پانگوالي نظام هم د کمونستي نظام په برخليک اخته کيدونکى دى.

 دا اوس هر چاته معلومه شوه چې دپخواني شوروي اتحاد په ژوند لا دجگړو په اړه امريکا څه کول او څه يې پريښودل، که دجگړې ډگر ته راوته هم نو د شوروي اتحاد د ډار له لامله يې په انجام هم څو واره فکر کاوه خو له هغې را وروسته چې دمسلمانو افغانانو په لاس د امريکا ستر دښمن شوروي اتحاد ټوټې، ټوټې شو نو ډاريې دامريکا له زړه څخه دتل لپاره ووت، خپل ټولې غلې کړې موخې او پلانونه يې په يوه وار په ډاگه کړل، يوې او بلې خواته يې خو له واچوله، دهر هېواد په کورنيو چارو کې يې بربنډه لاسوهنه پيل کړه، سرچپه امرونه يې شروع کړل، دخپلو امرونو دعملي کولو لپاره يې نړۍ دجگړې ډگر وگرځوله په سلگونو زره بې گناه انسانان چې پکې اکثريت دمسلمانانو دى دژوند له خواږه نعمت څخه محروم کړل  ددې ترڅنگ يې  خپل په زرگونو پوځيان هم دهلاکت کندې ته وروغورزول، امريکا دا هرڅه يواځې ددې لپاره وکړل چې په گرده نړۍ دواک خوبونه يې ليدل فکر يې کاوه چې دجګړې په زرو به يې لاسو ته دنړۍ ټولې شتمنۍ ورشي او هم به دنړۍ نه ماتيدونکې مشره او واکداره شي، خوکاشکې چې ددغې  هوس له کولو څخه يې مخکې دسپي مثال مخې ته ايښى وى او فکر يې کړى وى، که په جنگونو څوک مشر کيدى نو ټول سپي به دخپلو، خپلو کليو او سيمو مشران وو، ځکه چې هغوي خو د امريکا د اوسني حالت نه لا ډير زيات جنگيان دي چې ديوه بل سره مخامخ کيږي نو دجنگ لپاره داړې چينگوي پرته له غور او فکر په يوه ، بل ورټوب کوي، داړې پرې لگوي، اوديوه بل غوښې خوري ، او دا ځکه چې ديوه بل په خوله کې يې هډوکې بدې ايسې دا نه شي زغملى چې هم نسبت ورور يې په لاس او يا خوله کې څه ولري، دهر سپي په سرکې دانشه ځاى پرځاى شوې چې که څه وي نو زما به وي همدې نظر يې هر يو، هر وخت خړاوې ته چمتو کړى وي، خو تر اوسه پورې يوه ته هم دکومې سيمې مشري ونه سپارل شوه ، که چا په پړو او ځنځيرونو تړلې وي نو په دې زندان کې يې شپې ورځې له هغو ډيرې ښې تيريږي کوم چې آزاد گرځي خو په ډيرانونو کې په هډوکو سره هروخت په خړاوو نښتي وي . له بده مرغه همدغه مفکوره د امريکايي چاراکو په دماغو کې هم ځاى پرځاى شوې ده تر څو چې شوروي ژوندې او په پښو ولاړوو امريکا هم په ځنځير تړل شوې وه ، خو چې څنگه دکمونيزم سور ليوه دپتمنو مسلمانو افغانانو دتورې په زور او دقربانيو په برکت راوپرځيد او نړۍ يې دتل لپاره دشر څخه وژغورل شوه امريکا هم غاړي ته پراته د ډار ځنځيرونه مات کړل، د زور او دکبر نيشې په ټوله نړۍ واک لرلو هوس ته وهڅوله، دظلم، وحشت او دسپيتانې نښه يې مسلمانان وگرځيدل، د دسيسو جالونه يې هم په اسلامي هېوادو کې خواره کړل او دجگړې اورونه يې هم دمسلمانانو په کورونو کې بل کړل، امريکا فکر کاوه چې په نړۍ کې يې يواځې دگوتو په شمير مسلمانان دموخو په په