
بسم الله الحمن الرحيم
د ډېر ګران دوست سيد عبدالظاهر اغا د وفات په مناسبت
د غمشريکۍ او تسليت پــيـــغــــام
چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي
د ګران ملګري، خواږه او مهربان دوست، مرحوم سيد عبدالظاهر اغا مړينی ، که
له يوې خوا، د تنور ، شعر او ادب د لارويانو او پالونکو انګړونه د وير او
ماتم غولي کړل، بل پلو ته يې د کندهار د هوښيارو او درنو مشرانو صف سخت
زيانمن او نيمګړی کړ.
د خدای بښلي ورور او همځولي دوست مغفور سيد
عبدالظاهر اغا د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه ستریِ او درنیِ
کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دنه
شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
موږ ددې درانه غم او
ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد اغا صاحب معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او
بېشمېره ملګرو او دوستانو ته د زړه له تله تسليت او جميل صبر او خپل خواږه
دارالبقاء ته تللي ملګري ته د رب العلمين له درباره فردوس جنت غواړو.
لوی
څښتن دې ددې وروستيو څو لسيزو د لويو زيانونو په بدل کې د افغانيت د
تاريخي سياسي قوام لومړني مرکز ګران کندهار ته، د نوي نسل داسی مشران ور
په برخه کړي چې، هم په خپله سيمه کې د ارامۍ او فروغ او هم په ټول
افغانستان کې، يو ځل بيا، د دوامداریِ سولیِ، قوي او کلک سياسي مرکزيت او
محکم سرتاسري ملي وحدت په مخته پراته ستر رسالت کې مناسب مرکزي نقش ترسره
کړَی شي .
امين يا رب العلمين
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر