
دماتې خوړلي او شرمېدلي غلیم شرمېدلې ماته ټولې نړئ ته دلمر په څېر ښکاره ده، دا نه یوازې چې مونږ یې وایو بلکې په لسهاوو ځله دهمدوی دلسهاوو شنونکو او څېړونکو له خولو په رسنیو کې ویل شوي، بلکې خپله امریکايي او اروپایي لوړ پوړو چارواکو دافغانستان په شهید پاله او غیرتي خاوره کې دخپلو داړو وتل په څرګند ډول منلي، هو دا یوازې دخولو او رسنیو خبرې نه بلکې په پلې بڼه هغه څه دي چې ټول یې هره ورځ ویني.
که څه هم چې پرېوتي غلیم خو وخت پر وخت دخپلې ماتې دپټولو، اودنړیوالو او په ځانګړي ډول دخپلو ولسونو دپام بل لوري ته اړولو بې پایله پراخه هڅې کړې دي، او لا کوي یې، چې تر ټولو خندنئ یې دغه اوسنئ ښکرور درواغ دي، کوم چې امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد دوی ته تېر کال یو لیک استولی او دهغه په ترڅ کې یې دسولې او دخپلو بندیانو دراپرېښودلو غوښتنه ترېنه کړېده!
دغه بې بنسټه خبر به دلاندې ټکو په رڼا کې داسې سره وڅېړو:
۱ ـ که دغه لیک په رښتیا ور استول شوی وای، نو امریکایانو ولې په همغه وخت کې دا خبره نه رابرسېره کوله؟ ځکه دا دوی ته خورا په زړه پورې وه چې دطالبانو له لوري او بیا خپله دملا صاحب له لوري داسې یو لیک ور استول شوی وای، دوی له داسې یو لیک نه په جګړییز ډګر کې دطالبانو دجګړییزې روحیې دکمزوري کولو لپاره ښه ګټه اخیستلی شوای، له دې مخکې دوی څو ځله دخبري رسنیو له لارې ګڼې بې بنسټه آوازې وخت پر وخت دهمدې موخې لپاره خپرې کړي دي، اوبل دا چې طالبان خو په دې پوهېدل چې که داسې کوم لیک واستوي نو خامخا امریکا به یې رسوا کوي، پرته له دې چې دې لیک خپله په پلې بڼه ددوی د کمزورئ استازیتوب کولو، کوم څه چې تر اوسه پورې یې نه طالبان مني، نه ولس او نه هم نړیوال، بلکې نیواکګر او ګوډاګیان خو یې ورځ تر بلې دامارت دپیاوړتیا او غلښتلیتوب له کبله له ګڼو اندېښنو او ستونزو سره لاس اوګرېوان کېږي، کوم چې وخت پروخت یې دخپلو جګړییزو تګلارو بدلون ته اړ باسي.
۲ ـ دا چې دوی دغه خبره اوس مهال را پورته کړه، په دې سره دوی خپل هغه له منځه تللی نړیوال نوم بېرته را خپلول غواړي، کوم چې له امارت سره په سولې ته کېناستو، بلکې سولې ته دهغوی په رابللو یې له لاسه ورکړ، ځکه له اسلامي امارت سره خبرو ته دامرېکې غاړه اېښودل او کېناستل دنیواکګرو پر ملا دتورې هغه ګوزار و چې په دغه لس کاله کې یې نه و خوړلی، دوی له لومړئ ورځې نه په رسا توګه په ښکاره ټکو کې یو ځل نه بلکې په سلهاوو ځله ویل چې طالبان باید له بېخه وایستل شي، پر مشرانو یې بندیزونه ولګول، بهر ته له تلو نه یې ایسار کړل، پر سر یې ډالري بخښنې کېښودې، او بل دا چې دوی په خپله خوله هر ځل ویل چې که طالبان سوله کوي نو ددوی له ګوډاګیانو سره یې دې وکوي، مونږ په دې برخه کې ګوتې نه وهو، دا دکرزیانو او طالبانو کار دی!