لاره کې خنډ دي، ددوى دوهلو او له په منځه وړلو سره به دگردې نړۍ دواکمنۍ تاج په سرکړي او دبشپړ فرعونيت دعوه به وکړي، سره له دې چې امريکا په دې اړه تر يو څه حده پورې کاميابه هم شوه هغه ځکه چې دگردې نړۍ د يهودي اوصليبي کړيو ترڅنگ يې يو شمير تش په نوم مسلمانان  هم تر شا ودريدل او د امريکا دنوکرۍ پړي يې په غاړو کړل خو بيا هم  امريکا ونه شوکړاى ترڅو د جگړې او ددا ډول سپتانې له لارې په نړۍ خپله مشري وتپي، حال دا چې که دهمدغې موخې لپاره يې د انسانيت او شرافت لار خپله کړى وى دا نن چې له کوم پرخليک سره مخ ده له دې سره ، به نه وه مخ شوې په نړۍ کې به يې څه داوړ، اوبو پوزه په مخ پاتې وه ، خو له نيکه مرغه له مسلمانانو او په خاصه توگه له افغانانو سره دښمنۍ او جگړې امريکا نن دخپل تاريخ په يوه داسې حساس پړاو درولې چې مخکې او شاته تگ دواړه يې دتباهۍ او نوم بايللو کندې ته غورزوي، په گرده نړۍ د واک  چلولو خوبونه څه چې نن پخپل کور کې په غم اخته ده، ورخ ترې اوبو وړى، نه پوهيږي چې کوم بند يې راټينگ کړي، هو، به، هو، همغه کانه ورسره وشوه کومه چې ٢٤ کاله وړاندې دپخواني شوروي اتحاد سره شوې وه، هغه مهال چې مسلمانو افغانانو په افغانستان کې دکميونيزم سور ليوه راپرځاوه نو دغه پرځيدو بيده هغه ملتونه چې دکمونيزم په زولنو کې تړل شوي وو يو په بل پسې را پاځيدل او دکميونستۍ ځنځيرونه يې مات کړل، او دخپلواکو ولسونو په بڼه دنړۍ په نقشه راڅرگند شول، نن د الله تعالى په فضل دافغاني مجاهدينو دتورې، ميړانې او سرښندنې په برکت د امريکا دپانگوالي وينه څښونکى نظام هم له ورته حالت سره مخ شوى پخپله د امريکا دوال سټريټ څخه نيولى دنړۍ په شاوخوا ٢٠ لويديځ هېوادو کې ملتونه د امريکا دهغه پانگوالي نظام په ضد چې امريکا يې په گرده نړۍ دواکمنۍ خوبونه ليدل، راپاڅيدلي او ددغه نړۍ خوړونکي نظام دراپرځولو او له منځه وړلو لپاره يې مټې را بډوهلې دي، او په دې هڅه کې دي چې کله به ددغه نظام دخونړي جال څخه ځانونه خلاصوي، دپانگه والي نظام په پنجو کې ښکيل ولسونه ځکه نن دخلاصون لپاره لارو کوڅو ته راوتلي چې ويې ليدل سره له دې چې هېوادونو يې دساينس او ټکنالوژۍ په ميدان کې د عروج بامونو ته ختلي په اصطلاح له خاورو سره زر جوړوي دهيڅ کمې ورته نه شته، خو د خپلو خرمستو او نړۍ خوړونکو مشرانو د ناوړه او جگړيزه تگلارو له لامله دسپيو په څير ژوند تيرولو ته اړ شوي، په جگړو کې د دوى وينه او پانگه سوزول کيږي او کاروبار دگوتو په شمار دڅو تنو روان دى !
معلوميږي داسې چې له يوې خوا په افغانستان کې خوړلې دماتې ټپ او بل لوري ته دامريکا په گډون په ټولو لويديځ هېوادو کې رالوتې دبدلون څپه به دکمونستي نظام په څير دپانګوالي نظام جرړې هم له بيخه راوباسي او دنړۍ بې وسه ملتونه به يې دتل لپاره دخونړيو داړو وژغورل شي .