيا افغانستان ته ستنېږي او د هغو كسانو پر وړاندې به جنګيږي چې دوى يې له حكومته لرې كړل.
خو هغه پخواني تېري، په حكومت كې اداري فساد ، پرته له پوښتنې د خلكو وژنه ، د خلكو ځورول ، خلكو ته په سپكه كتل ، د خلكو د ارزښتنو پر وړاندې ګام پورته كول او همداسې نور يو ځل بيا پر دې ټولنې د هغو جنګسالارانو له خوا پيل شول، چې افغانانو يې محاكمه او ځړول غوښتل. دوى په پوځ او پوليسو كې مقرر شول ، خلك هماغه وو، خو جامې يې بدلې كړې او پر خلكو يې د ډيموكراسۍ په جامه كې بريدونه وكړل. امريكايانو ته يې غلطې نښې وروښودې او د هېواد ډيركي پښتنو ته يې دا تصور وركړ، چې ګويا دا جګړه ددوى پر ضد ده. نو اوس وروستۍ پوښتنه داده، چې زموږ مظلوم ملت ته کومه ډله په ګټه ده او کومې ډلې ورته خير رسولاى دى. په وروستي تحليل او قضاوت کې سړى ويلاى شي، چې د افغاني ټولنې د نورمالې ودې او د بشپړ عدالت د تامين لپاره په کار ده چې دا دوه جنګي ډلې له سياسي او نظامي ساحې څخه حذف شي او د بې وسلې افغانانو په څېر په ټولنې کې د ټولنيز او سياسي ژوندانه حق ورکړاى شي او هغو چې ډېر زيات جنايتونه يې کړي دي، هغو ته قانوني سزا ورکړاى شي، افغانان د دې دواړو ډلو له عملونو تر پوزې راغلي او دواړه ډلې ورته نا مطلوبې دي. د عوامو په اصطلاح: (( نه عاشه ښه ده نه ګله، دوى دې وخوري يو تر بله)).  له ( قلموال ) څخه په مننه