
کله چې د امریکې بهرنئ سیاست د غلطو خلکو په ولکه کې شو
Truth Subcontracted—When Misguided People Guided US’s Foreign Policy
By
Dr. Mohammed Daud Miraki, MA, MA, PhD mdmiraki@ameritech.net
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, BA, MA, PhD zirakyar1234@yahoo.com
په د ې وروستیو کې د باګرام په اډه کې د سپیڅلي قرآن د سیځنې پـیښه هغه څه وو چې په افغانستان کې د امریکې د سیاسي پانګې ګټه يې وښودله. د اقسمتاَ هغه میراث دی چی د امریکې له خوا په اصطلاح کلتوري مشاورانو ته یانې فرعي ټیکه والانو ته د حقیقت د سپارنې له لارې د امریکې په برخه شو. دا لومړی ځل نه دی چې د غسې شرمناک چلن د نورو له خوا تصیدق شوی وي یا د مطبوعاتو له لارې یې د خلکو احساسات را پارولي وي. دغه ډ ول سپک چلنونهد امریکایي عملیاتو په مهال ډیر ځلې د پښتنو په کلو کې پیښ شوي دي. د غه ډول سپک عملونه د امریکې له هغې پریکړې نه راوځي چې بې کـفایتـه مشاورانو ته یې حقیقـت په ټـیکه ور کـړی و. سربیره په دې چې ژباړنان او مشاورانپه ژبني او کلتوري لحاظ ناپوه وو، هغوی یو قصدي اشتیاق هم لاره چې پــښتانه کـــمزوري کړي او د پښــتنو د ژوند او کلو په تخریب کې واڼـډه ولري. دا هغه ناقـص چــلن او نادرست سیاست دی چی په افـــغانستــان کې پرله پسېمصیبتونو او د ســپیڅلي قـرآن او سني سپکاوي ته یـې لار هواره کـړې ده
.
د راپور له مخې د افغانستان قانون سازانو د باګرام اډه وکتله. هدف یې دا و چې د پیښې په اکله یو اجمالي نظر لاسته راوړي او په دې وپوهیـږي چې مسٔول اړخ څوک دی. د افغانستان د پارلمان د دغو غړو په حواله، د امریکې عسکرياشخاصو د پـیښې پـړه په افغان ژباړنانو اچولې وه. د ادعا له مخې ژباړنانو و نشو کولی چې د سپیڅلي قرآن او نورو لیکنو په منځ کې توپـیر وکړي. دا زموږ د دې لیکنې اصلي موضوع ده چې د امریکې حکومت د خپلو چارو مسـولیت دمعلوماتو او مشورو اجیرانو ته پریښی و. هغوی که ژباړنان دي، مشاوران دي، او یا په اصطلاح فکري بانکونه ( تینک ټینکس) دي، اصلي ارزښت یې دا دی چې خپله فایده څربه کړي، یانې د ځان لپاره ډالرې راټولې کړي. د افغانستان ولس ته یرغل خورا غــټ تاوان اړولی دی. د دغه ستر تاوان مخه به نیول شوې وای که حقیقت فرعي ټیکه دارانو ته نه وای سپارل شواي. د دغې معاملې په اوږدو کې پښتون له بل هر چا نه زیات ژوبل شو. د بیلګې په ډول، په افغانستانباندې د امریکې د یرغل په ماښام، د افغانستان د لږکیانو مشران او د هغوی متعلقـیـن ، او ورسره ځینې اجنــبي شوي بې- پښتون شوي پخوانــي شاهي خیـل قــطار ودریدل چې ځـــانونه په لیــسټ کې شامل کړي او د خپلو جــیبونو د ډکولوپه خــدمت کې شي. اجنبــي شــوې بې-پــښتون شــوې پخــوانئ شاهي طایــفه په دې هیله وه چه که د کیک کــومه ټوټــه یې په برخه شـي. خــو د شمالي ټلوالې د غــټ قـــدرت له امله دغـه شاهــي طایــفه محـــرومه شوه که څه هم د امریکېپه مشرۍ یې یر غل ته په بشپـړ صداقـــت سره سیــنه ډبـــولــې وه
پـــه داسې حال کې چې د امریکې سیاست غـــلطو خلکو ته سپارل شــوی و او ځینې د دغـو محرمانو له ډلې نه افغا نستان ته منسوب وو( لکه خلیلزاد او چـڼـي یې)، په اصطلاح ژباړنانو، کلتوري چارپوهانو او مشاورانو ته طـلایي موقعبرابره شوې وه چې په د پیسو په غټ مبلغ خپل جیبونه وپـړسوي. د دغو ژباړنانو او مشاورانو غوڅ اکثریت افغان لږکیانو ته منسوب و. هغوی په کافي اندازه په خپله ژبه دري ( دافغانستان په فارسي) او کلتوري ارزښــتونو نــــهپوهیــدل چې د ژباړن یا کلتوري مشاور کــفایت یې پــیدا کړی وای. د پښتـو ژبې په اړه، د دغو اقلیتونو او د اجــنبي شــوې بې ـ پښتــون شوې شاهي طایفــې یو غــړی هم پښتـو نه شوه ویــلی ـ په استـثـنا د یو څو الــفاظــو او ناقــصو جــملو.