دزنگاوات پېښه هم دپښتون نسل وژنه


دزنگاوات پېښه هم دپښتون نسل وژنه
ع.هلمند
دوې ورځي مخکي (١٣٩٠-١٢-٢٠) ماخستن دوې بجې دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات دسيمي په (الکوزو) کلي کي دامريکايي ځواکونو له خوا ددريو کورنيو شاوخوا شپاړس تنه شهېدان کړل شوه چي په دوى کي نهه تنه يې له يوه څخه تر لسوکلونو پوري ماشومان وو .
پېښه په ډېر وحشيانه ډول رامنځ ته سوې ، دځايي خلکو په وينا چي په دوه کيلومترۍ فاصله کي دروکورونو ته امريکايي ځواکونه ورننوتلي لومړى يې کورنۍ کي  ټول ويده غړي په گوليو ويشتلي او بيا يې تيل ورباندي شندلي او سوځولي يې دي .
پېښه باندي دناټوځواکونو مشرتابه په خپله خبرپاڼه کي ليکلي راپور کي بې خبري ښودلې او ويلي يې دي چي دا عمليات زموږ په مهال ويش کي نه وه همداډول دامريکايي ځواکونو مشرتابه ويلي چي دا مرگ ژوبله يوه تن امريکايي سرتيري رامنځ ته کړې، خو داهرڅه پوچ اوبې منطقه ادعاوي دي ځکه داهرچا ته څرگنده ده چي دبهرنيو پوځونو کاروان هم په سمه توگه دسيمي څخه نه شي تېرېداى نو يوپوځي به څنگه په هومره ليري فاصله اولږ وخت کي دومر وژني وکړي او بل ځايي خلک شاهد دي چي پوځونه يو (نه) زيات وه او تراوسه يې لاهم پلونه پرځاى پاته دي.
په دې پېښه  افغان ادارې هم دخوا ناچپه دتل په څېر مړاوى اودغلام په شان غبرگون و ښود ؛ خودا هرڅه دهوا او فريکونسۍ له څپو سره ولاړل او افغان ولس  يې د غمونو پر ټغر کښيناوه .
که چيري سړى ديادي پيښي ژور والي ته وگوري ياده پېښه دنړۍ دهربشر زړه کبابوي او دنړۍ پر سر دټولو مذهبونو، دينونواوقانونو سره په ټکر کي دى اويوبشري جنايت بلل کيږي او دې ډول جنايت  په لوېديزه اوکفري ټولنه کي هم دمنلو وړ نه دى  ددې سره دا له ورايه څرگنديږي چي امريکا سم دپښتون ټبرد نسل وژني ته ماشين ايښى دى  او بله موخه يې دخپلو سرتيرو دوژلو غچ دافغانستان دعام ولس څخه اخيستل  دى چي شاوخوا دوې اونۍ مخکي دکورنيو چارو په وزارت کي د امريکا ددوو مشاورينو وژل ،په ننگرهارکي او کندوز کي دبهرنيانو وژل هغه چي د قران کريم دنسخو دسوځولو په لاريونو کي وژل سوي د هغو مستقيمه بدله ده .
که چيري دامريکا دا ډول شومي او چټلي کړني رواني وي بيا نو پر ولسمشر کرزي ږغ کوو چي د امريکا سره دي د ستراتيژيک تړون دلاسليک تېروتنه نه کوي هغه چي راتلونکې مياشت د (شيکاگو) ترغونډي وروسته چي(مى) پر شلمه ترسره کيږي ؛ د لاسليکېدو وخت ښودل سوى دى.
ځکه افغانان نور امريکا يوازي اويوازي ديو ښکيلاکگر هيواد په څېر اوخپل وژونکي پېژني (نه) ديو ملگري هيواد په څېر ...
ولسمشر که يوازي دخپلي څوکۍ دبقا لپاره د امريکا دگټو مسؤل ځان گڼي او دخپل ولس پروا ورسره نه وي او په ټينگه د وحشي او ځناورو اوامريکا يانو ددې ډول ناروا کړنو مخه نه نيسي نو د لوى لا لا به دا پېغور  تر قيامته دده دنسل- نسل  پرمخ دبې ننگۍ داغ وي .
 که دهند دگاندي کورنۍ تر ننه د گاندي په وهلې توره جگه غاړه گرځي او لا هم د واک پر اکثريت ټغر دوى ناست دي، خو دکرزي هغه به برعکس دده دنوم له اخيستلو څخه دمجلس صحنه پرېږدي او پرې شرميږي به !!!
ولسمشره اوس هم وختي دى د ايوب خان پر پله  پل کښېږده او دويري له چپني راووزه ! او دپښتنو نسل وژني ماشين ودروه هغه چي دپردو په امر چليږي ، موږ در سره يو پردي زامن هيچا نه دي خپل کړي .
ولسمشره که هرڅه د پردويو منې يو څه خو خپلو هم پرې ومنه هغه که په جوړجاړي وي او که په لانجه !
له کومه چي تاسو دواک پر گدۍ ناست ياست تاسو يوه غوښتنه لا هم ستاسو په بادارانو دولس دگټو دساتلو لپاره نه ده منلې اونه يې هم بېلګه له ځان سره لرۍ  لکه : د شپې چاپې او دولسي وگړو مړينه ... ولسمشره ! که دارغنداب، د فراه د بالابلوک ټول وژنه ،غورک ،سروان کلا، نوزاد ټول وژنه ، دکندوز،ننگرهار او داسي نورو ټول وژنه دپښتون نسل کشي نه وي نو ووايه ولسمشره دې ته څه ډول نوم ورکوۍ ، ولسمشره خداى ته وگوره راويښ شه ! که نه تاسو به هم يوه ورځ دا حالت ولرۍ ...
 
پاى