پدې کې به مو خير وي

په يو ديرکې کوم پاچا وه ډيرعادل
عالمان يې خپل دربار کې نازول
چې پاچا به کوم فتوا صادروله
د پوهانو تر نظر یې تيروله
ټول کارونه يې په پوهه او تدبیر وه
په قدرت کې به يې پوه سړی وزیر وه
 په ماحول کې دپاچا يو پوه فالبين وه
چې د شاه پرې هميشه پوره يقين وه
په دربار کې به چې هر څه پيښیده
د فالبين نظر به شاه تری اوریده
که پاچا به دکوم کارپه نيت روان شو
دم ګړۍ به د فالبين نه په پرسان شو
د فالبين په خوله به تل دغه کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
  چې پاچا به کله ښکار په عزم تللو
دا فالبين به يې له ځان سره بيولو
پوه فالبين  وه د پاچا  سره همراز
په خلوت کې د پاچا وه ورته  نياز
 دا وينا به د فالبين  دخولې کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
څه موده لا تيره نه وه د روزګار
د فالبين دغه مثال شو ډير تکرار
د پاچا پدې کلام راغی څه شک
وی دا څومره يادوي  دا بې مسلک
شو په زړه کې بد ګمانه په فالبين
چې ويلې به سهار هم ماسپهين
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
دا پاچا ورته غصه پټ او پنهان وه
  کومه ورځ ناست وه پاچاپه خپل دربارکې
د خوراک هوس يې وکړه کار و بار کې
امر يې وکړه چې حاضر کړی ښې مڼې
د بشقاب سره يو ځای راوړې چړې
زه يې خپله پاکومه  په ښه شان
حاجت نشته د بل چا دا دی فرمان
  دم ګړۍ ورته نوکر راوړې مڼې
د بشقاب په مينځ کې ايښې وې چړې
شاه راواخستله ښکلې شان مڼه
په بل لاس ېې پاکوله  په چاړه
چې ناڅاپه د پاچا بل خوا نظر شو
داچاړه ېې غټې ګوتې کې خنجر شو
لاس ېې پرې کړه په چاړه شو په عذاب
خپل نوکر ته يې فرياد کړه په شتاب
هغه دم يې خپل طبيب کړلو احضار
د لاس زخم يې پرې علاج کړه د پرهار
دې شيبه کې د فالبين د خولې کلام وه
چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه
شاه فالبن باندې په قهر او په غصه شو
د زندان امرې صادر بې حوصله شو
ويل چې ويليږئ ز ندان ته دا جاهل دی
زما لاس دی زخمي شوی دا غافل دی
زما لاس زخمي کيدو کې  څه کمال دی
چې اخته  دا شپه او ورځ پدې مثال دی
خو چې کله یې فالبين بيوه زندان ته
ویل پدې کې به مې خير وی ښه انجام ته
په دربار کې په فالبين ټول په خندا شول
د فالبين دا نزاکت ته په موسکاشول
  په سبا يې پاچا ووته په ښکار
بې فالبينه ترينه ورکه شوه خپل لار
په هر لوری سرګردانه شوپاچا
اس قيزه يې کشوله  هرې خوا
چې نا څاپه په وحشيانو یې ګذر شو
ځنګليانوپه لوی جشن  برابر شو
ځنګليانو پاچا کلک  راونيولو
سمدستې ترغټې ونې وتړلو
ددې خلکو قربانی ته څوک پکار وه
دوئ هرکال په همدې جشن دا قرار وه
چې پدې ورځ به يو څوک قربانوينه
 پدې کاربه خپل خدايان خوشالوينه
د پاچا لاس او پښې يې وتړلې
هر خواته ځنګليانو  پرې خندلې
دا ميله وه دغه قوم ته مزه دار
چې پيدا وه قرباني لپاره ښکار
ددې قوم کې ددې خلکو دا اسره وه
چې دمشر هميشه دا فيصله وه
هغه څوک چې پدې ورځې قربانيږي
هغه شخص تمام وجود به کتل کيږي
چې رنځوراو يا چې نه وي زخمي شوی
پس له هغه قرباني ته دی منلی
  ددوئ مشر چې پاچا ته ورنږدې شو
د پاچا تمام وجود په لټيدو شو
چې ناڅاپه زخمی لاس وليدلو
امر یی وکړ د پاچا د خلاصولو
ويل چې دا زموږه رسم کې خطا ده
د زخمی قربانول موږ ته ګناه ده
لاړ شی راولی سالم ژوندی انسان
چې حلال يې کړو يو ځای پدې ميدان
شاه ېې خلاص کړلو له بنده دې وحشيانو
په ملنډو په خندا دې ځنګليانو
 شاه په زغرده لدې ځای کړې پښې سپکې
ورپه ياد شو د دربار ها لارې ورکې
په خواری او زحمت راغی تر درباره
وه خوشاله چې شو خلاص ترلوی ناتاره
  دا چې څنګه خپل دربار ته شو داخل
د فالبين په راغوښتلو شو عاجل
ويل چې زر یې د زندان ځينې ازادکړئ
ورته ورکاندئ تحفه زړګې يې ښاد کړئ
چې فالبين يې  شاه حضور ته راوستلو
 شاه هغه دم ترې بښنه و غوښتلو
ويل د ګوتې پریکيدو کې ريښتا خيروه
ګنې ژوند به مې د بلې دنيا دیروه
ټول هغه چې په پاچا وه څه تير شوی
هغه ټولو ته اظهار کړه دې ښاغلي
 ويل رښتيا وه د فالبين دخولې خبره
پکې پروت وه لوی حکمت وه ملغلره
  خو پاچا لدې فالبين وکړه پوښته
وې جواب کړه ته زمادغه غوښتنه
چې صادر مې تاته امر د زندان کړ
هغه وخت کې تا هغه مثال بيان کړ
تا ويل دې کې به مې خير وي بل زمان
دې کوم راز وه داخل ستا په بيان
فالبين وويل ته پاچا يې اي سرداره
دې کې لوی حکمت وه پروت زما لپاره
زه که تا ودی زندان ته نه ليږلی
 نو حتمي وه چې تا ځان سره بيولی
موږ به دواړو ورکه کړې وه خپل لار
زه به هم وم د وحشيانو ګرفتار
ستاچې ګوته وه زخمی ته شوې ازاد
ستا په ځاي به قرباني وم زه ناښاد
انسانان  په خیرو شر خپل نه رسيږي
پاک الله دې چې پدې رازو پوهيږي
----------------------------------
سميع الدین  افغاني
 ٢- ٣ - ٢٠١٢م ٠ کال