
هغه د پېغلې بیالې خړه مستي
هغه د دنګې او ببرې ونې
لکه تنکي زلمي سپین سترګي مرغان
اوس هسې شور نه کا نغمې نه وایي
اوس د ژوندون پنجو کې کلک نښتي
اوس خو د مرګ هیله په زړه کې ساتي
اوس خو له ژونده زړه تورن دي، ځکه
چې د یو څو واکمنو لاسو باندې
د دوی د ورځو، کلو عمر عمر
تقدیر د ژوند د استثمار په پاڼه
ور لیکل کېږي او پرې پایي پایي
دا عدالت دی چې بس!!!
په دې تقدیر کې خندا نشته خوشالي نشته سندرې
نشته
په دې تقدیر کې د زړه وینې خوړل غم ژړا ده
( سایل )