
په خواشنۍ سره نن (۲۰۱۲ز۳۱۱مه )یوځل
بیارسنیوخبرورکړچي امریکایې عسکروپه
لسهاووملکي افغانان په تېره بیاښځي اوکوچنیان شهیدان کړي دي .پیښه دکندهاردپنجوایې
ولسوالۍ دزنګي اباد دبلمبي په کلي کي رامنځته شو ې ده ،دعیني شاهدانوپه ویناچي
تېره شپه د۱۲- ۱ بجې پوري یې دالوتکوږغونه
اوریدل خوګومان یې کاوه چي کومي بلي خواته
به ځي ددوی په ویناځکه دډبډبکو(چنوک
اواپاچي هلیکوپرو)اوازونه یې نه دي اوریدلي
نوبیغمه شول چي پیاده پلي عسکربه
نه وي راغلي ،خوشېبه وروسته یې پرله پسې د ډزو اوازونه واوریدل
،وروسته یې وموندل چي امریکایې عسکروپرڅوکورونویرغل کړی اوپه همد ې کورونوکي
یې په جلا- جلاخونوکي په خوب بیده ماشومان،
ښځي اوبوډاګان له یوه مخي ویشتلي دي چي له امله یې زیاتره شهیدان شوي اوڅه کسان هم
ژوبل شو ي دي .
دیادي شوي پیښي په اړه امریکایې چاراکواوکرزي
خفګان ښکاره کړی دی اودایې دیولیوني پوځي عمل بللی دی ،دعیني شاهدانوپه ویناپه دغه
جنایت کي یوپوځي لتاړنه دی ،بلکي
ډیرعسکرپکي ښکېل دي ځکه وهمدغه کلي ته امریکایې عسکرپه څوموټروکي ورغلي دي اوبیایې
په دغه وحشت لاس پوري کړ یدی . دغه
رازدقربانیانودشمېرپه اړه هم خوراضدونقیض ادعاوي کیږي ،ځیني چارواکي
دشهیدانوشمېر۱۶- ۱۷ښیې خوځایې اوسیدونکي اودکندهاردولایتي شورای غړی حاجي اغالالی وایې چي :په دغه پیښه کي ترپنځوس (۵۰)کسانوزیات
ملکي هیوادوال دښځواوماشومانوپه شمول
شهیدان اوټپیان شو ي دي .
مخکي به دورته پیښوڅخه وروسته
دیرغلګروځواکونو اوکابل ادارې ویندویانو ادعا کوله چي پرطالبانویې دځوابي بریدپه ترڅ کي
ملکي خلګوته زیان اوښتی دی او دخپلي ګناه
پیټي به یې دطالبانواوږوته ورغورځاوه ځکه دوی به استدلال !!کاوه چي مخالفینویې
دخلکوله کورونوڅخه حمله پرکړې ده ،نودوی له ناچاره له ځان څخه ددفاع په موخه په
متقابلوډزولاس پوري کړی دی چي په پایله کي یې ملکیانوته دومره یا هومره زیان رسیدلی
دی ،ولي اوس چي رسنیودعیني شاهدانوله خولې خبرورکړچي دیادشوي بریدپه ځای کي نه
طالبان موجود وو او نه هم کوم کس پریرغلګرو حمله یا ډزي کړي دي ، نوداځل یې بیاقاتل
پوځي په لیونتوب تورن کړ.
که فرض کړوچي همداجنایت یوه پوځي کړی دی اوهغه هم
ددوی په وینالیونی ؤنولیونیان په پوځ کي شاملول اوبیادجګړې کرښي ته بېول څنګه
توجیه کوي ؟مهمه داچي په بیلابیلوکورونواودکورونوپه جلاجلاکوټوکي د لسهاووکسانو
وژل اوژوبلول اوبیاوځینوکورونواودشهیدانوجسدونو
ته اوراچول خو یو پوځي په نیم ساعت یایوساعت کي نشي ترسره کولی ،اوکه لیونی پوځي ټوله شپه لادرکه
ؤنوبیابه یې دمعمول سره سم یوازي پرهمدغه کلي نه بلکي پرډیرو نورو هغو هم چاپې او دپلټني
عملیات کړی وای ،مګر اوس خوهمداسي هم نه ده .
پوښتنه دا ده چي یرغلګروځواکونوپه هغوسیموکي چي
هلته ددوی قرارګاوي وي اونسبتا د ولایت او ولسوالۍ
مراکزوته هم نژدې وي همداډول وحشت ترسره کوي ،نوپه هغوسیموکي چي دطالبانوترکنټرول
لاندي دي اودوی یوازي دشپینوعملیاتوپه مټ
هماغه سیموته دورتګ مجال ترلاسه کوي نوهورې به دمظلومو هیوادوالو سره څه ډول چلندکوي ؟،چي وروسته بیا وسیمي ته نه دپلټني پلاوی
ورتلای شي اونه هم دبشردحقونومدافعین اوژورنالیستان دومره زحمت کوي چي
دمظلوموافغانانوږغ ترنړیوالوورسوي .
په دې وروستیوکي یرغلګروپه تېره بیاامریکایانو دوحشت
خورانوې لړۍ پیل کړې ده چي دافغانانو دجسدونو سپکاوی ،په هلمندکي ماشومان اخلاقي
فساد ته هڅول ،دقران کریم سوځول اودملکي وګړوپرله پسې ډله ییزي وژني یې نوي کړۍ دي
چي په داخل اوبهرکي یې په افغانستان کي ددوی دشتون سره دمخالفت ګراف خورالوړي کچي
ته پورته کړ ی دی .