
بمبتې--------عندليب-دير
چې طپيب دلته پخپله سم بيمار دے
دا قامي وجود مې ټول پرهار پرهار دے
د هر ډول په ډنګ اتڼ کوي لګيا دے
دا سړے ځکه د سبي د لکۍ خوار دے
------------------------------------------
د ورورۍ له سياليه له ښه خبر يم
چې مې کور کې نه وي جنګ نو بيا به ګورې
زه پښتون د مينې غر يمه دلبره
يا لونګ راوړه يا بنګ نو بيا به ګورې
------------------------------------------
به دې کور کې زه او ته شريک اوسيږو
دا د چا په ويئنا لرې يې له مانه?
لږ سړے شه دا نړۍ راپورې خاندي
خپل مکتب ته تيلے مه وهه نادانه
-------------------------------------
که څه وايم نو شيخان به مې کافر کړي
خلک هم وايي په تا کې صبر نشته
منصفانو په انصاف مو ږلۍ وشه
په خپل کلي کې مې ځاي د قبر نشته
-------------------------------------------
به دې کلي کې يهود شته نه هندوان
دا خپل کور مې زه له شپې ساتم له چانه?
زما خواره به څه پاتې شي ناصحه?
دا نړۍ دې رب په دې ساعت کړي ورانه
-------------------------------------------
دا چې وروڼه مې لګيا دي وژني وروڼه
چم په چم د يتيمانو اوازونه
راته مه کوئ د مړو اعلانونه
زه قسم دے که نور وکنم قبرونه
--------------------------------------
شتمنئ د نړۍ خوري يو څو کورونه
د انسان په بربادئ اخته انسان دے
دا ژوندي خدايان بلا دي وژل غواړي
چې له مړه بودا نه څټ وهي نادان دے
------------------------------------------
تير ژوندون خو مې غمونو کې تير شوے
خو لا لږ غوندې د شرم ژوند باقي دے
چې ر ښتيا رښتيا خبره درته وکړم
عندليبه دا راهبر مې طلاقي دے