پارلمان د ځاني که د ملي ګټو ساتونکی ؟

د ولسي جرګې شپاړسمه دوره (دنوي حکومت له پيله دوهمه دوره) د تېر ۲۰۱۱ کال دجنورۍ په ۲۱نېټه د ولسمشر لخواء پرانيستل شوه، د پرانيستي مراسموکې ولسمشر د پارلمان له ټولو غړو غوښتلي وه، چې بايد د سمتي، نژادي، ژبني او حزبي تعصبونو پرته خپل دنده پرمخ بوزي، او د افغانستان د سمسورتيا او سوکالۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي، سره لدې چې د پارلمان ټولو غړو په همدغه ورځ پر پاک قران لاسونه کېښودل او د واقعي خدمت کولو قسمونه يې وکړل، خو وروسته ټولو وليده ، چې پارلمان په يو غوبل بدل شو، د ډېرو ناندريو بعد يې وکولای شول رئيس وټاکي، خو د رئيسه هئيت ټاکل لا تراوسه ځنډېدلي وه، د لومړۍ دورې پارلماني کړنې خو مو وليدې، چې څه يې وکړل، کومې طرحې يې لرلې کنه؟ او کومې لاسته راوړنې يې درلودې؟ هغه پرځای پرېږدو، اوسني پارلمان باندې به خبرې وکړو، چې دوی تر دې دمه څه وکړل، او په څه بوخت دي.  

 دملت په اوسني کورکې دملت استازو په نوم ځيني اشخاصولاره کړې، چې خپله ملت هم ورته ګوته په غاښ پاتی دی، چې دغه استازي پرې چااوله کومه ځايه وتپل، داسې اشخاص هم پکې شته، چې د روسيې، برطانې، تابعتونه لري، په کاناډا، امريکا، استراليا، پاکستان او ايران کې يې ژوند کړی، داسې اشخاص پرته لدې چې خپل ځان ته څه وکړي، نور خدمت يې له لاسه ندی پوره، ځکه دوی د ملت په ستونزو ندي خبر .يوشمېروکيلان په وزارتونو ګرځي، دپیسوپه مقابل کې دخلکو سفارشونه وزيرانو ته کوي، يوشمېريې د بنديانو دخلاصون لپاره منډې وهي، ځيني د قراردادونودترلاسه کولولپاره اوځیني نوربيا دمهماتوډک واسکټونه په خپلوموټرونو کې ديوځايه بل ځايه ته انتقالوي، او يوشمېريې خو دمزوچړچولپاره دملت په کورکې ناست دي، وزيران يې ترنظره هېڅ هم نه راځي، فکرکوي، چې وزيران ددوی نوکران دي، کله يې چې دوکيلانوخبر په وزارت کې وانه ورېدل شي، بيا وزيران استحضاروي  او تهديدوي يې. کله کله خو بيا ډېر ې وړې نقطې د ولسمشر سره په ليدنو کې هغه ته هم يادوي، ترڅو د ولسمشر ذهنيت هم بل طرف ته واړوي. همدغه شان وکيلانو له اوسه راتلونکو ولسمشريزوټاکنو کانديدانو سره سازشونه شروع کړي، وعدې ورکوي چې ددې ټول موکلين به همده ته رايي ورکوي، غرونه ورته غوښې او سيندونه ورته ښوروا کړي، دقدرت په وږو ځينو کانديدانو سترګې پرې پټې دي بس چاچې وعدې ورکړې بېشمېره پيسې ورکوي.ځیني يې په بهرنيوسفارتونوګرځي، بهرنيوسفيرانو ته د افغان دولت په مقابل شیطاني کوي، بهرنيوسفيرانو ته په پښوکې توغلېږي، پدې غور نه کوي، چې شايدپه داسې کړنو د افغان اوبهرنيوهېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې شي، دتګ په وخت کې دسفيرڅخه د جيب خرڅ پدې نوم چې مصارفاتي يې زيات دي اخلي،  په ځينوکتنوکې د بهرنيوسفيرانوڅخه دبهرتګ غوښتنه کوي، کله چې دبهرتګ زمينه ورته برابره شي، هلته بيا داسې عياشي کوي، چې قلم يې دليکلو اوغوږونه يې داورېدلو توان نه لري، هلته ترې بياافغان مظلوم ولس، کونډې، تيمان او کړې ژمنې هېرې وي، بس په خپلې عیاشۍ بوخت وي، ځينو نور خو بيا په لسګونه ساتونکي له ځانه سره ګرځوي، د کور ساتنې پرې کوي او د کورنۍ هر غړي سره يې يو یا دوه ساتونکي ګرځي، نه پوهېږو، چې زموږ ولسي جرګه (پارلمان) کوم خواته روان دی او راتلونکی به يې څه وي؟زه له هغه ژورناليستانواو ليکوالانوڅخه غوښتنه کوم، چې په ملي شوراء د دوی د فعاليتونو د انعکاس په خاطر موجود وي، دملي شوراء دهغه غړوپه اړه ولس ته معلومات ورکړي، چې د خدمت کولو نه وي، او هغه څوک تقديرکړي چې دخدمت طمعه ترې کېدای شي، دسياسي چاروکارپوهان دې په مطبوعاتو کې د نورو سالمونيوکوترڅنګ دملي شوراء په هغو غړو هم نيوکې وکړي، کوم چې په افغان مظلوم ولس تپل شوي.
. سبحان