دا شارجه ده که کابل ...

 بي بي سي اردو
ژباړه احمد شاه پاڅون


 
د پاکستان د کریکټ د دوهم کور شارجه لوبغالي اوس د افغانستان د کورني لوبغالي ارزښت خپل کړی
چا د افغانستان بیرغ په ډول جامې په تن وې چابه پر اوږه د افغانستان بیرغ لګولی وو. دې خلکو د ځان سره بینرونه هم راوړي وه چي پر یوه یې د افغان اولسمشر حامد کرزي عکس هم وو .

 
هر چا هڅه کوله له عمومي دروازې لوبغالي ته دننه سی خو امنيتي کسانو هغوی پوهول چی ور  سره  ټکټونه د نورو دروازو دی لیکن د عمومي دروازې څخه یو هم نه لری کیدی .
یو لامل یې دا وو چي تر دا وخته افغان لوبډله لوبغالي ته نه وه راغلې او هر چا خپل لوبغاړي له نژدې لیدل غوښتل .

حبیب الله داسي یو مینه وال دي چي په دبۍ کي اوسیږی خو د خپلولوبغاړو میني شارجې ته راوستلی وو . د هغه په خبره د افغانستان ټیم اوس په مسلسل ډول په دې لوبغالي کي لوبي کوی ځکه نو هغه د خپلو لوبغاړو د لیدلو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي ، هغه د محمد شهزاد پر بیټینګ مین دی .
د حبیب الله په خبره هغه د افغانستان د پکتیکا ولایت دی ، هلته په ځوانانو کی د کریکټ مینه سته لیکن اسانتیاوی ورته نسته .
په شارجه کي اوسیدونکی حاجي ملک خوښ وو چي د افغانستان ټیم په شارجه کي لوبیږي او هغه د لوبي لپاره خپل ټول کارونه پریږدي .
حاجي ملک خفه په دې وو چي د هغه د خوښي لوبغاړی حامد حسن نسي کولای د پاکستان خلاف و لوبیږی . هغه وایي نوروز منګل ، محمد نبي او محمد شهزاد یې خوښیږي .
د پاکستاني لوبغاړو په اړه د پوښتني په ځواب کي هغه وویل شاهد افریدي د هغه په زړه کی اوسیږي .
ضمیر جان سپین سپین وویل چي  هغه د پاکستان ټیم لپاره نه بلکه د افغانستان لوبډلي لپاره  راغلی ، هغه هم افسوس وکړ چي د خوښي بالر حمید حسن لوبه نسي کولای .
ضمیر جان  پاکستاني لوبغاړو کي عمران نذیر او شاهد افریدي خوښ کړل ، وایي د هغوی شپږیزي په لیدلو ارزی .
کله چي له مینه والو تير سوم او لوبغالي ته داخل سوم د څو لحظو لپاره داسي راته و اسیده چي لکه دا لوبه  یا جلال اباد اویا  کابل کي تر سره کیږی .
هري خواته د افغانستان بیرغ لیدل کیدی او افغان مینه وال وه چي پر هر شاټ به يې څپې وهلې ، پر هریي شپږیږي به په لویو لویو سپیکرونو کي افغاني سندرو د هغوی جوش نور هم ور زیات کړ .
په لوبغالي کي موجود کمنټیټر (تبصره کوونکی ) رمیز راجه ددي تود چاپیریال څخه خوند اخستی .
هغه وایي د شارجه د کریکټ دودیزه ښکلا کلونه وروسته هم پر خپل حال ده لیکن افغان سیلانیانو دا ښکلا نوره هم زیاته کړه . شارجه وړاندي یوازي د پاکستان کورنی لوبغالی وو اوس افغانستان هم ورشریک سو