افغان ادبي بهير اوونيز ګزارش

محمد اياز جانباز
پېښور افغان ادبي  بهير خپله اوونيزه غونډه د (١٣٩٠ هـ ،ل) کال د ليندۍ په (٢٠) د يکشنبې  په ورځ د خوشحال خان بابا په عالي ليسه  کې د ښاغلي نظيرالحق قريشي په مشرۍ ترسره کړه چې مشر ميلمه يې ښاغلى فضل مولا تور کى  وو دوياندوۍ  چارې  عماالدين دوران  او د ګزارش چارې  قاري محمد اياز جانباز تر سره کولي. غونډه د قاري سيد غازي لخوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه د  غونډې په اوله برخه کې حبيب الله ريحان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړو چې مطلع يي وه.
ګلبڼ مې سوزي اغيار ځکه چې پښتون يم   
                                             کړمه هر دور په دار ځکه چې پښتون يم
انډيوال صيب وويل روانگى يې کمزورى ده او ابهام پکې هم شته دي
تورکي صيب ور غبرګه کړه  الفاظو ور سره ياري نه ده کړي هغه څه چې شاعري غواړي په پوره و ضاحت يې نه دي ياد کړي.
دوران وويل ځکه  او، چې ، دواړه مترادفې  کلمې دي يوه پکار ده چې بايد د ټول غزل نه لري کړى شى سمونه يې پکار ده.
ګلبڼ مې سوزوي اغيار ځکه پښتون يم
                                     وا يې يمه زه  په دار ځکه پښتون يم
قريشي وويل که پښتون يمه زه شى نو روانګى به يې لازياته شي
دوران صيب وويل د شاعر اولنۍ شاعري ده او د قوم او ملت غم يې په شعر کې انځور کړي که ځه هم په پوره وضاحت پکې نشته.
نو بيا هم ډېره ستاينه کوم او ډاډ ورکوم
د انقلاب اور مې  وطن ايره کړو              څوک مې نه پريږدي قرار ځکه پښتون  يم
انډيوال وويل د انقلابونو خبره يي کړي خو سيلابونه يې کم دي
تورکي صيب يې سمونه وکړه وويل انقلاب مې روغ وطن کنډر کنډر کړو
لامي نه پريږدي قرار ځکه پښتون يم
د تورکي سمونه ټولو ملګرو په زړه پوري وبلله
٢بيت : د پر هر زړه علاج را ته څوک نه کا     راته ګوري ټول په سترګه د خوار ځکه پښتون
انډيوال وويل د سترګى کلمي پکې بې خوندې پيداکړى سمونه يې پکار ده.
د وران زياته کړه په اول نيمبيتي  کې يې د کلمه د کلا سيکو شاعرانو غوندې کارولى خو دوهم نيمبيتى کې يو څه مشکل لري.
تورکى صيب يې اول نيمبيتى په خپل ځاى درست وګاڼه او ددوهم نيمبيتى سمونه يې داسې وکړه
دوست دښمن ته ښکارم خوار ځکه پښتون يم
٣ بيت : د ارامۍ او سوکالۍ په ارمان پروت يم رنځور     ژوندون کې نشته لا قرار ځکه پښتون يم
دوران صيب وويل دي بيت کې د قرار کلمه تکرار يې ده زما په نظر خه نه لګېږي پکار ده چې دا بيت د غزل نه لري شى ځکه چې غزل اکثره طاق بيتونه لري خو قريشي  صيب ورسره همغږى نه شو زياته يې کړه د يو شاعر د شعر نه بيت ويستل ښه خبره نه ده چې ښه شعر وي که هر څومره اوږد وي خوندورلگي   داول نيمبيتى سمونه يې داسې وکړه
د خوښۍ او سوکالۍ په ارمان پروت يم
د دوهم نيمبتى سمونه جانباز وکړه        ژوندي ډېر دي ناقرار ځکه  پښتون يم
دوران ويل اول نيمبيتى يې  ډيره قوي ده خو سيلابونه يې زيات دي
يادې  بل پېنځلس سيلابه شعر سره ملګري کړي  او د يادې  ترې  څلوريځه جوړه کړي  تورکي صيب د دوران نظر تايد کړ خو قريشي  ورسره همغږي نه شو زياته يي کړه چې شاعر دي کوښښ وکړي چې په همدې بيت کې سمونه وکړې مقطع
عياشۍ، ډيموکراسي  دى کړى په شا او وړي دي
 ، حبيبه نه منم بل يوا قندار ځکه پښتون يم
انډيوال صيب وويل په ذهن کې ورسره کومه خبره شته خو پوره وضاحت يې نه دى کړى
قريشي  وويل د سيلابونو مشکل لري سمونه يې داسې پکار ده
وايي حبيب داعياشي  دي کړه په شا او وړي        نه منم دغه اقتدار ځکه پښتون يم
دوران  وويل په شعر کې جذباتې خبرې بې خوندې پيدا کوي داسې پکار ده
تحسين صيب د ټول شعر په اړه وويل د پښتون ولۍ سره سره لږه د مسلمانۍ طرف ته هم پاملرنه پکار ده . په شعر کې که ځه سکتګي خو شته خو ملګرى ابتدايي شاعر دي د شعر يې ستاينه پکار ده.
ښاغلى ريحان و ټولو ملګرو مننه وکړه چې دده په شعر يې ګټورې خبرې وکړي
په دوهم برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې پکې قاري محمد اياز جانباز  ، عتيق الله صديقي ، حبيب الرحمن ريحان، تحسين الله تحسين، فضل قادر انډيوال ، قاري سيد غازي، عماالدين دوان ، نظير الحق قريشي، او فضل مولا تورکي  ګډون درلود پريکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به انډيوال صيب خپله ليکنه کره کتتى ته راوړي غونډه د تحسين صيب لخوا په دعايه  کلام پايې ته ورسيده