
اشنا چه کله مړ شم ژاره مه
هر مدام می یادوه خو ژاړه مه
جنازه می چې د کوره ګور ته واخلی
بس دعا راته کوه خو ژاړه مه
ټول یاران به می په چیغو چیغو ژاړی
ته هر یو پخلا کوه خو ژاړه مه
آخر چې می مخ واړوو کعبی ته
په ورو ورو می ښکلاوه خو ژاړه مه