افغانستان کې سوله طالبانو سره  له چلونو  او زور ازميلو ډکه لوبه

 دالمان   له تدڅ  ویبياڼه
لیکوال     : توماس روتیګ
ژباړن        : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
افغانستان کې سوله
 
طالبانو سره  له چلونو  او زور ازمیلو ډکه لوبه
قطر یا سعودي عربستان  باید د اسلامي بڼسټپالو سره د خبرو اترو منځګړتوب وکړي ؟  د شخړو او زور ازمیلو تر شا د واک پر سر ستره  پټه سیالي روانه  ده . موخه دا ده،چې څوک دافغانستان  راتلونکې برخلیک  ټاکې .
 

 
پخوانې طالب  جنګیالې د پولیسو سره  پخلاینه  کوي
 
برلین  : له  کلنه چې طالبانو د جنوري په  میاشت کې تایید کړه، چې دوی د قطر په هیوادکې یو دفتر پرانیزي .    د افغانستان ولسمشر  ذکامي غبرګونونه  ښیي .  ورسته تر دې چې ولسمشر  په دغه خبره تینګ ودریدلو، د وسله والو پاڅونکوونکو سره  ټولي خبرې اترې او اړیکې چې موخه یې د سیاسي  کړکیچ سولیز حل  وي،  په هیواد کې د ده لخوا  او د ده په مشري  باید ترسره شي . متحده ایالاتو ده ته هم تل  دا ډاډ ورکاوه  چې همداسي به  وشي او د سولې کړکیچني خبرې  به ،،د افغان  حکومت په سرمشري ،، تر سره کیږي .                                                      د ولسمشر د انتظار خلاف ،  دی  یوار بیا د ورځپانې له لارې  خبر شو، ده  په ډیر غوسه او تلوار  سره خپل سفیر  دخلیچ  له اماراتو څخه  کابل ته وروغوښت  .                                                                                                                                                       ولسمشر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل ، چې دی به ،،د یوي بلي لاري هڅه ،، وکړي ، تر څو دی  په خپله د سعودي عربستان په مرسته  دطالبانو سره خبرو اترو ته کینې . دی وايي ،دا هڅې باید په څو اوونیو کې مخکې له دې چې د طالبانو له خوا په قطر کې دفتر  پرانستل  شي،تر سره شي . په بله وینا دا بهیر به لږ څه وخت ونیسي .
تر اوسه نه د سعودي او نه د طالبانو له خوا په دې برخه کې څه ویل شوي دي .                                                                                ژباړڼ : (دهمدي  لیکنې د ژباړني په مهال اوس خبر خپرو شو، چې په سعودي کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د طالبانو له خوا رد شوي  دي او سعودي دافغانستان د سولې په احتمالي خبرو کې له احتیاطه کار اخلي ) .                                                                                                                                                                                                                                     ولي دا به یو ستر زیري وي،چې طالبان د خپل پخواني سیاسي  دریځ  خلاف  ،، کابل کې  ګوډاګي رژیم سره  خبرو ته نه کیني ،، په شا شي .                                                                                                                                                                                        کرزي هڅه کوي د سعودي  له لاري ،چې د غه  هیواد له خپل کوشني ګاونډي هیواد  قطر سره  ترینګلي اړیکې لري ګټه پورته کړي . سعودي عربستان  د ۲۰۰۵ کال څخه له کلنه د ټولواک عبدالله  د واک  تر ولکې لاندي راغلي، یو زوړ دود  پال اود لودیدیځ  ضد سیاست پلي کوي . د سعودي په پرتله  دقطر  هیواد بیا نسبتآ لبیراله  او د لویدیځ ملګري هیواد په څیر را څرګندیږي . د بیلګې په ډول  قطر د لیبیا هیواد په  پوڅې عملیاتو کې برخه واخیستله . د متحده ایالاتو امریکایان  ویده نه دي .                                                                                                                                    د طالبانو یو پخواني وزیر نن د کرزی د سولې عالي شورا غړي  او د طالبانو یو ویاند تایید کړي ، چې د طالبانو یو مخکښ هیات قطر ته رسیدلي دی . په دغه استازي ډله  کې د ملا محمد عمر د پخواني کابیني مشر سکرتر طیب اغا  ګدون لري . طیب ا غا د ۲۰۱۰ کال له پیل څخه د المان  ـ قطر لخوا په یوه پټه لیدنه او ناسته کې ګدون درلود. دغي ناستي دمتحده ایالاتو کانال  طالبانو ته پرانیستلو .
 
د بندیانو  په اړه به څه ډول  پریکړه کیږي  ؟
 اوس مهال بیا نوي خبري د بندیانو د تبادلې په  اړه رواني دي . د پخوانيوطالبانو  له خولې ویل کیږي ، دغي خبرو اترو  ډ یر پرمختګ هم کړي دی . طالبانود خپلو پنځو ملګرو چې  دوی اوس  دګوانتانامو په زندان کې ناست دي د خلاصون غوښتنه کړي ده او امریکایان د طالبانو څخه د خپلو دریو وګړوخلاصون غوښتنه کړي ده . یو امریکايي سرتیري او دوه په پاکستان کې یرغمل نیول شوي امریکايي  ملکي مرستندویان دي . درې واړه امریکایان  په شمالي وزیرستان کې ساتل کیږي او دغه سیمه د حقاني د شبکې  له  خوا کنټرول کیږي . دغي  شبکي تل د طالبان په منځ کې خپلواکه عمل کړي  دی . له همدي لاري  واشګنټن  غواړي  وپوهیږي، چې ملا عمر خپله اغیزه په دغه ډله باندې  غزولي شي کنه  .
د طالب بندیانو په اړه ډول ډول فکرونه شته دي .ځیني  وايې ، دغه پنځ طالب بندیان باید خوشي  نشي، دوی باید په قطر کې نظربندوساتل شي . تر دې ستره پوښتنه دا ده ،چې په واشګنټن  کې د امریکا په مشرانوجرګه کې د جمهوري غوښتونکو د لوی  اکثریت  له خوا به  دغه پریکړه تصویب شي  کنه .
مخکې له دې چې خوشبینه ووسو ، باید د قطر یانو ــ  افغان حکومت    ترینګلتیا او  د متحده ایالاتو ــــ پاکستان تر منځ د کړکیچ جړي ویستل شي . اسلام اباد څوموده مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره  د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن  ته د سفر اجازه ور نه کړه .
واشګنټن د طالبانو څخه رسمآ غواړي چې دالقاعدي څخه ځان  بیل کړي او رسمآ ومني په قطر کې د فتر د دوی  دسفارت  په مانا نه دی ،دوی به دلته مالي مرستي نه راټولوي او د خپلو سیاسي ګټو  لاسته راولړلو لپاره به د دفتر څخه ناوړه ګټه نه اخلي .
دا ورستي خبره بې مانا ده ،په  څرګنده  توګه کله چې دطالبانو له خوا په قطر کې دفتر پرانیستل  شي ،دوی به  رسمآ دسیاسي کړکېچ یوه غاړه او  یا  د یو سیاسي ګوندپه څیر  وپیژندل ښي . د همدي ،،ویبپانې  تدڅ ،، د مالوماتو پر بنسټ طالبانو پر ګورسمن ومنل،چې د دوی  د دفتر  په دروازه به دافغانستان اسلامي امارت  لوحه ځوړنده  وي  .
 
 
                                                                                                                   پای