
د میرمن کلتوري - ټولنیزبهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د۱۳۹۰ کال کب د میاشتې په ۱۳ نېټه د غرمې په یوه بجه آغلې هیلۍ
احدي په ویندويۍ پیل شوه.
په
پیل کې
د غونډې میلمنې میرمن تورپیکۍ تمیل ته ښه راغلاست وویل شول او تر څنګ يې د بهیر
غړیتوب هم تر لاسه کړ.
په
پیل کې په خیبر پښتونخوا کې د میرمن بهیر په جوړیدو خوښي څرګنده شوه او په دې برخه
کې د نامتو شاعرې او لیکوالې میرمن پروین فیض زاده ملال او هلته د نورو خویندو هلې
ځلې وستایل شوې، په غونډه کې وپتییل شوه چې د پښتونخوا له بهیر سره هر راز مرستې
وشي او هڅه دې وشي چې په راتلونکې یوه میاشت کې د افغانستان د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر یو پلاوی پښتونخوا ته ولاړ شي څو ددغو ټولنو ترمنح لا ښه
همغږي رامنځ ته شي دغه راز په کوټه او ننګرهار کې د میرمن بهیرونو پر جوړیدو ټینګار وشو.
د
غونډې په لومړۍ برخه کې پر ځینو کاري مسایلو خبرې وشوې او د ټولو په ګډه پریکړه د
بهیر د فعالیتونو د لا ښه توب په موخه ځینې پریکړې وشوې چې اغلې ساهره شریف، طوبی
ندا، نعیمه غني ، محموده تقوا، بلقیس محبوبي ځینو نورو
بهیروالو په دې اړه خبرې دوی وویل چې : " میرمن بهیر باید یوه دې دارالانشاء کمېټه ولري تر څو د دارالانشاء
د غړو په پریکړه او مشوره د میرمن بهیر کار او فعالیتونه لا ښه سمون ومومي "
او په دې توګه
یې د بهیروالو دندې په میرمن ادبي بهیر کې په لاندې توګه په ګوته کړې:
د دارالانشاء غړې:
پاکیزه ارزو، طوبی ندا، سایره شریف، اوږۍ امېل
د خپرونو او تبلیغاتوڅانګه:
نویده خوشبو، هیلۍ احدي، زمزمه نیازۍ
د اړیکو مسؤلې:
ګلالۍ عمرخېله، نظیفه نیازۍ، مرضیه امین
او همدا راز د تشکیلاتو د برخې مسٔولیت عادله حَصین نویده خوشبواو مومنه او هیلۍاحدي ته ور
وسپارل شو
او د دې تر څنګ د میرمن ادبي بهیر د ویب پاڼې
مسؤلیت او
مشري طوبی ندا محموده تقوااو نعیمه غني ته ور په غاړه شو.
او یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده او هغه دا چې
آغلې پاکیزه ارزو د قلم ټولنې له خوا د جوړې شوې غونډې
د مقالو
ټولګه د چاپ له پاره چمتو کړې وه او د بهیر مشرې آغلې ساهره شریف ته
یې سافټ کاپي وسپارل شوه تر څو یې په نږدې راتلونکي کې د ځینو خپرندویو ټولنو په
مرسته چاپ ته وسپاري.
له کاري مسایلو وروسته ښاغلي استاد اعلم ګل
سحرمخکې له مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې
(اتم د مارچ) مبارکي وویله او تر څنګ یې د
دې نړیوالې ورځې په هکله لاندې په زړه پورې معلومات هم وړاندې کړل:
په ۱۸۵۷م کال کې د
نیویارک د نساجي فابریکې میرمنو لاریون وکړ او د نرینه وو په
شان د خپلو حقونو غوښتونکې شوې، نیمه پیړۍ وروسته په ۱۹۰۸م
کال کې بیا هم په نیویارک او شیکاګو کې د کتان فابریکې میرمنو په لاریون لاس پورې
کړ او د خپل حق د غوښتلو شعارونه یې ورکول چې د همدې لاریون په ترڅ کې ټولې
بندیانې شوې او د یوه نا معلوم علت له مخې دغې فابریکې
هم اور واخیست چې ۱۲۹ کسه ښځې
په کې مړې شوې اوویل کیدل چې د دې پیښې تر شا د فابریکې د مسؤل لاس وو.
او بیا د دنمارک په هیواد کې د میرمن
کلارازاتکیین په مشرۍ د ښځو نړیوال کنفرانس جوړ شو. او وړاندیز يې وکړ
چې د مارچ د میاشتې اتمه نېټه دې د ښځو نړیواله ورځ ونومول شي. او په ۱۹۱۰ م کال کې دا ورځ د همدې ښځې په وړاندیز په
همدې نامه ونومول شوه، چې لومړی ځل په اتریش، سویس او المان کې ولمانځل شوه،
خو بیا د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ښځو ټول انساني حقونه تر پښو لاندې شول
او ډیرو ښځو د سختو اقتصادي ستونزو له امله د جنین سقط وکړ، خو بیا له ډیرو کلو
وروسته په ۱۹۴۶م کال کې
دا ورځ یو ځل بیا د شرقي اروپا هیوادونو له سره ولمانځله.
له لکچر وروسته په زړه پورې مشاعره تر سره شوه
او ګڼو خویندو په کې خپل شعرونه ولوستل.
له مشاعرې وروسته د راتلونکې اونۍ له پاره د آغلې تورپېکۍ
تمیل شعر د کره کتنې له پاره د بهیر د کره کتنې ګروپ ته وسپارل شوچې آغلې
لیمه نیازۍ به پرې لیکلی نقد لیکي. پر دې سربیره به را روانه اونۍ
ډاکتر نجیب الله زاخیلوال د مور او ماشوم تر منځ د اړیکو او ځینو
رواني ستونزوپه برخه کې او نعیمه غني به د ماشوم ادبیاتو په
اړه لکچر
ولري چې بهیر والو ته به ارایه شي. په غونډه کې پر بهیروالو د خوشحال
بابا د ژوند او اثارو په اړه لیکلي معلومات او همدارنګه له پکتیا څخه خپریدونکې
(محبت) مجله وویشل شول.
یاده غونډه د مازدیګر په ۴
بجو پای ته ورسیده.
په ټوله مینه
محموده تقوا