سرشمېرنې خپل سر وخوړ


د افغان ملت د هويت او طبيعي جوړښت يو شمېر مخالفو کړيو په ډېر مهارت غوښتل، تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي او د ( سرشمېرنې) په نوم د ( سرغوڅونې) يو بهير پيل کړي، ددې لپاره نو د ايران اخوندانو د خپلو سوغاتونو کڅوړې رالېږلې وې او کورنيو لاسپوڅو يې دا حالت د ځان د غوړونې لپاره ښه طلايي چانس ګاڼه، چې هم پيسې ووهي او هم به د خلکو سرونه غوڅ کړي، خو دېته يې لا پام نه و، چې افغان ولس که هر څومره په خپلو وينو رنګ دى او لا د خپلو ټپونو د درملنې مجال نه ورکول کېږي، خو د ځينو سترو هېوادنيو توطيو د شنډولو وس لري، افغانان له همغه پيله چې ددې توطيې د توطيګرو په نيتونو پوه شول، نو لاس په کار شول، ټول ملت راويښ شو او هېڅ کورني او بهرني پردي ته يې د خپلو سرونو د شمېرنې اجازه ور نه کړه، د حکومت کابينې او په مجموعي ډول دولت چې د هېواد روان سياسي، پوځي حالت او د خلکو دا ډول يو مشروع او پر ځاى غورځنګ او غبرګون وليد، نو له ناچارۍ يې ورته غاړه کېښوده او د وخت د واقعيتونو پر بنسټ يې ددې پروسې د ځنډونې پرېکړه وکړه. کله چې دا پرېکړه اعلان شوه، نو پر يو شمېر ستمي کړيو او د ايران په مرسته پر يو شمېر چاپي او تصويري رسنيو لکه د توپ د مرمۍ په شان ولګېده، دوى فکر وکړ چې د دوى غوړېدلى دام ناکام شو او نور نو په دې لومه کې د چا سرونه نه نښلي، هماغه و چې ددې پرېکړې پر ضد يې په لسګونو ليکنې چاپ او خپرې کړې، خو په يوه ليکنه کې هم د منطق داسې اثار او دارو نه ښکارېدل چې تېر مړي پرې بيا راژوندي کړي. د دوى لېوالتيا دا وه چې د هېواد اکثريت ته د بېلابېلو دليلونو له امله چې دلته يې څېړنه او شننه ضروري نه ګڼل کېږي، ستونزې وړاندې شوي، نو له دې فرصت څخه به دوى ګټه پورته کړي او ځان سره به خپل خوښي ضريبونه ضرب کړي، دا جعلي قباله يې چې تر لاسه کړه، نو بيا به ډېر کلونه دا سند چلوي، خو پر دې نه پوهېدل چې د دروغو مزل لنډ وي، کوږ بار تر منزله نه رسېږي او د غله په ږيره خس وي.
د هېواد ګڼو روښنفکرانو، ليکوالو، قومي مشرانو، د ملي شورا غړو او نورو هېواد مينو اشخاصو د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د علمي، مستندو او مقنع غونډو، سيمينارونو او مرکو له لارې دا چلوټه شنډه کړه او هېواد يې د جعل او تزوير له يوه ستر جال او جنجال څخه وژغوره. که د هېواد روښنفکران، ليکوال، قومي مخور او نور هېواد پال افغانان د هېواد د ملي ګټو د خونديتوب لپاره داسې نور منظم، منسجم، هماهنګ او فکري خوځښتونه وکړي، نو پوره باور دى چې د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو هر ډول توطيې او چلوټې شنډولاى شي. اوس چې دا ډول ( سرشمېرنې) د خپل داخلي، جعل، تذوير او مضر مکروب له امله خپل سر خپله خوړلى، دا ټولو هېواد مينو افغانانو ته د خوښۍ زېرى او د هغو جعلکارانو پرمخ يو دروند ګوزار دى چې د جعل او فريب له لارې غواړي په هېواد کې خپله سياسي بقا تضمين کړي. د افغانستان د سوکالۍ او د افغان ولس د سرلوړۍ په هيله.
                                                دا سر ربه مات شوى دى، ټيټ شوى چاته نه دى
                                               خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم
                                               زمــا تــړلي لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
                                                يـو وخــت بــه اشنـا دا پـه حـساب کـې راولـم.