مګر دغه وروستنیو پېښو بل څه وښودل، هغه طالبان چې دوی یې پر سر ډالري بخښنې اېښې وي، هغوی ددوی دښمنان نه شول!! هغه طالبان چې دوی بیخې دژوند کولو وړ نه بلل، دا خو لا څه چې خبرو ته ورسره کښېني، مخامخ او نېغ په نېغه خبرو کولو ته ورسره تیار شول، تر دې چې ګوډاګیان یې لا خبر کړي هم نه وو، په دې سره امریکه په نړیواله کچه له داسې لویې شرمېدلې ماتې سره مخ شوه چې اوس دتور او سپین توپیر نشي کولای!
او ددې لپاره تر ټولو روڼ او څرګند لاسوند دا دی چې کله دخبرو اترو آوازې خپرې شوې نو خپله امریکایي چارواکي په خپل منځ کې دیو ډول ګډوډئ ښکار شول! ځینو به یې ویل چې سوله کوو، ځینو به یې ویل چې نه باید سوله ونه شي، که دغه لیک په رښتیا هم دوی ته دومره مخکې ور رسېدلای وای، نو خامخا دوی خو به په دغه شپږو اوو میاشتو کې په خپل منځ کې یوې منلې پرېکړې ته سره رسېدلي وای! دا چې دوی لا تر اوسه پورې سره یوه خوله نه دي ، له همدې نه را څرګندېږي چې خبره یې هسې ددې لپاره را جوړه کړېده تر څو نړئ ته وښيي چې سوله طالبانو غوښتې او مونږ نه ده غوښتې!
۳ ـ تر ټولو لوی لامل یې دا کیدای شي چې دوی په ځانګړي ډول غواړي امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په ټولېز ډول دټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول دافغان ولس او مجاهدینو تر منځ کم راولي، ځکه دوی ته ښه څرګنده شوه چې دغه نومیالي دنړئ دتاریخ لوری بدل کړ، په ځانګړي ډول دامریکې او ورسره ځناورو دتاریخ پر تندي یې داسې تور داغونه ورته کېښودل چې تر پېړيو پېړیو یې دراتلونکو کهولونو لپاره پوره پوره بسیا کولای شي، هغه امریکه چې په ټوله نړئ یې سترګې نه ډکېدې نن ورځ داسې یو چا شرمېدلې دخبرو مېز ته راکش کړه چې دوی هغه دژوند کولو وړ نه بللو! دوی غواړي په دې توګه په ځانګړي ډول دمجاهدینو تر منځ دپرېکون او بېلتون اور بل کړي، دکرکې او خوابدئ زړي وکري، ځکه مجاهدین به ددوي پر ګومان پر ملا صاحب بې باوره شي، او دجلاوالي لپاره به یوه بانه په ګوتو ورشي، مګر غلیم ځکه تېر وتلی چې ټولئ نړئ او په ځانګړي ډول افغان ولس نومیالی اتل دغه لس کاله ښه وآزمایلو، هر څه یې ورته څرګند او په هر څه یې پوه شول، اوس دتاریخ ددغه نومیالئ او اتلې روښانه او ځلانده څېرې وړانګې دنړئ ګوټ ګوټ ته رسېدلې دي، که شوپرک هر څو ووايي چې لمر نشته خلک پوهېږي چې ستونزه چېرته ده!
۴ ـ آیا دا دمنلو ده چې ملا صاحب دخپلو یو څو ملګرو لپاره که څه هم چې ډېر پرې درېدلی او ځورېدلی دی دومره لویې رسوايئ ته مخه کړي، که یې داسې کولای نو بیا خو به یې په لومړي سر کې کړي وای، ځکه چې هلته یې ډېر ملګري نور هم ژغورلی شوای، له ملګرو پرته خپله هغه واکمني چې دنړئ په کچه دبې ساریتوب تر ټولو لوړ پړاو ته ختلې وه له لاسه نه ورکوله، هغه واکمني چې دده له خولې به خبره نه وه را وتلې بیا به دټول هېواد په لر او بر کې پلې شوې وه، کوم څه چې تر اوسه پورې نړیوال ورته غاښ په ګوته دي.
