
يوسف انتظار
زموږ ګران هېواد دادسترو
مدنيتونو او فرهنګونو د پالنې او روزنې زانګو د خپل حساس جيو ستراتيژيک او
جيوپوليتيک موجوديت له امله د نړۍ د ډېرو سترو نيواکګرو او ښکيلاکګرو د تيريو او
لښکرکښيو سره لاس په ګريوان پاتې شويدي.زموږ د هېواد د زړورو او په خپلواکۍ مينو
ولسونو د پرديو د يرغلونو او تيريو پروړاندې د خپل هېواد د ساتنې په لار کې ستر
مادي،معنوي او ځاني زيانونه ګاللي چې د هغو په پايله کې زموږ هېواد د نړۍ د پرمختګ
او تمدن له کاروان څخه وروسته پاتې شويدي.د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د دوو
متضادو او متخاصمو سيستمونو يانې د نړيوالې پانګوالۍ سيستم او نړيوال سيالستي
سيستم ترمنځ سيالي چې د سړې جګړې په پېل سره د پوځي تړونونو په منځته راتلو سره ئې
نوي بڼه غوره کړه ددې سبب شوه چې د نړۍ دوه ستر زبر ځواکونه د خپل نفوذ او اغيز
لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلې هڅې ګړندى کړي. پخواني شوروي د خپل استعمار ي خصلت
او لوئې غوښتنې پربنسټ چې د نړۍ ٣/١ برخه ئې په مستقيم او غيرمستقيم ډول ترخپلې
ولکې لاندې راوستي وه.او پرنړۍ باندې ئې د بشپړ تسلط درلودلو اشتها ورځ تربلې مخ
په زياتيدو وه د غوائي د اوومې نيټې پوځي پاڅون وروسته ،چې له امله يې په
هېواد کې سياسي نظم او ثبات ورځ تربلې مخ پرخرابيدو روان وو او د پخوانيو مجاهدينو
پوځي برياوې د جګړې په ډګر کې مخ پرزياتيدو وې کوم چې په پاکستان او ايران کې ئې
سنګر نيولى او لويديزې نړۍ او امريکا ئې پوځي او مالي ملاتړ کاو. نو پخواني شوروي
له دې وېرې چې ددوى په ګاونډکې د افغانستان سره په پوله د امريکا او لويديزې نړۍ
له لوري ئې پروړاندې ګواښ رامنځته نه شي او افغانستان ئې لا له وړاندې د خپلو
سياسي،اقتصادي او پوځي ګټو سيمه بلله او لدې لارې يې د هند سمندر ګرمو اوبو ته ځان
رسول غوښتل نو پرهمدې بنسټ ئې د ١٣٥٨لمريز کال د مرغومي پر ٦مه زموږ پر بې وزله
هېواد باندې پوځي يرغل پيل کړ او د هغه مهال واکمن خفيظ اله امين ئې لومړۍ مسموم
او وروسته ئې وواژه او پرځاى ئې ببرک کارمل د خپل پوځي ځواک د مټو په زور د ټولو
نړيوالو اصولوپرخلاف او د ملګرو ملتونو د منشور د اصل په نه رعايت پرافغان ولس ور
وتپه او پدې توګه زموږ هېواد نيغ په نيغه د شوروي د پوځي يرغل په ترسره کيدو سره
په بشپړه توګه د سره پوځ ولکه کې پريوت.ببرک کارمل چې د پرديو د برچو په زور واک
ته ورسيد پخپل دغه کار سره ئې له يوې خوا د افغانستان بې وزله خلک په لوى لاس ددښمن
غيږې ته ورټېل وهل او د ثور د ٧مې نيټې بدلون ټوليزه او سياسي تکيه ئې سخته کمزوري
کړه او له بلې خوا ئې د افغانستان مسله نړيواله وګرځوله چې د هغې په پايله کې زموږ
هېواد د نړۍ د سترو زبرځواکونو د وزلوبې د سيالۍ په ډګر واوښت .په هېواد کې د
روانې جګړې لمن د هېواد ګوټ ګوټ ته وغزيده اولويديزې نړۍ او د امريکا متحده
ايالاتونو د شوروي سره په مقابله کې افغان وسلوالو ډلوته پرمختللي وسلې ورکړي جګړې
خپله لمن لاپسې پراخه کړه د هېواد يو شمېر ولايتونه ،ولسوالۍ ځينې لرې پرتې سيمې د
