
بسم
الله الرحمن الرحيم
د تاريخ په اوږدو کې
څرګنده شوې ده چې د نړۍ ټول غير اسلامي هېوادونه د اسلام په وړاندې له يو ډول چلند
څخه کار اخلي. که څه هم دوی په ځانګړي او ظاهري ډول له ځينو اسلامي هېوادونو سره ښې
اړيکې لري، خو ډېر کله د هر بل غير اسلامي هېواد سره د ستونزې پر مهال دا ټول هېوادونه
د اسلام په وړاندې دريږي او د مخالف لوري په وړاندې له هر ډول بېشرمانه کړنو
سپمونه، نه کوي.
سلګونه کاله وړاندې له
صليبي جګړو رانيولې، د اسلامي خلافت تر نړېدو او وروسته بيا د نړيوالو او سړې جګړې
پر مهال د اسلامي نړۍ پر ضد د کفارو کړنو، دسيسو او همغږيو ددوی دا ډول تګلاره په
ښه توګه روښانه کړې ده.
په څو وروستيو ورځو کې په
بګرام کې د قرآن کريم د ېوې ګڼې سوځونې عامه غبرګونونه راپارولي دي، خو لکه څنګه
چې څرګنديږي، د غير اسلامي هېوادونو غبرګون په دې اړه ډېر سوړ دی. دوی او په تېره
بيا د امريکې متحده ايالتونه غواړي هره لوبه په خپله ګټه او د اسلام په ضد وڅرخوي
او په دې ډول يو ځل بيا د خپلو ناولو هدفونو ساحل ته زموږ د وينو په سيند کې بېړۍ
وزغلوي. په افغانستان کې له خونړيو لاريونونو څخه هم دوی د پوره ګټې اخستلو په لټه
کې دي. په داسې حال کې چې بهرنيان افغان ځواکونو ته د واک سپارلو په حساس درشل کې
دي، او ورسره د هېواد له نورو سيمو څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او تر څنګ ېې دلته
د هغوی د تلپاتې پوځې هډو د جوړولو خبرې ګرمې دي، دوی غواړي د افغان ځواکونو د
وړتيا په ننګولواو د بېګناه افغانانو په وژلو دا ډرامه نوره هم وغزوي.
کفري هيوادونه ډېر ځله
ځانونه د انسانيت او بشريت ساتونکي او د آزادۍ مخکښان بولي. دوی د خپل لرليد او
ګټو په پام کې نيولو سره په اسلامي هېوادونو کې د لاريون کوونکو او کله کله هم د
خپلو لاسپوڅو ګدۍ ناستو مرستې ته له بمونو او راکټونو سره رادانګي، او د هغوی د
مقابل لوري د راپرځولو لپاره هڅې کوي. په داسې حال کې چې ددوی د ړندو بمونو او
راکټونو ښکار تر ډېره هغه بېګناه کسان وي چې له داسې خوځښتونو سره هېڅ اړيکې نه
لري.
په داسې حالاتو کې د نړۍ
مسلمانانو ته يوازې يوه لاره پاته ده. او هغه د اسلامي ملت او په ځانګړې توګه د
افغان ولس فکرونه ويښول او يووالی دی. دا خبره روښانه ده چې که چېرې د نړۍ
مسلمانان يو لاس شي او د کفري وينې زبېښونکو مخنيوي ته ملا وتړي، نو د نړۍ هېڅ
ځواک به ېې مخه ډب نه کړای شي، او لرې نه ده چې يو ځل بيا به بشريت د اسلام له
ښکلاوو او ځلاوو برخمن شي، چې ورسره به ايله خلک د ډاډ ساه واخستی شي او زموږ د
کلونو ربړو ته به د پای ټکی کښېښول شي.
موږ د پښتون يون ټول غړي
په کلکو ټکو د بهرنيانو دا ناوړه عمل غندو او د بښنې غوښتلو پر ځای د دې او نورو
ورته پېښو د تر سره کوونکو يوې عادلانه اسلامي محکمې ته د سپارلو غوښتونکي يو.
مړه دې وي د اسلام او
افغانستان دښمنان
د پښتون يون چلوونکې جرګه