د زاخيلوال د استيضاح لپاره د ځينې وکيلانو دسيسه

 پرون ولسي جرګې د مالیې وزیر ته له هغو تورونو برأت ورکړ چې له امله یې د ده د استیضاح غوښتنه شوې وه. د مالیې پر وزیر تور لګېدلی و چې د پارلمان له اجازې پرته یې د ۱۳۸۹ کال په انکشافي بودجه کې زیاتوالی راوستی او د کندهار او ننګرهار ځینې پراختیایي پروژې یې، سره له دې چې پارلمان نه وې منظورې کړې، له احتیاطي بودجې نه تمویل کړې وې.
د مالیې وزیر چې خپل دلایل وړاندې کړل نو د ولسي جرګې یو استازي، چې د استیضاح غوښتنلیک یې هم امضاء کړی و، وویل چې د وزیر څرګندونې د قناعت وړ وې او د جرګې پر مالي کمیسیون یې غږ وکړ چې وکیلانو ته یې سم معلومات نه وو ورکړي.
مجلس لا ختم نه و چې یو شمېر وکیلانو بیا پر خپلو سیالانو تور لګاوه چې معامله یې کړې او خپله رایه یې خرڅه کړې ده. حقیت چېرته دی؟ دا پوښتنه ځوابول غواړي.
د مالیې وزیر په ارقامو ثابته کړه چې د بودجې د زیاتوالي خبره بې بنسټه وه. د دویم تور په اړه د مالیې د وزیر څرګندونې د استیضاح غوښتونکو پر اصلي محرک یو څه رڼا اچوي.
کله چې د استضاح غوښتونکي وکیلان وایي چې په «کندهار او ننګرهار» کې داسې پروژې وې چې پارلمان نه وې منظور کړې خو زاخېلوال په خپل سر تمویل کړې دي، دا ښوول غواړي چې د مالیې پښتون وزیر په دوو پښتون مېشته ولایتونو کې د پارلمان له اجازې پرته د دولت پیسې لګولې دي. جالبه خو دا ده چې وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل چې په دغو پروژو کې د ننګرهار هېڅ یوه پروژه هم نه وه خو د هرات، مزار، بامیان او پروان ګڼې پروژې په کې شاملې وې. په دروغو د استیضاح په غوښتنلیک کې د ننګرهار ورزیاتول او د نورو ولایتونو هېرول په ښکاره د یوې دسیسې اثبات دی. هغه چا چې دا سند جوړ کړی و، غوښتل یې چې پر قومي او ژبني بنسټ د مالیې د وزیر پر ضد د غیر پښتنو وکیلانو یو صف جوړ کړي. وروسته چې دا دسیسه ناکامه شوه، هماغه کسان راپاڅېدل او پر پارلمان یې د فساد، معامله ګرۍ او بډو اخیستلو تورونه پورې کړل.
دا به ګرانه وي چې څوک دې د افغانستان د ملي شورا په غړو کې په ګڼ شمېر پاک او ریښتیني وطنپال، د ملت په درد دردمن کسان ومومي. هغه څوک چې د فساد او معامله ګرۍ خبرې کوي په خپله په دې چارو کې استادان دي او خپل د درغلیو سیالان ښه پېژني. خبره په دې کې ده چې د بودجې او مالي چارو په کمیسیون کې داسې د نفوذ خاوندان شته چې په لوی لاس پارلمان ته ناسم، دروغجن او جانبدار معلومات وړاندې کوی او په دې توګه د وکیلانو له ناپوهۍ د خپلو کرغېړنو اهدافو له پاره کار اخلي. دغه د نفوذ خاوندان څوک دي او په کومو وسایلو خپل هدف ته رسېږي؟
که په ولسي جرګه کې د خلکو ریښتیني استازي وي، او ښکاره ده چې حتماً به څو تنه پاکان د ناپاکانو په ډله کې ورننوتي وي، نو هغوی باید په جرأت سره ملت ته دا واضحه کړي چې څوک، څنګه په کومو معاملو کې ښکېل دي. که نه هغه غله چې هم غلا کوي او هم ځان له پل زن سره شریکوي، د هېواد ثبات او سوکالۍ ته ښه ډېر تاوان رسولای شيٍ.