
ليک:خواجه عارف ا لله عارفي
اسلام تل خپل پيروان د افراط او تفريط يعنى د زياتوالي او کمبود څخه منعه کوي.
معنا دا چې هر چاته خپل حق سپاري، زوى به د پلار حق او پلار به د زوى، ورور به د ورور حق نه ترپښولاندې کوي ، او همدا رنګه ولي ته د صحابې او صحابي ته د پېغمبر او پېغمبر ته د خدايي درجه ورکوي چې د کفر سبب ګرځي هر چاته په خپله اندازه حق سپارل او ورکول د اسلام د غوښتنو څخه دي. د زده کوونکو د علم د زده کړى وروسته پاتې کيدو لاملونه افراط او تفريط دى او ځېنې نور لاملونه هم شته چې په لاندې ډول دي
د مور او پلار له خوا
١- خپلو اولادونو ته د زده کړې نه پاملرنه
د لادونو ترمنځ توپير کول او عدالت نه کول.
٣- بې ځايه اولادونو ته ناز ورکول.
٤- له اړتيا څخه ډېرى پېسې ورکول ، بې ځايه لگول او ترې د مالي لګښت پوښتنه نه کول
٥- بخل کول ،خپلو او لادونو ته پېسې نه ور کول بل چاته اړيستل
٦- دين لره نه ځيرکول اولادونه د ديني د مسوليتونو څخه بې خبره ساتل او د دوى څخه پوښتنه نه کول ډېر ځلى داسې هم کېږي چې اولادونه د لمانځه په وخت کې ويده وي مور او پلاريې لمانحه ته نه ځير کوي چې بې دينه وروزل شي.
٧-د بې ځايه ملګرو سره ګرځيدل
ښوونکو له خوا
٨-زده کوونکو د مهال ويش سره سم زده کړه نه کول.
٩-د زده کوونکو د علمي لياقت او سويې سره سمې نمرې نه ورکول چې پوهو د زده کوونکو نا هيلۍ سبب ګرځي.
١٠- له خپلو زده کوونکو سره سم چلند نه کول.
١١- بې پروايي کول د خپلو زده کوونکو سره يعنې زده کوونکي خپل درس ته نه ځيرکول.
١٢-پر زده کوونکو باندې بې ځايه غوصه کول رټل او گواښل
دښونځيو له خوا
١٣-په ښوونځيو کې د زده کوونکو د تعليمي سوويي نه لوړو ټولګيوکې د اخلول چې د د بې سواده روزل کيږي .
١٤-د زده کوونکو اقتصادي ستونزو ته نه کتل ، چې ډېر ځلې د پوهو او بااستعداده زده کوونکو د زده کړې د پريښودو سبب ګرځي چې د ملت په تاوان تماميږي
دزده کوونکوله خوا
١٥-په نيټ تلويزون او ګرځنده موبايل کې د بربنډو انځورونو ليدل چې د ذهني استعداد د کمزورۍ سبب ګرځي.
١٦-په حجروکې کيناستل تا شونه لډو کول او پرې قمار وهل چې د زده کوونکو د اقتصاد ستونزو سبب ګرځي.
١٧-په حجرو او کورونو کې بى ځايه کيسي کول چې زده کوونکو د وخت د بې ځايه مصرف سبب ګرځي. ډېر ځلې د پوهتنونو په هستوګنځاى کې هم داسې پيښې هم کيږي د زده کوونکو د ناکامۍ سبب ګرځي.
١٨-ښوونځيوته دتگ پابندي نه کول.
١٩-له خپلو در سونو سره مينه نه لرل. چې دايې مرکزي لامل دى.
٢٠- د خپلو ښوونکو احترام او درناوى نه کول. چ زده کوونکي دالهي غذاب وړ ګرځي. ٢١-د پرديو جنکيو سره د مبايل د په ليکه اړيکې نيول کله داسې هم کېږي چې د جنسي غريضې په وجه هلکان جنکو ته د مبايل لپاره ايزي لوډ هم ورلېږي چې همدا عمل د زده کوونکو د اقتصادى ستونزو لامل هم ګرځي.
٢١-د تير شوو درسونو نه يادول. ٢٩-د تلويزون او راديو سندرو ته غوږ نيول ډېر ځلې زده کوونکي د درسونو پرځاى سندري زده کوي.
٢٢-په درسي وختونو کې لوبې کول
ادارې لخوا
٢٣-غير مسلکي ښوونکي ته د تدريس د مضمون سپارل.
٢٤-د هلکانو او جنکيو مخلوط او ګډ تعليم د جنسي تعامل سبب ګرځي.
٢٥-لکه يو ه ټپه ده چې د زړه منيه يې نه وي مين به نشي د ملا پر تعويزونو
٢٦-زده کوونکو ته په وړيا ډول نمرې ورکول چې د زده کوونکو د تنبلۍ غفلت او بې پرويۍ سبب ګرځي.
٢٧-زده کوونکى په ښوونځيو کې د تعليمى کال په سرکې نه داخلول. ډېر وخت داسې هم کېږي چې زده کوونکي د تعليمى کال په منځ کې داخل شي د زده کوونکو څخه د تعليمى کال لومړي درسونه تير شوي وي زده کوونکي بيا په راتلونکي درسونو نه پوهېږي چې د دوى د ناکامۍ سبب ګرځي.
٢٨-زده کوونکو ته دورځنيو درسونو کورنۍ دندې نه ورکول.
٢٩-د درسونو پرځاى په فيسونو کې مسابقي کول
٣٠- په ښوونځيو کې د غير مهذبو اشخاصو د ښوونکو په دندو ګمارل دي.