دغه شان، پښتون- ضده شمالي ټلواله د امریکې په مشرۍ د ناټـو د قواو سره شریکه وه او ټول پښتانه به یې ورته طالبان معرفي کول. په دې ترتیب د پښتنو عاقبت داسې شو چې ټولې سختۍ وګالي. په پایله کې د پـــښتنو لومــړي غټ ضایعات دا وو چې د جــنګیالانو یا بزګرانو په ډول د ګوانــتانامو، کندهار یا باګـرام بندی خــانوته ولیـږدول شي. له دې امله چې هیڅ کوم ژباړن یا مشاور په پښتو نه پوهیده او مخکې له مخکې یې د پښتــنو په مــقابل کې کیــنه او تعصب لرل ، هــغوی په هر پــښتو ویــونکی بې له ولې او څله د جنګي طالب ټاپه ووهــله. پښتون بندیانومطلقاَ د طالب ټاپه خوړلې وه ځکه چې پښتو یې ویله. دغه شان، د ژبـاړنانو او مشاورانو غوڅ اکـثریت د شمالي ټلوالې پلویان وو. دا هغهسازمان دی چې د افغانستان له لږکیانو نه جـــوړ شوی دی او افغانستان یې محض په دوه سوه ملیون ډالرو خرڅ کړی دی. په افغانستان کې د امریکې د مـــرکزي استخباراتو د جګــړې د ډګر کوماندان ګــیري بیـرنـتسن د شـــمالي ټــلولېپه اکله خپله تجربه داسې بیانــوي: « ایرانیان اوپه افغانستان کې د هغوی د تره ځامن ټول د زړه له کومي غالۍ خرڅوونکي دي.» ولولئ
Gary Berntsen, Jawbreaker, The Attack on Bin Laden and al-Qaida (Published 2005) :
“I know from my experience that Persians and their Afghan cousins are all carpet sales- men at heart.”
پــه ضمـني ډول، ګـري بیرنـتسن په دې بـاور و چې د شــمالي ټــلوالــې کوماندانان به افغانستان د غالــۍ په شان خــرڅـوي. د ا هــغه خصلت دی چې د شمالي ټلوالې عناصر او د دوی پـلوي کـدرونه یې لري- هغه عناصر او کـــدرونــه چېد ژباړن په څیر دامریکې پــه خدمت کې دي او په مشـتاقـانه ډول غــواړي چې پښتانه د خــپل بــرید نـــښه کـــړي
د ژباړنانو او مشاورانو یوه برخه د پخوانو پر چمي کمونستانو نه جوړه شوې وه.د پرچمیانو زړونه امریکې ته ډک ووځکه چې د پخواني شوروي اتحاد او په افغانستان کې د شورویانو د ګوډاګي نظام په ضد یې د مجاهدینو ملاتړ کړیو. په شوروي پسې تړل شويو افغان ګوډاګي کمونستانو په نښه کړی وو چې امریکه په افغانستان کې کمزورې کړي که څه هم دغه کار به د افغانانو د ژوند او د دوی د مقدساتو په بیه تمام شی. د خلکو د ګوند یوه ډله پرچم نومیدله چې د۱۹۷۹ په دسمبر کې یې په افغانستان باندې د شوروي یرغل سره هغسې ملګرتیا کوله لکه د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې چې شمالي ټلوالې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل سره کوله. د پرچمیانو اکثریت غیر پـښتون و او مـشران یــې پهلــوړ اواز پــښتون- ضد وو، په ځانګـړي ډول له شـوروي یـرغل راوروسـته
په اوسني مهال کې امریکه په افغانستان کې په یو غلیم ګاوڼـډ کې نښتې ده. یانې د افغانستان دګاوڼـډیانو ایران او پاکستان اســتخباراتي سازمانــونه (آې ایس آې او سپـاه) دیــته سترګې په لار دي چې څنګه امــریکه کمزورې کــړي. موخهیې دا ده چې امریکه په افغانستان کې د لازیات سپکاوي او سر ټــیټۍ سره مخامخ کـړي. پاکستاني او ایــراني استخبارات په دې پوهـیـږي چې پښــتانه یواځینی خلک دی چې د امــریکایانو د وروستنئ ســر ټـیټـۍ او ماتــې تــومــنه لـري. لهبـدې مرغې، دا هرڅه د پښــتنو د ژوند او سوکالۍ په بــیه تمامیـږی
