افغانان دبشري حقونو دمدافعینو په چنګال کې ؟؟؟

دتیرې یکشنبې په ورځ   مې واوریدل چې په کندهار کې وحشی امریکایانو بی ګناه  افغانان وژلي دي  ، د خپل مسلک  له مخې  مې پرې خبر جوړ کړ، ډیر مې پرې فکر  ونه  کړ ، ځکه دا ډول پېښې زمونږ په هیواد کې اوس عادی شوی ، څه باندې درې لسیزې کیږی چې خوار او مظلوم افغانان په بیلابیلو نومونو  وژل کیږی ، او وژنه یې هم هیڅ بیه نلری ، هرڅوک چې  ډیر خلک ووژني دملي ا تلانو او قهرمانانو القاب اخلي ، څلور لارې او واټونه یې په نومونو کیږی ، دیو ه قاتل  لپاره دهغه په سلګونو نورو پلویان هم  امتیازونه اخلي.
دکمونستانوله کودتا رانیولي تر نن پورې هم  بهرنیان په وژنو کې په مونږ تمرین کوی او هم دهغوی کورني  پلورل شوي ګوډاګیان.
خو راځم اصلی موضوع ته هغه دکندهار په پنجوایې ولسوالۍ کې دوحشی او بې رحمه  امریکایانو  له خوا دبې ګناه ، مظلومو او خوارو افغانانو وژنه ده ، دتیرې یکشنبې په شپه چې دحوت شلمه نیټه وه ، یو شمیر وحشی امریکایې سرتیري   دبی ګناه خلکو په کورونو ورننوتل ، او په ډیرې بې رحمې سره یې شپاړلس تنه په شهادت ورسول او پنځه نور یې ټپیان کړل .
په وژل شوو کسانو کې نهه تنه نازنین ماشومان، درې میرمنې او نور نارینه وو، او له وژل کیدو وروسته دغو انسان دوښمنه وحشیانو ځینو جسدونو  ته اور هم اچولی وو.
مامخکې وویل چې ددې خبر په اوریدو ما په لومړې سر کې ډیر فکر ونکړ ، یواځې مې پدې برخه کې خپل مسولیت ادا کړ او یو خبر مې ترې جوړ او لیدونکي مې ترې خبر کړل ، خو کله چې په سیمه کې زمونږ خبریال دپېښې ځای ته لاړو او مازدیګر یې ددې بوږنونکي پېښې ویډیوګانې راولیږلی ، په مایې هم دومره اغیز وکړ ، چې دخپل مسلک په لس کلنه کارې دوره کې راباندې کوم خبر نه و  کړی.
پدې هیواد کې هره ورځ ډیرې پېښې کیږی او طبعاً  له هریوې  خبریال  خبریږی ، او بیا ترې نور لیدونکي او اوریدونکي   خبر وی ، چې له همدې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډی پیدا کوي.  
ماهم پدې بهیر کې ډیر داسې دردوونکي خبرونه لیدلی ، اوریدلی او جوړ کړی دی، خو  دا چې  بهرني سرتیرې دې ځې  دخلکو په کورونو دې ننه وځي او   قصدی  دې په ډیرې بې رحمۍ  او مظلومانه توګه په خوب ویده  ماشومان ، ښځې او سپین ږیري بوډاګان وژني او جسدونو ته یې ورته اور اچوي ، ډیره دردوونکي وه ، هغه هم هغه  بهرني سرتیرې چې دتش په نوم  ملګرو ملتونو دسازمان  له پریکړو سره  سم  افغانستان ته دامنیت دټینګښت په موخه راغلی دي  ،  او هغه ویډیو ګانې چې ما لیدلی ، زه یې دومره دردولی یم  لکه  دا هرڅه چې زما په خپل کور کې شوی وي   .
زه نه پوهیږم پدې هیوادکې څه روان دی ، او دخلاصون لاره کومه ده ، بهرنیان ، طالبان او فاصد حکومت ، ټولو   په بیلابیلو نومونو په  خوارو  او مظلومو  افغانانو پسې راخیستي ده ، او هره ورځ یې له وژلو ، ځورولو انګولاوو څخه خوند اخلي .
 که په ریښتیا ،د ملګرو ملتونو سازمان   موجود  وی او دبشري حقونو سازمان شتون ولري  ، نو یا دې افغانان دبشریت له چوکاټ وباسی ، چې مونږ ګیله  نه کوو او که   دوی افغانان هم دنړی پرمخ دبشر په توګه پیژني نو بیا یې باید دخپل وجدانی  او انساني مسولیت له مخې  له حقونو دفاع وکړي ، مونږ ډیر څه نه غواړی  یواځې له دنیاوالو دومره غواړی ، چې له مونږ ه  خپل  طبعي حق  یعنې ژوند مه اخلي ، ماشومان  راته په وینو مه لمبوی ، تور سرې راته مه وژني ، زمونږ دعزت حیال ساتی ، دغه غربي ډیموکراسی مو بیرته له ځان سره یوسی، زموږ ستاسو مرستې  او خواخوږی نه غواړو ، مونږ په شاړو او میرو کې عادت کړی ، مونږ ته دبلنډینګونو پرځای په کیږدیو  او خیمو کې ښه خوب راځي ، مونږ له ژوند سره مینه لرو ، مونږ له خپلو خلکو سره مینه لرو مونږ په مینه ژوندی یو، خو دخدای په حاطر له تاسو هیڅ نه غواړو ، له مونږ دا مینه مه اخلي ،مونږ هیچا ته ضرر نه یو ، خو دخدای په حاطر مونږ ته ضرر مه رسوي .
خو نړیوال باید پوه شي .   په ډیر جدیت پام وکړی  او یوځل  دافغانان تاریخ  وګوري   اوبیا  له افغانانو سره دچلند پریکړه وکړي  افغانان سخت میلمه پال او مینه ناک خلک دی  او بې اندازې زغم لری ، خو که یو وار یې  دصبر کاسه ډګه شوه نو قسم ده چې په یوه چیغه  به دې سپینه ماڼې ولړځوي ، او په خپل  مرمرین کور کې به ارام خوب ونکړي  دا هغه افغانان دی چې اوس یې  هم  په نومونو انګریزې میندې له ویرې  ماشومان ویده کوی ، پخوانۍ شوروی اتحاد یې  په تش لاس  داسې دړې  وړې کړ ، چې  ترقیامته به ځان راټول نکړي .
په اخیر کې دیو افغان په توګه دافغان دولت له مخالفینو څخه زما غوښتنه دا ده چې دخدای په خاطر خپل خلک مه وژنی ، پدې هیواد کې هیڅ کافر او مرتد نشته  ،هیچا ته پردې خوند نه ورکوی ، خو دځینو ستونزو له مخې به ورته  سرخوځوي ، راځي دغه جګړه پریږدې ، داسې زمینه برابره کړی ،چې  بهرنیان له دې هیواد څخه پښې سپکې کړی ، په خپلو کې سره کینې ، یو ریښتنې ، اسلامي او دافغانانو استازې حکومت جوړ کړی، که جګړه نوي ، بهرنیانو ته به دپاتې کیدو بهانه نه پیدا کیږی ، اوکه  بیا هم په افغانستان کې په پاتې کیدو ټینګار کوي،  بیا  نو تاسو باور وکړی چې ټول  ملت به  ستاسو تر شاه  دریږی او دروسانو په شان به  اوسني بهرنیان هم  سرټیټي  له دې سپڅلی او غیرتي خاورې  وشړل شي.
محمدعثمان سنګین
کابل ، ۱۳۹۰-۱۲-۲۳