ملاعمرته سرخلاصي ليک

ښاغلى ملاعمر!!
مخکې له دې چې زه خپله خبره وکړم لمړي څويادونې ضروري بولم .
ستاسې دنظام له پيل اوبياترپاشلوډيرکلونه تيرشول خونه چاستاسې غږواورېده اونه هم څوک ستاسې دڅيرې په ليدلومشرف شول .
چې په دې ډول ستاسې دشخصيت په باب دخلکوپه ذهنونوکې ګڼې پوښتې راپيداشوې اولاهم شته دي .
کيداي شي تاسې به دتصويراخستل ناروا بولئ خولکه چې وايې څه چې ځانته خوښوې بل ته يې هم خوښ کړئ تاسې خوپه خپل وخت کې دطالبانويوپياوړى مشروئ نوولې موپه ټول هيوادکې دتصويراخستل بندنه کړل ؟ .
داميرالمومينين دلقب په باب هم غواړم يوڅه ووايم .
آيادالقب تاسې خپله ځانته ټاکلى وو اکه د بل چاله خوادرکړل شو؟
دا لقب خوخپله څوک ځانته نه ورکوي . اوکه تاسې وايي چې دا لقب درته بل چادرکړي نوخبره داده چې دا لقب خوبايددټولې اسلامي نړۍ دينې علماووله خوايوچاته ورکړل شي . اوکه ته وايې چې دا لقب ديني علماوودرکړی دی نوستاسې نظام خوهغه مهال له پاکستااوسعودي پرته بل هيچاهم نه پيژندل نو په  اسلامي نړۍ کې خودينې علمايوازې په دې هيوادونوکې ندي اونه هم دنړۍ دمسلمانانودپه بشپړه ډول استازيتوب وکړي .
ښاغلي ملاعمر!!
ستاسې دنظام له پرځېدوورسته ډيرخلک خپلې راتلونکې ته هيلمن شول خوديوه ډراماتيک بدلون څخه ورسته هرڅه ګډوډشول . اوورسره بياتاسې ټينګه پرېکړه کړې وه چې ستاسې په ويناترڅوچې صليبې لښکرې ماتې نه کړې اوپه دې هيوادکې اسلامي شعريعت نافذنه کړي  نوآرام به نه کينئ هغه مهال موددولت اوبهرنيوځواکونوسره هرډول خبرې ناروابللې وې .
خونن دکوم منطق له مخې په خپله پخوانۍ خبره اوړئ اودهغه چاسره خبروته کينئ چې تاسې يې له دې هيواده دورکولوخبره کړې وه ؟
که خبروته دې زړه وونوبيادې دالس کاله جګړې دڅه لپاره وې ؟
اوس موهغوميندوته ځواب څه دي چې يتيم زامن يې ستاله خودارليږلي ځان وژونکي په بريدکې وژل شوي ؟
اوس به دهغه زلمي ځواب څوک وايې چې په بريدکې يې په سلګونوبې ګناه انساناو ژل شوي ؟
اوس به نوستاترقومانده لاندې هغه بې وزله افغانان چې ستاپه پلوي يې سرماتاوه خلکوته څه ځواب وايې ؟
هغه زلمي چې له احساساتويې اورباديده ستادسولې داخبرې څنګه توجه کړي . هغوي به خپلې تيرې مبارزې ته څه نوم ورکوي ؟
زه دانه وايم چې جګړې ته دې دوام ورکړل شي ځکه نورنوافغانان له جګړواودنورودناولواهدافولپاره دقربانۍ ورکولونه ستړي شوي دي
خوزماګيله داده چې که خبرې کول دې غوښتل نوداکارخوبه دې له هماغه پيله کړې وو . ته که داخاوره اشغال شوې بولې نوپه دې څه باورلرې چې دااشغالګربه ستاله خبروروسته هم په خپلوژمنوټينګ پاتې شې؟
ښاغلي ملاعمر!!
فکرکوم دخلکوهغه شک چې يومهال يې تاسې دپاکستان ګوډاګيان بللي سم دي .خلکوبه ويل چې په دې سيمه کې دامريکااوپاکستان ګډه لوبه روانه ده خوموږباورنه کاوه مګرفکرکوم چې دهغوي خبره تريوه بريده سمه وه .ځکه اوس امريکاغواړي چې خبرې وکړي . افغان دولت خوپه بارباردسولې خبرې کړې وې خوتاسې ردکړې دي...........
زماسره ډيرې نورې خبرې هم دي خوکه موځواب راکړبيابه يې درته ووايم
مبارز( لټون)
 
 
.