
په افغانستان کې د طلوع له برکته زموږ په سپيڅليو اسلامي احکامو کې هندويېزم په پراخ ډول ننوت او زموږ د ملي عنعنو ځاى ناستى د هندويېزم بدوي راوجونو ونيو، د بربنډو نڅاګانو لومړى نوښتگر هم په افغانستان کې طلوع ياديږي او هندي سريالونو خپروونکى هم همدغه طلوع خېل دي، چې بايد د پردي فرهنګ د راوستو د قهرمان او اتل لقب ورکړل شي.
له دې هرڅه ور هاخوا يې اوس په ټوله اسلامي نړۍ کې د فساد د خپرولو او الحادي پديدو د رواجولو لپاره بډې رانغښتې دي او د امريکا د متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې (USAID) او د اسراييلو د استخباراتي شبکې (موساد) څخه يې د موبي ميډيا په نوم يوه نوي پروژه اخيستي ده چې په عربي هيوادونو کې خپل تسخير او د فحاشت لمنه لا پراخه کړي او په ځانګړي ډول دغه پروژه د هغو عربي هيوادونو لپاره ځانګړي شوي ده چې په دې وروستيو کې په کې ولسي پاڅونونو رامنځ ته شول او د ځينو يې نظامونه چپه شول او د ځينو يې په چپه کيدو دي. امريکا او اسراييل اوس له دې په ويره کې دي چې د چپه شويو او چپه کيدونکو نظامونو پر ځاى اسلامي ګوندونه رامخکې نه شي او يا له خلکو سره اسلامي مفکوره مل نه شي او د غرب د غلامۍ کړۍ نور له ځانونو څخه وانه چوي، نو د نورو لوبو او دامونو تر څنګ يې د مېډيا له لارې فحاشت او عياشۍ ته د رابللو لومه هم ورته تياره کړي ده، چې بدبختانه دغه شرم او ګناه هم د افغانانو په غاړه ده او سر لاري يې د طلوع بنسټګر دي.
د دې فحاشت مرکز به د قطر په هيواد کې وي او جال به يې په ټوله عربي اسلامي نړۍ خپور وي او هره لحظه او هره شيبه به مسلمانان فحاشت او بداخلاقۍ ته رابولي او په هر نفس کې به د سپيڅلي اسلامي مفکورې پرضد تبليغات کوي او خلک به هڅوي چې لا د سيکولر پر لور وخوځيږي او په ټولنه کې فحاشت ته لا زمينې مساعدې شي.
له دې وړاندې هم طلوع خېلو په ايران کې د مسلمانانو د تېرايستلو او لمسولو لپاره يو درجن تلويزيوني چينلونه د همدغو بادرانو په مرسته (امريکا او اسراييل) جوړ کړي دي،
چې د زمزمه ١، زمزمه ٢، غلغله ١، غلغله٢، فارسي ١، فارسي ٢ او داسې نور چې نومونه يې اوس زما ذهن ته نه راځي.
دا خو ډاګيزه خبره ده، چې غرب او متحدين يې د اسلام سره بنسټيزه دښمني لرله، لري يې او تل به يې پالي، خو د افسوس خبره دا ده چې دا د کمونېستو ډلو څخه وروسته په نړيواله کچه افغانان د اسلام پر ضد دسيسو کې دومره لوى لاس لري او د دغو دسيسو او ستراتيژيو عمق ته يې ځانونه ور رسولي دي.
محمد صابر افغان