دمنشي احمدجان طنزيه کيسې

پوهنمل محمود نظری
منشي احمدجان  په کال (۱۸۸۲م) دغزني په مقر کې زېږېدلی دی ، د زده کړې لپاره  پېښور ته تللی دی ،دهغه مشهور کتابونه هغه دغه او د قصه خوانۍ ګپ په نوی رنګ نثری کتابونه دی دهغه دنثر ژبه خوږه او جملې يې لنډې دي د هغه د کیسو  منځ پانګه تاریخي  او ښوونییز طنزونه اوټوکې  جوړوي ، دهغه هغه  دغه او د قصه خواني ګپ کتابونه (طنز ډوله حکایتونه) دی  دهغه یوه د پښتو  په خواږه نثر ښکلې، په  طنزی توله اود متلونو ډکه  کیسه  داسې ده
 
قصه :   درخانۍ  په سوات کې د برې باز درې د یو تاوس خان  نومي پښتون  لور وه او د پایاوخان  نومې  یو پښتون چنغله وه . یوه ورځ د درخانۍ د ترور د لور واده وو په هغه کې یې د کوزې باز درې یو ادم خان نومي  خانزاده باندې  سترګې خوږې شوې ؛ټپ له دواړو لاسو خیزي؛ هغه هم پرې  زړه بایلو. دې اور داسې لمبه  وکړه  چې د واده د خلاصېدو او د مېلمنو د رخصتېدو نه پس  دواړه په لاره کې  هرومرو یو بل ته  په غلا غلا کتل . ماسخوتن په هوجره  کې  چې ادم خان  یوه ګوته رباب ووهلو نو یو سوړ اسوېلی یې وکړو او میرو ، بلو  خپلو خوږو یارانو ته یې د زړه حال ووې . د هغه  دا مراد وو چې په دې شپه د اشنا دیدن ته لاړ شي . پردو کورونو ته تلل د ؛خالصي دل نه و؛ ولې میرو او بلو  ورته حلال کړي چرګان  و . سمدستي یې ملا وتړله  او شپه په شپه برې باز درې ته  لاړل . بلو یې  چرته د چوکۍ د پاره ودرولو او دوی دواړه د درخانۍ کور ته ورغلل . میرو ورته  وړومبی ګودر سهي کړی و.  ادم خان د اشنا کټ  ته ورسېدو درخو تار په تار په پالنګ  اوده وه ، څنګزنې  سپوږمۍ  او یو نیم ستوري یې  په غلا دیدن کولو . ده یو ساعت په غټو سترګو کتل  چې  ښه زور او زېر یې  ووېست  نو ورو غوندې یې د پښې غټه ګوته ترې ونیوه او ویښه یې کړه  چې درخو سترګې وغړولې نو هغه بشره ورته ولاړه وه چې د چا په خیال کې وده شوې وه .  حیرانه شوه چې دا خوب دی که ویښه؟ څو ځله یې سترګې ومښلې او بیا یې وغړولې چې ښه یقین یې راغی نو پاڅېده او ورته ترغاړې وته ، غوږ کې یې ډېرډېر هرکلی ووې او بیا یې د خپلې مینې دوتر ورته پرانستو . په خلکو لویه شپه تېره شوه او په دوی د سترګو رپ و.
میرو شپېلی وواهه مطلب یې داوو چې چرګانو بانګونه  ووې . ملایانو اخ وټوخ جوړ کړ. هسې نه چې شرمیندګي جوړه شي  او د اوښ په شامو سپي  ونه خوري . ادم درخانۍ د اوښکو ډکې سترګې یو بل نه جداشول .؛ (له قصه خوانۍ ګپ څخه)
((هغه دغه )) له کتاب څخه : دوې طنزیه  توکې
ېوه سړي ته یوه لویه عهده ورکړی شوه،او غټ سړی شو یو دوست يۍ چې دا خبره واوریده نو د مبارکۍ لپاره ورغی . هغه چې ولید نو ورته يی ووې چې ته څوک يی او دلته د څه لپاره راغلی يې؟ده ورته ووې څه ته ما نه پیژنې؟زه ستا پخوانی اشنا یم،اوریدلی می وو چې ته ړوند شوی يی نو زه د پوښتنه له راغلم.
                                       
***           
 
یو فقیر د یو دولتمند دروازې ته ﻻړ او خیريې ترې وغوښت . له کور د ننه نه چا ځواب ورکړ چې   بي بي په کور نشته . فقیر ووې چی ما د ډوډۍ ټوټه غوښتی وه بی بی خو می نه غوښتله چی داسی ځواب مو راکړ.