
چـــې دې وړی دی له ما دل و دین ته یې
بل څوک نه دی په دا ظلم معــــین ته یې
رقیبان په هیڅ کې نه دي درپوهـــــــیږم
چې مې اړوې په تور و (په) سپین ته یې
د ډیوې د بلولو حاجــــــــــت نشــــــــــته
په هغه کور کې چې ناست مه جبین ته یې
دا چې ســــــتایي نر حوران د جنت خلق
له هــــــــــغو یو زما په یــــــــقین ته
یې
د چــــــمن ګل و سمـــــــن یاسمین څه کړم
چــــــې زما ګل و سمــــــــن یاسمین ته یې
چې دې درست جهان د حسن تماش بین شه
ځکه ځان ته غره تللــی خودبــــــین ته یې
چې په هر در و دېوار دې پرتو لګـــي
هغه هسې رنګ آفتاب مـــــــبین ته یې
په څه ذوق و شـــــوق به سا د هغو خېژي
چې په سر پورې یې ناست په بالین ته یې
چې رقیب غوندې تور د یوې حکومت وړي
د سلیمان (حمید) په لاس کې نګیــــن ته یې