دولت وسلوالو مخالفينو په لاس کې پريوتې.د افغان وسلوالو ځواکونو تعرضي او دفاعې
قابليت ورځ تربلې د کمزورتيا پرلور روان وو د جنګ جګړو په ډګرکې دواړو خواوته ځاني
او مالي درانه زيانونه واوښتل،د شوروي په مشر تابه کې هم د افغانستان د مسلې پرسر
لا له وړاندې موجود مخالفتونه نور هم مخ پرزياتيدو شول د جګړې په ډګر کې د زرګونو
شوروي سرتيرو په وژلو سره د شوروي خلکو په اذهانو کې د دولت پرخلاف کرکه او
مخالفتونه رامنځته شول ترڅو په شوروي کې د بريژينيف او يو شمير نورو رهبرانو له
مړينې وروسته د نوي تفکر څيره ميخائل ګرباچف د واک واګي په لاس کې واخيستې، ګرباچف
د نوي تفکرپه رڼا کې د بيا رغونې او علانيت ترشعار لاندې د ژورو بدلونونو پلان تر
لاس لاندې ونيوه او افغانانو ته هم موکه په لاس ورغله چې د هېواد لپاره پر نوي
ليډر شيپ فکر وکړي داسې ليډرشيپ چې وکولاشي له يوې خوا حاکم نظام له
انزوا(ګوښوالي)راوباسي او بلخواداسې سياست رامنځته کړي چې ټولو افغانانو او
وسلوالو مخالفينو (مجاهدينو) ته د يوه ګډسياست په توګه د منلو وړ وي او افغانان
ددې سياست پر بنسټ په هېواد کې د جنګ جګړو پرځاى سولې،ثبات او امن راوستو ته وهڅوي
نو پرهمدې بنسټ ډاکټر نجيب الله د ګوند او دولت د مشر په توګه پداسې شرايطو او
حالاتو کې رامنځته شو چې هېواد په يوه ستر ناتاراو ناورين کې ډوب وو او نجيب الله
ئې ديوه ستر تاريخي ازمايش سره مخ کړى وو نجيب الله د يوه دراک،نوښتګر او خوځنده
افغان سياستوال په توګه هېواد له روانې ملي غميزې څخه د راايستلو په موخه د ملي
روغې جوړې او پخلاينې سياست چې په بشپړ ډول يې د افغانانو د هيلو ارمانونواو
غوښتنو سره سمون درلود او د افغانې ټولنې پرواقعيتونو ولاړ وه نه يواځې د
خپل ګوند او دولت د اوږد مهاله سياست په توګه بلکې د بيا راغونې په اوږده پړاو کې
د ټولو افغاني ځواکونو د ګډ افغاني او ملي سياست په توګه رامنځته کړ، او دايې
څرګنده کړه ،چې هېوادنۍ مسلې اوس هومره پيچلې شوې ،چې يوازې يوڅوک په په يواځې
توګه نشي کولای هغه حل کاندي او اصلاً دافغانستان دمسايلو يو اړخيز حل په اوس کې
واقيعت نه لري او ديوه ځانګړي ګوند دانحصاري حاکميت پرمفهوم يې دبطلان کرښه
راويستله او دقدرت انحصار دجنګ جګړو اصلي سرچينه وپيژندل شوه او ديوه ګوندي دولت
پرځای دټولو افغانانو دملي وفاق دحاکميت تامينول هدف وګرځېده د همدې سياست پربنسټ
او د افغانانود سر ښندنې په پايله کې شوروي يرغلګر ځواکونه د هېواد څخه وتلو ته اړ
شول د سلواغې په ٢٦مه ١٣٦٧لمريز کال د شوروي د څلوښتمې پلي فرقې قوماندان او
دشوروي وروستۍ پوځي جنرال ګروموف د حيراتانو له پله څخه د تيريدو پرمهال چې د
څلويښتم تيري کوونکې پوځ بيرغ يې په ټيټ سر د ځان سره يوړ د هغې ورځې د ماښام په
رارسيدو سره نجيب الله دا ورځ د ملي نجات ( ملي ژغورنې) د ورځې په نامه ديوه
ځانګړي فرمان د انفاذ وروسته ونوموله چې اوس افغانان هرکال دا ورځ د خاصو او
ځانګړو مراسمو په تر سره کيدو سره لمانځي او په هېواد کې عمومي رخصتي ده پدې کار
سره د شورويانو قهر او غصه راوپاريده او د نجيب الله د واکمنۍ پرخلاف ئې توطيي او
