
دبلوچو عمده اوستر ټاټوبی ددوی په نامه،دبلوچستان په نوم یادیږی اومرکزیی دکویټه او قلات ښار دی ، په بلوچستان کې اکثریت یی بلوچان دی، هلته له بلوچو علاوه پښتانه هم دبلوچستان ،١٥،برخه جوړوی، دبلوچستان ختیځ خواته یی سیند ایالت دی دشمال خواته یی افغانستان او لویدیځ خواته دایران مشهداوبندرعباس اوجنوب ته یی دعربو سمندرگی دی. بلوچان دافغانستان په جنوبی ولایتونو کې هم ژوند کوئ ،دافغانستان په خاوره کې له ،١،یو میلیون څخه زیات دغربی بلوچستان،یاایران بلوچستان، کې،١٥،میلیون په شاوخواکې په عربي ټاپوگانوکې څولکه تنه او په ترکمنستان کې د،١٩٩٨،کال دحصایي له مخې ،٢٠٠،زره بلوچان میشته دي، بلوچانواحمدشاه ابدالی دولت سره دورورۍ نږدې اړیکې لرلې،اوپه،،١٩٠١،١٨٩٨،١٨٩٧،١٨٥٢،١٨٦٢،کلونو کې اودافغانستان دخپلواکۍ په جګړه کې یي دافغانستان په ملاتړ دانگریز په ضد جگړې هم کړي دي. په،١٧،١٦،پیړیوکی په بلوچستان کې یي دبلوچو نوابانو اومشرانو ،١٨،پيړۍ په نیمایی کي دنادرشاه دسقوط او دمغولو د امپراتورۍ دکمزورتیا په نتیجه کې داسی شرایط منځ ته راغلل چی دبلوچانو نوابانواودټول بلوچستان په یووالي تمال سول .نصیرخان بلوچ دبلوچو مشر د قلات خان و داحمدشاه ابدالی له دولت سره یې نږدې اړیکې درلود اوافغان پوځ ته یی نصیرخان بلوچ زیات شمیر زلمیان استولي وو، دنصیرخان بلوچ له مړینې وروسته دبلوچومشرانو تر منځ اختلاف منځ ته راغی ،اودقلات لویه خانی گډه وډه سوه اوپه وړوړوخانیوویشل سوه، په مکران کې ټول اقتدار لویو خانانو په لاس کي و،وړوخانانوبه اکثره واک نه درلود.دتاریخ په اوږدو کې بلوچان ،لکه پښتانه، په مالدارۍ بوخت اوله اقتصادي اوکلتوري مرکزونو څخه لرې ساتل سوي وو، په ښارونو اوکلتوري مرکزونو یي په تدریج سره غیر بلوچوعناصر وتمرکز کاوه او په همدغه سبب چې بلوچان له ښارونواوکلتوري مرکزونو څخه لرې وو، دلیک اولوست نه بي برخی وساتل شول،په خپله ژبه اوادب ډیروختونه له لیک محروم اووروسته پاتی سول، اویوازې په فولکلوري ډول بی ژوندی و،طبعا استعماري اوغیر ملی رژیمونه دنوروژبه اوادب تر پښولاندې کوي ،دپاکستاني مارشالایانو او دایران اخوندانو دولت دبلوچو ننگیالي اوپتیالي اولس په ډیر کوښښ سره دعلم اولوست څخه محروم ساتل-نوربیا.........