۵ ـ امریکه دا خبره په داسې حال کې کوي چې د کرغېړن تړون لنډغر یې نور نو نشي ورسره پاته کېدای، څه وخت مخکې کله چې کاپیسا دفرانسې دملا په تېر ګوزار وکړ، فرانسې خپل وتل له خپل وخت نه یو کال را مخکې کړل، دلته له امریکې نه ورخ اوبو یووړ! او داسې یې وانګیرله چې ګواکي نور نو یې ګامونه دیوازیتوب په لوري ګړندي کېدونکي دي، ټولو ته ښکاره ده کله چې فرانسې دخپلو سرتېرو دایستلو وویل نو امریکې په ډېره آرامئ سره وویل چې: نه، فرانسه به داسې کار نه کوي، که کوم کار کېږي هم په ګډه سلا مشوره به تر سره کېږي! مګر کله چې یې فرانسه ولیده چې دټپ ژوروالي او لویوالي ډېره سخته سورولې ده، نو یې پړی ور سست کړ، او بیا له دې وروسته چې کله دناټو ځواکونو مشر وویل چې دوی به د ۲۰۱۳ کال له نیمايي نه په افغانستان کې دخپلو پوځي چارو پای ته رسول پیل کړي، په دې سره په نړیواله کچه په ولسونو او واکمنیو کې په تېره بیا ددوی په ولسونو او واکمنیو کې یوې ژورې او پراخه اندېښنې سر وخوځولو، اوس امریکې له بدې ورځې دخلکو دپام اړولو لپاره په دې کار لاس پورې کړ.
۶ – بل دپام اوغور وړ ټکی پکې دا چې دوی خپله هم وايی چې په ټینګه نشي ویلای چې دغه لیک به دملا صاحب وي، همدا خبره ددوی داوتو بوتو لپاره تر ټول پیاوړی لاسوند دی.
۷ ـ دوی وايي چې په لیک کې لاس لیک نه و شوی، لیرې نه ده چې دغه لیک هم دکوټې ددکاندار، او دسولې دشورا له مشر سره دروغبړکونکي په څېر کوم دسولې پیغام وي! کېدای شي یو چا دامریکې له سربدالئ نه په ګټې اخیستو سره له دې لارې دخپل ژوند چارې سمې کړې وي، ځکه دا لیک چې تر هغه ځایه دوی ته رسېدو نو هسې په هوا خو به کومې کوترې نه وي ور وړی! بلکې دڅوکسانو په لاس به ښکته پورته شوی وي، او هغو کسانو چې دوی ته یې دا لیک ور رسولو، یا یې د وررسولو سینه ورته ډبولې وه، ښکاره خبره ده چې ددوی له ډالري باران نه پرته خو به یې کله هم نه وي کړی!
۸ ـ کیدای شي امریکا پښیمانه وي چې ولې له طالبانو سره خبرو ته کښېناستو، اوس به هڅه کوي چې له دې لارې طالبان دېته اړ کړي چې ورته ووايي مونږ سوله نه کوو! نو به ددوی غوا بیا لنګه شي، ټولې نړئ او په ځانګړي ډول افغان ولس ته به وايي چې دا دي طالبان جګړه غواړي، سوله نه کوي، مونږ تر هر څه ورته تېر شوو، تر خپلو سرو لېکو هم ورته تېر شوو مګر دوی بیا دا دي جګړه غواړي او سوله نه کوي، ځکه خو یې څه وخت مخکې هغه شهیدانو ته له سپکاوي ډکه ویډیو خپره کړه، او ورپسې یې له ماشومانو سره دهغه کرغېړنې کړنې خبر خپور کړ چې دتل لپاره به ددوی دبشردوستئ پر تندي تور داغ وي، تر څو په دې توګه طالبان اړ شي او له سولې نه په شا شي.
اوس اوبه له ورخه تېرې دي، اوس نړئ ته شرمېدلي یاست، ماتې مو خوړلې ده، که هر څو دخټې دپزې اېښودلو هڅې وکړئ ګټه نه کوي.