
دحبیب الرحمن ابراهیمي لیکنه
دکب ۱۲ مه ۱۳۹۰ لمریز کال
Ibrahimi.jornalist@gmail.com
تیره اونۍ مې دموټر دګرځیدود اجازه لیک وخت پوره شوی وو او غوښتل مې چې هغه ټولې قانوني چارې يې خپله سرته ورسوم او کومې پیسې چې په قانوني توګه بانک ته تحویل کیږی هغه خپله بانک ته ورکړم ، نوله ځان سره مې فکر وکړ چې ترڅوبه په خپل هیواد کې چارې په کمیشن کار ترسره کوي، لومړی لاړم هغه دحضوري چمن مخې ته چیرته چې دټرافیکو دریاست دتخنیکې معاینې ټيم ولاړ دی اودموټر له کتنې وروسته ورته هغه پارچه ورکوي چې ۷۰ افغانۍ قانونی قیمت يي اخلی او کور يې ودان، یو ملګری مې په کې پیداشو اوپه ډيره ښه رویه يې هغه پارچه راکړه اولاسلیکونه او مهرونه يې پرې ولګول نور دټرافیکو مدیریت ته
او په دهمزنګ کې مې د موټرد هغه پیسو د سنجش څانګې ته لاړم ترڅوهغه پیسې چې بانک ته تحویلیږی هغه معلومې کړم په دې څانګه کې مې هم یوملګری راپیداشو اوډیر ژر يې کار راته خلاص کړ او لاړم د خوشحال مينې د افغانستان بانک څانګې ته اوهلته باید ۵۲۵۵ افغانۍ تحویل کړم دبانګ مخې ته په رسیدو مې دخلکو هغه اوږد کتار ولید چې بانک ته دننوتلو په تمه ولاړ دی زه هم په دې لین کې ودریدلم پولیس ولاړ اوکتار خلک تلاشي کوي ماته هم نوبتراورسید اوتلاشي يې کړم چې ننوتلم نو مخامخ په يوه ښيښه لیکلي چې (دموټرو دګرځیدو داجازه لیک دتعرفې څانګه) اسناد مې ورته ورکړل ترڅو د پیسو دداخیلیدو تعرفه راکړي تعرفه يې راته ولیکله ، کله يې چې تعرفه خلاصه کړه نو تعرفې ليكونكې ډیرې کمې او ناچیزه پیسې رانه وغوښتې اوپه ډیرو اد ب ناکو الفاظو يې راته وویل! …. افغانۍ بتې ، ماورته وویل چې په تعرفه خو څه نه دي لیکلي هغې راته وویل (شمارا خداوندج موتر داده خیرات نه میتي؟ بتی ! به شما معلوم نه می شه، این چقدر پول است؟ ورته مې وخندل چې دا خیرات دی که رشوت دې راته ويې خندل او ويې ویل نه! خیرات است .
بلي څانګې ته ورغلم چې هلته باید ۵۲۵۵ افغانۍ تحویل کړم په هغې څانګه کې یو مامور چې څورنګه نیکټايي يې ترغاړه ويښتان يې یوې اوبلې خواته ږمنځ کړي وو راته وویل (( پول ته حساب کو زود زود کو)) دقانوني پیسو څخه يې شاوخا سل افغاني اضافه وغوښتې او ورته مې وویل! مامور صاحب دلته خو دومره لیکل شوې څنګه اضافه غواړې مامور په غوسه شو اوراته يې وویل ! ګم شوبرو فردا بیا توجنجالی هستی ما امروز حسابی داريم ) اوڅنګ ته مې ولاړ کس نه يې کاغذ واخیستل اودهغه کا ريي خلاص کړ اوله هغه نه يي هم اضافه پیسې واخیستې ، ماور ته وویل زه کار لرم داپیسې واخله او کار مې را خلاص کړه خو لنډه داچې پیسې يې اضافه رانه واخیستې اوڅنګ ته مې ولاړ کس راته وویل چې پیسې ورنه کړې نو کار دنه خلاصوی نو که بیکاره وی بیانو همداسی جنجالونه درسره کوی اوبس هره ورځ به ځي اوراځي ، بس ترې را ووتلم بلې څانګې ته لاړم چې فقط یوه ټاپه لګوي هغې په ډیره بی شرمه خوله راته وویل(( ده روپه بتې )) ورته مې وخندل او میده راسره نه وی نو پنځوس افغانۍ لوټ مې ورته ونیو نو راته يې وویل (تشکر خدا حافظ ات برو که بیرو باراست وقت دیګران را ضایع نه کو) چې مخ مې راواړاوه ګورم چې مخامخ یو صندوق نصب شوی اوپرې لیکل شوی وو دارتشا اوفساد پروړاندې دمبارزې د ځانګړې ادارې دشکایاتواو وړاندیزونو صندوق او د مبایل درې نمبرې پرې لیکلې وو او مخامخ ورته ودریدلم او زنګ مې ورته وواهه چې ګورم یوکس مبایل اوچت کړ او راته يې وویل چې مهربانی څوک خبرې کوی ماورته وویل چې زه دخوشحال مینې دبانک په داخل کې ولاړیم اودموټرپیسې مي تحویلولې دلته اضافه پیسې اخلې اوتاسوته مې ځکه خبر درکړ چې ددې مخنیوی وکړی ، ده راته وویل( برای ما دیروز هم یک نفر از همین بانګ زنګ زد وګفت که پول زیادتر میګيره ولې وقتى که نفر اداره فساد وارتشا را روان کردم حقیقت نه داشت )ماورته ویل چې زه خودلته ولاړیم اوتقریبا ۵۰ کسه هم په دې لوی سالون کې ولاړ دی اوټول می خبري اوری اوټول شاهدی ورکوي اوداحالت په خپلو سترګو وینی نو ددی فساد اوددی رشوت مخ نیوی وکړي ده راته وویل ( برادر ما این را کنترول کرده نه می توانیم وقتى كه ما بیایيم باز نه می ګیره چطور کنیم )بیا مې ورته وویل چې دادارې مشرانوته راپور ورکړه چې جدی تصمیم ونیسی او سزا ورکړی ترڅو په راتلوونکی کی څوک رشوت وانه خلي ده راته وویل( برادر بروکارته کو کسي پرسان این چیز ها رانه می کند ) په همدې خبرو لګیاوم چې دشاه لخوامې یوکس پرولي لاس کیښود اوما فکر وکړ چې یا دامنیت کس دی اویا هم دهمدی فساد اوارتشا دادارې وال دی، خودایوهم نه و بلکه سم سړی اود مرا جعینو له ډلې وو اوراته يي وویل چې وروره دارشوتونه یوازې په دې بانګ کې نه دی هرې ادارې ته چې لاړ شې بد حال دی ډیر شکایتونه مه کوه چې دا ټول سره تړلي دی اوله دې کسانو نه ډار په کار دی ځه مخه دې وهه له کاره ځان مه پرې باسه بس دهماغه مشر اوسپین ږیري خبره مې ومنله او نور راووتلم او د زړه بړاس مې په دې ویست او دا څوکرښې مې ولیکلې که کوم با احساسه چارواکی پرې خبر اومخنیوی يې وکړی موږ خو له دې پرته چې له الله ج نه مرسته وغواړو بله لار مو نشته خدای ج پاک دې موږ له دې رشوت خورو نه خلاص کړي