د لومړي ځل لپاره د مطالعې ورځ ولمانځل سوه

راپور:-وحيدالله(فروتن)
 د مطالعې ورځ  د۱۳۹۰کال ددلوې د مياشتې په ۲۷ مه نيټه چی د۲۰۱۲کال دفيبروری دمياشتی د۱۹نيټی سره سمون خوری، په داسي حال کي ولمانځل سوه چي په لمانځنغونډه کي په سلګونو کسانو ګډون کړی وو غونډه د همدې ورځي سهار څه باندي اته بجې پيل سوه چي له پيليدنې وروسته څه کتابونه په ګډونوالو وويشل سول تر څو يې دڅو دقيقو لپاره مطالعه کړي له دې وروسته د مطالعه کوونکو له ډلي د نورو پياوړو استادانوپه شمول ددې ورځي په ارزښت مفصلي اوږدې خبري وکړې .
 \"\"
غونډه چي د هاشم سرواني ټولنې په هڅه جوړه سوې وه په وروستۍ برخه کي يې هغو سپين ږيرو ښوونکو ته ستاينليکونه هم ورکړل سول چي خپل ټول ژوند يې دښوونکي دندي ته 
ځانګړی   اوپه ثبوت رسولی.
 
ديادلو ده چي دا ورځ دلمړي ځل لپاره په هيواد او نړۍ کي ولمانځل سوه.اوداټولنه هيله لری چی په راتلوونکی کال کی داورځ په ټوله نړي کی ولمانځل سی