د جلالکوټ ادبي خوځښت د ٦٥مې او ٦٦مې غونډې رپوټ!

 
٦٥مه غونډه!
جلال جمال
د خوځښت په ٦٥مه غونډه کې دا ځل امان الله پيوند ادبي درس ته وبلل شو.
پيوند په شعر کې د تشبيه په اړه معلومات وړاندې کړل.
ملګرو يې معلومات نېمګړي وګڼل.
همت مل وويل:څوک چې ادبي درس وړاندې کوي، بايد پوره تيارى ورته ونيسي.
رغاند وړانديز وکړ:په ادبي درس کې بايد له حوالو سره خپلې تجربې او نظر هم وړاندې شي.
دا ځل د غونډې مشر ښه شاعر او ليکوال مجيب الرحمان احساس، مشر مېلمه ځوان شاعر فريد نوښت او کوربه ضياالدين همت مل و.
غونډه د ١٣٩٠ ل کال د سلواغې پر ١٤مه د فريد اکاخېل په تلاوت سره پيل شوه.
د تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست،د غونډې په وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره وشوه، چې ګڼو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه وويل.
تر مشاعرې وروسته د غونډې مشر احساس د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
احساس غونډه ښه وارزوله.
په پاى کې پريکړه وشوه، چې بلې اونۍ ته به جمال الدين ثاقب پر غزل کره کتنه کېږي.
غونډه په همدې سره پاى ته ورسيده.
د خوځښت د ٦٦ مې اونيزې غونډې رپوټ!
دا ځل کره کتنې ته که څه هم جمال الدين ثاقب ژمنه کړې وه، خو د هغه د نه راتګ له امله محمد ابراهيم غيرتي پر شعر کره کتنه ترسره شوه، چې مطلع يې وه:
کوترې نه ځي، هغه خواته مازېګر باندې
نه پېغلې ښکاري، نه منګي ښکاري ګودرباندې
جلال جمال وويل:دويمه نېم بيته دې داشي شي:
نه پېغلې شته دي، نه منګي ښکاري ګودر باندې
خيبراحمد ترور په لومړي نيم بيته کې(مازېګر باندې)په اړه وويل:نه پوهېږمه چې کوترې مازېګر باندې کېني که په مازېګر کې ګرځي.
خو رغاند بياوويل: د شعر ژبه له عادي ليکنۍ ژبې سره توپېر لري، شعر سل په سلو کې د ګرامر تابع نه دى.
رغاند زياته کړه:که ګرامر تل په پام کې ونيول شي، تخيل ته زيان اړوي، که ځينو ځايونو کې د خيال ځايولو لپاره ورته پام ونه شي، پروا نه کوي.
دويم بيت وو:
هغه باغچو او چمنو کې چې به وې بلبلې
اوس پکې ګرځي لنډه غر غله په چکر باندې
سيمه ييز وويل: لومړۍ نېم بيته دويمې سره تړاو نه لري.
د ده په وينا په لومړۍ نېم بيته کې چمن او باغچه ياده شوې او دويمه نېم بيته کې لنډه غر راغلي.
ترور وويل: دلته يې تشبيه کارولې.
سمندرساحل بياوويل: دلته افغانستان ياد شوى.
دويم بيت و:
ګلان خزان دي، چنارونه وچ لغړ ښکاري
نه شته توتيان او نه ټالونه په اختر باندې
دا بيت ټولو وويل، چې يو څه ښه دى.
درېيم بيت و:
هوا ده خړه، پړه دود خور د باروتو دى
ضياالدين همت مل وويل: لومړۍ نېم بيته کې يې يو څه سکته ګي لري.
زاهد الله سادات وړانديز وکړ:که دغه لومړۍ نېم بيته داسې شي:
خړه هوا ده، د باروتو بوى له کلي راځي
سمندر ساحل وويل: که د(له)پرځاى(تر)راشي، ښه به وي.
په همدې سره په دغه شعر خبرې ځکه پاى ته ورسېدې، چې ابراهيم غيرتي د ملګرو نظرونه او نيوکې نه منلې او په وار،وار يې ردول.
له بلې خوا يې دغه شعر په يوه شعري ټولګه کې چاپ شوى و.
دا غونډه د ١٣٩٠ ل د سلواغې پر ٢١مه نېټه د سمندر ساحل په تلاوت پيل شوه.
د دغې ناستې مشر ولسي شاعر ابراهيم غيرتي، مېلمه يې احسان الله قريشي او کوربه فريد ملاتړ و.
وياندويي يې حضرت يوسف يوسفزي کوله.
د تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست.
ورپسې ازاده مشاعره ترسره شوه، چې ګڼو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه وويل.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه، چې بلې اونۍ ته به ضياالدين همت مل ادبي درس ورکړي.