موږ غواړو چې دوه غټو ټکو ته پام وکړو: یو ټکی د افغانستان د اقلیتونو په حوزه را چاپیر دی چې د امریکې د اشغال له لسیزې نه خوند اخلي، او دوهم ټکی د امریکې د ملي ګـټو په اړه دی
امـــریکایانو د پښــتنو په کــلیو کې او دباګــرام د بـندیخانې په ســیبونو (ودانــیو) کې څوځــلې د سپــیڅلي قــرآن سپکاوی کــړی و. خو داچې غیر- پښتون خلک د ذکر شوی سپکاوی په مهال حاضر نه وو، هغوی ته یې څه پروا نه کوله یایېد پښتنو په ادعا باور نه لاره چې د سپیڅلي قرآن سره سپکاوي شوي وو. په تیره د شمالي ټلوالې پلویانو نه غوښتل چې د هیڅ کوم جبران موضوع مطرح کړي او په دې توګه له بهرنیوقواو نه خپلې اقتصادي لاسته راوړنې خوندي وساتي.کله چې د باګرام په هوایي اډه کې د سپیڅلي قرآن سره سپکاوی وشو، د افغاني اقلیتونو کارګرانو روحي ټکان وخوړ. ځکه چې په خپلو سترګو یې د هغه سپکاوی یو څنـډه ولیدله چې پښتنو به پرې په تیرو لسو کلونو کې شکایت کاوه . پهنتیجه کې، دغه کارګران خپلو احساساتو او اسلامي عقیدې ته تسلیم شــول او خــپله مایوســي او تاوتـریخــوالــی یې وښــود
موږ دشمالي ټلوالې ریاکارانو او دوه مخو ته يو پیغام لرو: په داسې حال کې چې په پښتون ولس باندې په تیرو لــســو کلــونو کې ذکر شــوي کرغیـړن چلـنونه تحمـــیدل، د شمالي ټلوالې غـیر- پـښتانه د یرغــلګرو ســره هـمغـاړي وو. د غوهـمـغاړو له هــغو کثـیفو جوټـو نه خونـد اخیــست چې د لارې په هـر پــړاو کې به ورته اچــول کــیدلې. په دې مهال، بایـد امـریکه په خپـله دې معامله چې د معلوماتو اجیـرانو ته یې فرعي ټـیکه داري ورسـپارلې ده له سره غور وکړي. دشمالي ټلوالې عناصر چې د ژباړنانو/مشاورانو په څیر خدمت کوي پـه هـر پښتون یې دجنګي طالب او په هـره پښتنه کورنۍ یې د طالبانود هـمغاړتیا ټاپه لګولې ده. په نتیجه کی، پښتانه سړي، او پښتني کورنۍ او کلي په بې رحمۍ سرههـدف ګرځیدلي دي. د د ې ژباړنانو/مشاورانو خاینانه سلوک په ټول افغانستان کې د زرګونو پښتنو د ژوند په بیه تمام شو. په دې اساس دا ژباړنان/مشاوران نشي کولی چې ځانونه د مقاومت په شمول د افغان ملت له عضب نه وسـپموي.په هر ډول چې وي، د امریکې حکومت باید دغه ژباړنان/مشاوران د غلطې همکارۍ په اساس مسؤلیت ته راکاږي. سربیره پر دې ، په اصطلاح «د تفکر بانکونه» (تینک ټـینکس) د ۹۱۱ له بخولې راوروسته لکه خریـړي راوټوکـیدل چې د مشورې په بازار کې یو درځـن یې په یوه ټـنګه خرڅیـږي. دوی د دې په ځای چې په افغانستان کې د ملت تباه کوونکې، ناقصې او ځان ګټـې مـشورې په بـدل کې ورته معاش ور کړل شي، بایـد د کلک تحقـیق لاندېنیول شوي وای. داچې په افعانستان کې د امریکې ورځې په شمار بریـښي، دا یو څه ډیر ناوخت معلومیـږي چې دغه ناقص او جنایي چلن باطـل شي- هغه جنایي چلن چې د ولس ژوند پکې د ځان- میینو او ځان-خرڅه افرادو او سازمانونولښکر ته په فــرعي ټـیکه ورکــړل شــوی دی. دغــه فـــرعي ټــیکه داري، پـــرله پسې بــمبارۍ، او د پښتون ولس وژل او د عــادي طبیعي ژونــد له ټولو ساحــو نه د پښــتنو محـرومول د دغه ولــس لپاره دومره غـــټه ضایعه رامنـځـتهکــړې ده چې جــبــران یـــې اوس ناشـــونـــی دی. اوس یواځـینی ممکـن اقـدام دادی چې د ټولو بهـرنیو قواو د بشـپـړې وتنې عملیه دې پیل شي تر څو په ټــول افـغـانـسـتان کې عـدالت په پــښو ودریــږي
افغان ملت که پښتون دی یا غیر پښتون تیره اونۍ د باګرام په اډه کې د سپیڅلي قرآن سره د سپکاوي له لارې په دې پوه شو چې امریکې په افغانستان کې نه یواځې د خلکو ژوند د تباهۍ سره مخامخ کړی دی بلکې د هغوی دیني او کلـتورياصول یې هم زیانمـن کړي دي
د چاپ ټول حقوق خوندي دي ، ۲۰۱۲ مارچ