دسيسې پيل کړي د ملي روغې جوړې او پخلاينې سياست چې د ډېرو منډو ترړو وروسته
دتطبيق وروستى پړاو ته رسيدلي وه په پايله کې د يو شمېر هېواد د ښمنه جهادي
تنظيمونو او د وطن په ګوند او د افغانستان د جمهوري دولت د وسلوال پوځ په مشر تابه
کې يو شمېر بې مسؤليته او خاينې ډلګۍ او په ټوله کې د شمالي ټلوالې ترنامه لاندې
چې روسانو او ايرانيانو په همدې منظور رامخته کړي وه په قصدي او عمدي ډول د پرديو
په اشاره ددې پلان د عملي کيدو مخه ونيوه د ملي روغې جوړې پلان سبوتاژ او له ماتې
سره مخ شو او يوځل بيا ئې د پرديو په لارښونه هېواد ديوې بلې کور سوځونکي او ورور
وژونکي اوږدې جګړې په سيلاب کې ورګډ کړ چې تردې مهاله روانه ده په يايله کې هېواد
ددولتي حاکميت دتشې ( دقدرت خلا) په ډنډ کې ورګډ او دباتورو افغانانو ټاټوبی
دنړيوالو اورپکو، ترهګرو او مافيايي ډلو په ځالې بدل شو کوم چې نجيب الله يې
خبردارۍ ورکړی وه.
پر افغانستان باندې د شوروي
پوځي يرغل پايلې زموږ د ګران هېواد افغانستان او هم پخپله د پخواني شوروي لپاره
تباه کوونکي وي. ددې جګړې په پايله کې نږدې يونيم مليون افغانان ووژل شول په
سلګونه زره نور معيوب او معلول شول د ٩مليونو په شاوخوا کې افغانان دنړۍ ګوټ ګوټ
ته په مهاجرت او کډې کولو اړشول او هېواد په بشپړه توګه په کنډواله بدل شوو. د
ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ وروسته د اسلامي ګوندونو او تنظيمونو ترمنځ د واک پر سر
جګړه کې چې د پرديو لخوا پرمخ وړل کيده د هېواد ښارونه هم د خاورو سره خاورې شول د
رباني او مسعود په توره سقاوي او سيتمي دوره کې د سر زيان سربېره د هېواد نږدې
ټوله مادي او معنوي شتمني چور او تالا شه. کله چې لويديزو هېوادونو او امريکا د
معسود او رباني واکمني د پخواني شوروي او د هغه ننۍ ميراث خوري روسيې په چوپړ کې
وليده نو د طالبانو تحريک ئې رامخته کړد طالبانو اسلامي تحريک په لومړي سر کې
وکولاى شول وسله راټوله او امنيت ټينګ کړي د کابل په نيولو سره د رباني
معسود واک مات او د افغانستان د ويشلو شوروي پلان ناکام کړي خود طالبانو په تحريک
کې يو شمېر سخت دريځو کړيو يو لړ داسې چاروته لاس واچوه چې خلکو ته د زغملو وړنه
وو دوى د کابل د نيولوسره جوخت سمدلاسه د افغانستان پخواني جمهور ريس نجيب الله د
ملګرو ملتونو د ديپلوماتيک مقر خوندي توب په پام کې نه نيولوسره د محاکمې پرته د
پرديو په اشاره لومړى هغه وواژه او وروسته ئې په دار وځړاوه.د باميانو بتان دا د
هېواد تاريخي او کلتوري ميراث ئې په بمونو والوزول او په دې توګه طالبان د لويديز
له کنتروله ووتل،نړيوالو ترهګرو د اسامه بن لادن په مشرۍ چې د مسعود او
رباني په واکمنۍ کې په افغانستان کې مېشت وو او د افغانستان د تابعيت تذکرې ئې
اخيستې وې د ٢٠٠١زيږديز کال د سپتمبر په يوولسمه نيټه د نيويارک په ښار کې د
نړيوال سوداګريز مرکز دوې غبرګې هسکې ماڼۍ ونړولې.طالبانو دامريکا متحده ايالاتونو
او يا کوم درېيم هېواد ته د اسامه بن لادن د سپارولو څخه د ميلمه توب تر پلمې ډډه
