
د زړه پرهرته مې راځي د چا مالګینې ګوتې
له ډیره وخته مې یادیږي ګلورینې ګوتې
ما ته په نیمه شپه انځور کړي زما ستړی ژوندون
تر روڼ سهاره راسره وي د خیال سپینې ګوتې
ملګرو وبخښئ حجرې ته نغمې نشم راوړای
دلته رباب شلیدلی دلته زما وینې ګوتې
راشه زما د لاس په کرښو کې د نوم وګوره
ته خو بینا یي بلا شکر ته خو وینې کوتې
هغه ساده ده په دې خپل لیونی وژني هر ځل
فقط په سرو شونډو چې تیرې کړي نیازبینې کوتې
لمره لګ تم شه ماښام مه راوړه ایسارې به شي
خدای ته دعا وړي مازدیګر دی ځینې،ځینې ګوتې
خوستی به بیا ځوانه ځواني غیږه کې ټینګ ونیسي
که دې په مخ ورته راتیرې کړې د مینې ګوتې
سباوون خوستی