
ليکوال: فرهاد داوري، هلمند
دفدرال لغت ديونانې ژبي د(Foedus) څخه اخيستل سوی دی، چي معنايي تړون يا موافقتنامه ده. فدرالي نظام يا فدراسيون په لاندي دوه حالتونو کي منځ ته راځي:
الف: کله چي دوه يا څو خپلواک دولتونه ديوه تړون پر بنسټ سره يو ځای سی، نوی نظام منځ ته راوړي او خپلي ټولي چاري همدغه نظام ته وسپاري.
ب: کله چي يو خپلواک دولت خپل داخلی حاکميت پر څو کوچنيودولتونو باندی وويشي او په خپل نس کي کوچني واکمن دولتونه منځ ته راوړي، دادولتونه په خپلوکورنيو چارو کي خپلواک وي او يوازي په بهرنيو چارو کي دمرکزي دولت تر اغيز لاندي وي.
په پورتنيو دو ډولونو کي لمړۍ ته اتحاد او دوهم ته تجزيه هم ويل کيږي.
دوهم ډول فدرالي نظام عموماً په هغو هيوادونو کي رامنځ ته کيږي چي مساحت يي زيات وي او مرکزي دولت نسي کولای چي دخپل هيواد ټولي چاري دپلازميني څخه کنټرول کړي. نوځکه خپل اساسي قانون ته بدلون ورکوي او پرکوچنيو دولتونو باندي ويشل کيږي، او وروسته ديوه تړون پربنسټ باندي يوځای کيږي.
داکوچني دولتونه کولای سي چي دوخت په تيريدوسره دخپلي خپلواکی لپاره په ډيره اسانۍ سره اقدام وکړي او ډير ژر خپلواکي ترلاسه کړي. نوځکه ديوه هيواد دتجزيي لپاره داډول فدرالي نظام لمړنۍ ګام دی.
لکه څرنګه چي اوس په افغانستان کي ديوه ډموکراټيک نظام بنسټ ايښودل سوی دی او سيستم داساسي قانون پربنسټ حرکت کړۍ دی. نوځکه يي ديو شمير خلکو شخصي ګټي په قيد کي راوستلي دي، که چيري دا سياسي نظام په راتلونکي کي وده وکړي دابه ډير ژر وکولای سي چي ددي اولس ددښمنانو دسزا لپاره زمينه مساعده کړي. په افغانستان کي تيره او روانه څلويښت کلنه جګړه هغه څه ؤ چي دګوتو په شمير دڅو نا اهله کسانو ګټي يي خوندي کولي او ددي پتمن اولس په وينه باندي دڅو ګوډاګيو مشرانو ګټي ساتل کيدي. دا نااهله خلک چي اوس ځانونه دافغانستان حقيقي مشران بولي دوی اوس په دي پوهيدلي دي چي په دي سياسي نظام کي نور ددي اولس ګټي ساتل کيږي او زموږ ګټو ته زيان دی نوځکه اوس غواړي چي داوطن تجزيه او افغانان سره بيل کړي چي بيا يوڅه وخت ددوی بريتونه غوړ وي. دا ظالمان او غله چي اوس پدي اور پسي دي او غواړي چي دا اور بل کړي عبارت دي له: دهيواد ستر خاين او بيسواده حربکی عبدالرشيد دوستم، دامريکا او پاکستان لوی جاسوس احمد ضيامسعود، دامريکا، انګلستان او فرانسي داستخباراتو روزلی ډاکټر عبدالله عبدالله، دايران ګوډاګی محقق او يو شمير نور غله سره يوځای سويدي او ددي پتمن او غيور اولس پرسر باندي سودا کوي. دي خلکو خو په ظاهره ځانونه دقومونو مشران ګڼلي دي او دخپلو قومونو پر سرباندي سوداکوي، خو زه حيران ديته يم چي ددوی په قومونو کي خو ډير هوښياران او پوه خلک سته خو دوی هم پټه خوله پاتي دي او څه نه وايي، مګر بيا هم يوه افغان او غيرتمن چي اوس دجوزجان والي دی ددي نظام مخالفت وکړ او دايي اعلان کړه چي دنظام دبدلون پرځای بايد دنظام نيمګړتيا وي اصلاح کړو.
که چيري په افغانستان کي فدرالي نظام راسي نو دابه ډير ژر دايران او پاکستان په ملاتړو دولتونو باندي واوړي ، په لنډ وخت کي به دتجزيي اعلان وکړي. افغانستان لا تراوسه پرپښو ندی دريدلی تراوسه يي لا ددوستم زخمونه ندي پټۍ کړي، تراوسه لا درباني په توپک دکونډو او يتيمانو اوښکي ندي پاکي سوي. دا وطن خو ډير زخمي زخمي سو، محقق خو دډيرو پښتنو او نورو قومونو دخلکو او ښځوسرونه ور پري کړل، دپښتو ژبي ډير علمي کتابونه يي په اور وسوځل، دپښتنو ډير مالونه او جايدادونه يي غضب کړل. پدي هر څه يي لا ارمان ندي ختلی اوس بيا غواړي چي ددي هيواد بنسټ ور ونړوي او په نړۍ کي يي دنقشي څخه ورک کړي، افغانستان ته خو دوی کور ونه وايه، او تل يي دپردي
زوی په شان چلن ورسره کړی دی. داڅو نا اهله ګوډاګيان لاتر اوسه په موږ لوبي کوي، دحيرانۍ خبره دلته ده چي ددوی ظلمونه، خيانتونه او هرڅه موږ په خپلو سترګو وليدل او اوس هم چپه خوله ورته ناست يو. يابه زموږ افغاني غيرت له منځه تللی وی او يابه مو پدي هرڅه سرنه خلاصيږي. افغانان خو په تاريخ کي نوم لري، په نړۍ کي يوازنۍ قوم دی چي پرخپل وطن يي خوابديږي او هر هغه څوک چي ورته په سپکه سترګه وګوري ډير ژريي دپښو غورځوي. خو نن هغه افغانستان، چي داحمدشاه بابا دلاس امانت موږته پاته دی، يوڅو ګوډاګيان دتجزيي او ټوټه کيدو خبره کوي. آيا دا وطن به بيا احمدشاه بابا راوزيږي او که به په دي اولس کي دومره فکر او احساس پيداسي چي دخپلو نيکونو دوطن پر ساتلو باندي غيرت وکړي. زموږ لويو نيکونو ميرويس نيکه او احمدشاه بابا خو دصفر څخه امپراتوري جوړه کړه او دافغانستان بنسټ يي کښيښودی، دنړۍ په نقشي کي يي ځای ورکړ، خو نن موږ دهمغو نيکونو لمسيان دومره غيرت نلرو چي دخپلو نيکونو او پلرونو ميراث وساتو او يو څو بي غيرته او نا اهله ګوډاګيان يي راڅخه تجزيه کوي او موږ همداسي ورته ناست يو.
دهغي ورځي په هيله چي ډير ژر دافغانستان شملور اوغيور مشران سره راټول سي او په يوه اواز دافغانستان دساتلو لپاره مټي رابډوهي او پرخپلو زلموباندي ږغ وکړي چي دساتلو لپاره يي په پوهي او قلم باندي کار وکړۍ نه په توره او توپک باندي.