وکړه او پدې ترتيب دامريکا متحده ايالاتود ملګروملتونو او نړيوالوپه ملاتړ د
طالبانو واکمنۍ ته د پاى ټکى کېښود اود طالبانو د بهرنيو چارو د پخواني وزير وکيل
احمد متوکل په خبره نه ميلمه او نه کوربه پاتې شول.د شوروي د يرغل راتلونکي پايلې
لا جوتې نه دي او دا لړۍ دوام لري دا لانده ښکاره چې زموږ د هېواد راتلونکى به څه
وي؟ او د افغانانو پرسر به نور څه راځي ؟ اوس دا دى څه د پاسه لس کاله کيږي چې د
ناټو او ايساف ځواکونه زموږ په هېواد کې دترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې راښکېل دي او
دا جګړه تردې مهاله په ډېر درز کې روانه ده خو لکه څنګه چې ليدل کيږي تردې دمه د
دولت د وسلوالو مخالفينو پر خلاف د وسلوالې روانې جګړې کومې مثبتې پريکړ نده پايلې
نه تر سترګو کيږي او هېوادکې دټوپک غږ دبل هرغږ په پرتله اوچت ترغوږو کيږي او موږ
لاتراوسه دبحران دپای ته رسېدنې ترلومړني پړاوه چې هغه دجګړې غوڅېدنه ده زيات واټن
لرو او هېواد په يوه ژور سياسي،اقتصادي او پوځي بحران او کړکيچ کې راښکېل دى. پردې
سربېرهېواد د نشه يي توکو دتوليد او قاچاق په مرکز بدل شوى،د قانون حاکميت او
واکمني له منځه تللي اداره او نظام د فساد په بدنامه پديده کې ډوب دى.لکه د مخه مو
چې وويل دا لا جوته نده چې پرهېواد باندې دپرلپسې يرغلونو او تيريو په پايله کې به
زموږ د هېواد او خلکو راتلونکى برخليک څه وي؟ خو يوه خبره چې ټولو ته روښانه
ده،داده ترڅو چې افغانان په رښتني او صادقانه ډول رامنځته شوي خپلمنځي سياسي،سمتي،
ژبنې،قومي او توکمزې ستونزې او مخالفتونه له مخې ايسته نه کړي او يو بل ته تېريدنې
ونه کړي او د ملي يووالي رامنځته کيدو اصل ته غاړه کښنږدي، ملي او هېوادنۍ ګټې
دنورو ګټو په پرتله لوړې ونه بولي د راونې زړه بوګنونکي غميزې پريکنده حل ناشونی
بريښي د جګړې عمر به نور هم زيات شي او هېواد به نه يواځې دا چې له اوسني ناوړه
مسلط حالت څخه بريالي راووځي بلکې ددې وېره شته چې هېواد مو د ويشل کيدو پر لور
ګام پورته کړى چې بيا به ئې مخه نيول څه اسانه کار نه وي. او دا هغه څه دي چې زموږ
د هېواد دښمنان ئې غواړي پر افغانستان باندې د شوروي پوځي يرغل پايلې نه تنها د
افغانانو لپاره بلکې پخپله د تيري کوونکي لپاره هم ډېرى درنې او ورته په لوړه بيه
تمامې شوې افغان جګړې د پخواني شوروي نړيوال پرستيژ تر پوښتنې لاندې راوست او هغه
ئې پرځمکه وواهه او د هغې استعماري نيتونه ئې چې د سولې،دوستۍ،ديتانت د جذابو
غلونکو شعارونو ترچتر لاندې پټ وو نړيوالو ته ښکاره کړل سړه جګړه په نړۍ کې
د تيري کوونکي په ابدي ماتې پاى ته ورسيده،نړيوال سوسيالستي سيستم ړنګ او دړې وړې
شو. شوروي امپراطورۍ ونړيده او د هغه په استعماري جغرافيائې ساحه کې پنځلس ازاد
هېوادونه منځ ته راغلل د ورسا پوځي غښتلي تړون چې د شمالي اتلانتيک (ناټو)پرضد
رامنځته شوي وه مضمل او له مخه لاړ. د افغانستان جګړه د شوروي وروستۍ جګړه ده داله
هغه وروستۍ ځان وژونکو ماينونو څخه يوه راوختله چې يو لوى دولت پرې والوت او دړې
وړې شوو د ختيځې اروپا سوسيالستي هېوادونه د پخواني شوروي او د هغې ميراث خوري
