امريکايي سادېستان په افغانستان کې

په افغانستان کې د برتانيې سفير (ويليم پېټي) په يوه مرکه کې چې همدا نن په (سنډې تېلېګراف) کې خپره شوې ده، ويلي دي چې که بهرنيان هرڅومره مهربان!؟ او بې ضرره هم وي افغانان يې پر وړاندې حساسيت ښيي. دی وايي، چې:« که موږ هر څومره ووايو چې د آيساف ځواکونه د ملګرو ملتو د پرېکړې پر بنسټ افغانستان ته راغلي او نيواکګر نه دي، خو بيا يې هم افغانان نه مني .» خو په همدې ورځ بيا د نړۍ د بشري حقونو او دموکراسۍ له علمبردار هېواد امريکې څخه پوځيانود کندهار  ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې له کرکې څخه د خپلو ډکو توپکونو زړونه پر ناخبره او بې ګناه افغانانوتش کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې زموږ شپاړس تنه په خوب ويده هېوادوال په وينو کې لت پت او په ابدي خوب ويده کړل. خو کاشکې چې دا د امريکايي وحشت يوازنۍ او استثنايي پېښه وای، له بده مرغه دا وحشت په افغانستان کې د امريکايي سادېستانو ورځنۍ مشغولا ده، خو يوازې يوه نيمه پېښه يې رسوا کېږي او مېډيا ته راوځي. وړمه ورځ هم ناټو ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې د دريو ماشومانو په ګډون څلور تنه بې ګناه افغانان ووژل اومياشت وړاندې يې په همدې ولسوالۍ کې اوه ماشومان نور هم وژلي وو، او دا ډول پېښې اوس د افغانانو د ژوند ورځنۍ کيسه ده.
کله چې يو ويشتمه عيسوي پېړۍ او درېيمه زريزه پيل کېده، نو داسې هيلې ورسره تړلې وې چې ګوندې نور انسان د وحشت دود مات کړي او د مدنيت بېړۍ د مينې او انسانيت ساحل پر لوري روانه کړي، خو له بده شامته چې له هماغه پيل سره د نړيوال مدنيت، بشريت او دموکراسۍ په دعوېداره امريکا کې دريو کاوبايانو يا د سادېستانو ترويکا( بوش، چيني او رامسفېلډ) پر افغانستان بريد وکړ او د وحشت يوه نوې او مډرنه ننداره يې پيل کړه، خو پر افغانستان بريد يې د وحشت او ساديزم غريزه تسکين نه شوه کړای او له همدې امله يې په 2003 کې پر عراق هم بريد وکړ او له هغه وخت راهيسې امريکايي سادېستانو په افغانستان او عراق کې داسې جنايتونه وکړل چې د بشريت تاريخ به تل پرې شرمېږي. په دې لړ کې د ابوغريب، ګوانتنامو او بګرام زندانونه د امريکايي وحشت داسې بېلګې دي، چې په حقه يې بايد څښتن (بوش) د يو ويشتمې پېړۍ هېټلر او دجال وبلل شي.
د امريکايانو يوه لويه نيوکه پر طالبانو دا وه چې د ښځو حقونو په ګډون دموکراتيک او بشري حقونه نه مراعتوي، خو کله چې دوی افغانستان ته راغلل له هماغه اولې ورځې يې د افغانانو د کلتوري او عقيدوي ارزښتونو د سپکاوي تر څنګ د هغوی لومړنی حق چې ژوند دی، په ډېر وحشت تر پښو لاندې کړ. د دغو چارو لپاره امريکايي چارواکو د کوڅو وزګاره لنډغران، جنايتکاران او ناروغه سادېستان راټول کړل او افغانستان ته يې راولېږل، څو په دې توګه له يوې خوا پر افغانانو خپل زړونه يخ کړي او له بلې خوا يو څو ورځې امريکايي ښارونه د لنډغرانو له شره خلاص کړي. که د امريکايي ځواکونو مشران د جنرال پتريوس په څېر د بسته کليو له اوارولوخوند اخلي، نو تر لاس لاندې پوځيان يې د (کېل ټيم) په څېر د ساتېرۍ لپاره بې ګناه افغانان وژني او بيا يې ګوتې د نښې او يادګار لپاره پرې کوي او يا هم د مړو له سپکاوي او قرآن پاک له ويشتلو او سوځولو څخه خوند اخلي. امريکايي چارواکي وايي، چې دوی د بېګانۍ پېښې په شک يوامريکايي سرتېری نيولی دی، خو د خبر له مخې په دريو جلا کورونو کې شپاړس تنه وژل شوي او يو شمېر نور هم ټپيان شوي دي، آيا دا عقل مني چې يوازې يوه سړي دې په يوه وخت کې په دريو کورونو کې ډزې کړي وي او په يوه شارژور يې دومره کسان وژلي وي؟ يقينا چې  دا هم د (کېل ټيم) په څېر بل ټيم دی. د امريکې په پوځ کې د کېل ټيم ( د وژنې ټيم) په څېر ډېر سادېستان او حرفوي قاتلان شته، چې که جنايت يې له سترګو نهام پاتې شي نو د امريکې ملي اتلان دي ، خو که رسوا شي او خبره يې مېډيا ته راوځي نو بيا رواني ناروغان دي.
تېرکال امريکايانو د کورنيو چارو په وزارت کې د يوه ماشين په واسطه زموږ له پوليسو څخه د رښتيا او درغو ازموينه اخېسته، خبره دا ده چې که امريکا د خپلو سرتېرو له وحشت سره موافقه نه وي نو ولې له د سرتېرو تر استولو مخکې رواني ازموينه نه ترې اخلي او افغانستان ته د خپلو لېونيانو مخه نه نيسي.
خبره دا ده چې نننی وحشت نه د امريکايانو لومړی جنايت نه دی او نه به هم وروستی جنايت وي او نه به هم ولسمشر کرزی د کمېسيون تر جوړولواو څېړنو پرته کومه بله توره وکړي. څرنګه چې نړۍ په ټوليزه توګه او اسلامي هېوادونه په ځانګړي توګه د امريکايي او اروپايي وسلو او دسيسو له لاسه  د جګړې او وحشت په سره اور کې سوځي، يو ځل بيا د دې اړتيا ليدل کېږي چې د څوارلسو پېړيو مخکې په څېر نړۍ د اسلامي رسالت له مخې  له وحشت څخه وژغورل شي او د مدنيت سبق ورکړل شي. په افغانستان کې که طالبان او نورې اسلامي ډلې په رښتيا اسلام او خپلو خلکو ته خدمت کوي، نو لومړی بايد د خپلو هېوادوالو ژوند او انساني کرامت ته ارزښت ورکړي، ځکه که يو انسان ته يې خپل ورور ارزښت ورنه کړي نو له پرديو بيا څه ګېله ده. همداراز ټول هغه هېوادوال چې له اشغال څخه کړېږي او د وطن پر اوسنۍ غميزې دردېږي، ښايي چې د ګډو موخو لپاره په لويو اتحاديو کې لاسونه سره ورکړي او يوازې د احساساتي شعارونو پر ځای هڅه وکړي د خپل هېواد او ولس د ژغورنې لپاره پر يوه اغېزمن ځواک بدل شي او د خپلو هېوادوالو پر وړاندې هر ظلم او تېری تر هغو تعقيب کړي چې عاملين يې په سزا ورسول شي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې د روانې جګړې او غميزې بنسټيزه چاره وشي.