
داسې څرګندېږي چې يو شمير اپورچونيست وګړي پر افغان ملت د ځان تپلو پر تکل په بيلابيلو بڼو او پلمو ډګر ته راوتلي دي.
دا ځل د افغانستان د پارلمان يوه نامتو غړې، فوزيه کوفي، لندن ته راغلې وه او ورسره د بي بي سي راديو ديرش دقيقې مرکه لرله. نه يواځې دا چې د خپل دې تکل لپاره د لندن انتخاب، چې زموږ په سيمه کې د ټولو بدمرغيو او کلوناليزم مور ده، تر هرڅه د مخه د حيرانتيا وړ وه.
پر هغه سربېره، فوزيه کوفي اساساً په تاريخي افغانستان کې د پنجابي اجير "فوج" او ايران لاسوهنو ته اشاره ونکړه، ټوله خبره يې دا کوله چې د ٢٠١٤ کال په ټولټاکنو کې غواړي ولسمشرۍ ته ځان کانديد کاندي.
دا خو ډېره پر ځاى خبره ده چې د اتيا مليونه افغان ملت لوڼې او زامن – په تيره بيا ښځينه پوړۍ - دا جرئت اووړتيا ولري چې خپله خاوره او ولس د پرديو له تازينو وژغوري. خو سوال دا دى چې ايا که افغانان کوفي ولسمشرۍ ته انتخاب هم کړي، د آى اِس آى او راجه-جرنيل حميد ګل سره به څه معامله کوي. له دې کبله افغان ځوان نسل بايد ويښ اوسي، او اجازه ورنکړي چې څوک يې هيواد او ملت په نادرستو لارو روان کړي.
يا ربه توفيق
غلام محمد زرملوال