روسيې د نفوذ د ساحې نه خلاص شول،د برلېن ديوال ونړيدو او يو واحدالمان د نړۍ په
سياسي نقشه کې رامنځته شو پخوانۍ يوګوسلوايا وويشل شوه او هلته د روسي نفوذ نږدې
پاى ته ورسيده د پخواني شوروي ځيني جمهوريتونه داروپايي اتحاد غړي شول د شوروي
اتحاد په پخوانيو جمهوريتونو کې د امريکا د متحده ايالاتونو او ناټو تړون پوځي اډې
جوړې شوي د شوروي نفوذ او اغېز نږدې په دريمه نړۍ کې هم پاى ته ورسيده پوتين وائې
چې ترټولو د مخه بايد ومنو چې د شوروي اتحاد ړنګيدل د پيړۍ ترټولو ستر جيو سياسي
ناورين وو.د روسيې د خلکو لپاره دا يوه واقعې ډرامه شوه پدې وروستيو کې افغان دولت
دوسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې او پخلاينې خبرې ګړندۍ کړې او پدې اړه يو شمېر
ليدنې کتنې د هېواد په د ننه او د هېواد څخه بهر تر سره شوي دي چې هيله ده دخبرو
روان بهير دوام ومومي او ښکېل اړخونه وکولاى شي پريوه داسې ميکانېزم جوړ جاړي ته
ورسيږي چې په هېواد کې د روانو جنګ جګړو لمن ټوله او په هېواد کې د سولې او ثبات
راوستو سره مرسته وکړي زما نظر د يوه هېوادوال په توګه دادي چې د سولې روان بهير
بايد يو بين الافغاني بهير او د ټولو ښکېلو او ذيدخلو خواو په ګډون تر سره شي او
پدې پروسه کې هېڅ يوه ډله مستثنئ او له پامه ونه غورځول شي دوهم داچې د سولې روانې
خبرې بايد د هېواد د ملي ګټو او علياملي مصالحو پربنسټ ترسره شي نه د سياسي بازيو
او معاملو پربنسټ ځکه دا ډول حل نه دا چې د هېواد اوسني روان کړکيچ ته د پاى ټکى
ايښودلی شي بلکې افغان کشاله د لا پيچلتيا پر لور بيائي اونوي ابعاد پسې خپلولى شي
زه پر افغان دولت ،سياسي ګوندونو ،ځانګړو افغاني شخصيتونو ، وسلوالو مخالفينو ،
روڼ اندو قومي مشرانو ،مدني ټولنو علماؤ او روحانيونو غږ کوم چې ټولو ته ښائي د
تېرو کلونو له ځانځاينو او انساني لوی تراژيدۍ څخه عبرت واخلي او د افغان يو موټى
واحد ملت او کورد ژغورنې لپاره د متوازن او معقول سياست په لارې اچونې سره خپل
مسؤليت سرته ورسوي ليکن دبده مرغه يو شمېر افغانان په تېر څه د پاسه درې
لسيزوکې دګاونډيو هېوادنو او افغانستان په مسائلو کې د ښکېلو هېوادونو سره داسې
تړل شوي دي چې د مستقل او متوازن سياست خپلول ورته ګران دي او هر هغه څه چې د
اړوندو هېوادونو له خوا ورته ديکتي اوويل کيږي همغه د خپلو سياسي هدفونو اوموخو په
څير طرحه کوي او د همد ې طرحې د تطبيق لپاره داسې سياسي تبليغات په لاره اچوي چې د
افغانانو د يو موټي کور يعنې د افغانستان خپلواکي ،ځمکنۍ بشپرتيا ،ملي حاکميت او
ازادۍ ته زيان رسوي ځينې بيا د پرديو په امر او دستور په کور کې کورګي جوړوي او د
لږه کيو د حقونو تر نامه لاندې هماغه زاړه استعماري شعارونه ( بېل يې کړه اېل ئې
کړه) ته کار کوي او غواړي د افغان سکني وروڼو ميليتونو ترمنځ د بيلتون کرښه راوباسي
او د پرديو په اشاره ئې د هېواد ويشلو ته ملاتړلي ده خودا په ګوتو شمار
هېواد دښمنه کسان بايدپه دې وپوهيږي چې دوى به هغه څه ترلاسه نکړي کوم چې
دوی يې خوبونه ويني او خپلې ناوړه هيلې او ارمانونه به د ځان سره ګور ته يوسي .